گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافغـــانستان کنګـــل شوی شتمنـــی او په اړه یــی ناســم پـوهـــاوې !
دافغـــانستان کنګـــل شوی شتمنـــی او په اړه یــی ناســم پـوهـــاوې !

دافغـــانستان کنګـــل شوی شتمنـــی او په اړه یــی ناســم پـوهـــاوې !

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کېدو سره هم مهاله د امریکا له لورې د بندیزونو لړۍ پېل شوه چې لومړی اقدام یې د افغانستان مرکزی بانک پشتیبانه شتمنی ، چې شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالره کیږی هم کنګل کړه . پدې پسې په سمدستی ډول د پیسو نړیوال صندوق ( IMF ) هم د اګست د میاشتې په ( ۱۸ ) مه نېټه اعلان وکړ ، چې دا سازمان به د نړېوالې ټولنې نظر او تګلارې ته ګوری ، چې څنګه له افغانستان سره تعامل کوی ؟ تر هغې چې ددوی څرګنده پالیسی وړاندې کیږی افغانستان به د پیسو نړیوال صندوق ته د هر ډول مرستو او شتمنۍ ته لاس رسی ونه لری ، دا علان وروسته له هغې وشو چې امریکایی سناتورانو په یوه لیک کې له امریکایی ادارو غوښتی وه چې د طالبانو په راتګ سره د دوی لاس رسی مالی سرچینو ته محدود یا هم ختم کړی چې په ځواب کې یې ، امریکا د افغانستان د نهه نیم میلیارده ډالرو شتمنی کنګل کېدو خبر ورکړ. د یادونې وړ ده ، چې د کرونا او په نړۍ کې د اقتصادی بحران سره د مبارزې لپاره افغانستان سره د ( ۳۷۰ ) میلیونه ډالرو مرسته چې د یاد صندوق له لورې اعلان شوې وه ، هم وځنډیده .دا نهه نیم میلیارده ډالر د افغانستان ملکیت دی چې افغانستان د خپلې کرنسۍ د ملاتړ لپاره په نړیوالو بانکونو کې ایښی دی تر څو د افغانۍ ارزښت پرې وساتل شی . همدارنګه له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په ځانګړی ډول په وارداتو کې هم ترې استفاده کیږی .امریکا ویلی دی ، چې دغه زیرمه شوو ذخیرو ته به د طالبانو لاس رسی امکان ونه لری همدارنګه یې افغانستان ته د نغدو روپیو په لیږد هم بندیز لګولی دی . (Musumeci, 2021) )افغانستان او نورو هیوادونو زیرمو کې د بهرنیو اسعارو او سرو زرو درلودل شامل دی. دا د مرکزی بانک او د هیواد خزانې زیرمې دی ، نه د خصوصی سکتور.

افغانستان او د نورو هېوادونو زیرمه شوو ذخیرو کې بهرنی اسعار ، سره زر ، با اعتباره لیکونه او سوداګریز چیکونه شامل دی چې دا زیرمه شوې شتمنی د مرکزی بانک او د ټول هېواد شتمنی ده نه خصوصی او شخصی سرمایه یانې پدې توګه دا دولتونو او مرکزی بانک د خپلې کرنسۍ د ثبات لپاره ساتلې سرمایه ده.هېوادونه هغه وخت بهرنی اسعار لاسته راوړی چې صادرات وکړی او په مقابل کې یې بهرنۍ کرنسی یا هم د نړۍ د ډیر اعتبار لرونکی کرنسی ( ډالر ، یورو ، پونډ ) باندې بدلوی او زیرمه کوی یې چې ډیر کله دا زیرمې په سرو زرو هم بدلوی او په مرکزی بانک کې یې ساتی .ټولې زیرمه شوې روپۍ ، سره زر، با اعتباره بانکی چیکونه ، Special Drawing Right او نورسوداګریز توکی د یوه هېواد ریزف سرمایه ده چې د خپلې کرنسۍ او مالی اموراتو لپاره ترې استفاده کوی دسروزرو د قیمت ټاکنه د مالی کال په اخیر یانې د ډیسمبر په  ۳۱ مه نېټه باندې په لندن کې ترسره کیږی ،چې د امریکایی ډالرو له مخې ورته حساب کیږی .(Valev, 2019) )د نړۍ په مالی ، اقتصادی ، سوداګریز او بانکی سیستم باندې د امریکا اغېز واضح دی ، چې د سیاسی معاملو له مخې دا غیرسیاسی برخه هم زیانمنیږی ، نودا اقتصادی فکټورنه هم د امریکا د ستراتیژېکوموخو له مخې کارکوی اود هغوی تګلاره تعقیبوی

د نړیوال بانک د رسمی ارقامو له مخې د افغانستان لومړنۍ زیرمه شوې شتمنی د ( ۱۹۶۰ ) څخه پیل شوې چې په لومړی سر کې ( ۵۰,۶۹۰,۸۰۰ ) امریکایی ډالرو څخه پیل شوې چې له ( ۱۹۷۲ ) کال وروسته دې زیرمه شوې شتمنی صعودی حالت غوره کړ آن تر ( ۱۹۷۹ ) کال پورې تر نهه سوه میلونه ډالرو پورې ورسیده چې لدې وروسته یې بیا نزولی حالت غوره کړ تر دې چې په ( ۱۹۹۱ ) کال کې (۵۷۶ ) میلیونه ډالرو ته راښکته شو . لاندې به له ۱۹۶۰ ـ ۲۰۲۰ پورې کلونو د زیرمه شوو شتمنۍ ارقام په امریکایی ډالرو ولولئ

۱۹۶۰ ( ۵۰,۶۹۰,۸۰۰ )

۱۹۶۵ ( ۴۵,۴۳۴,۵۶۰ )

۱۹۷۰ ) ۴۹,۷۸۸,۹۳۰ )

۱۹۷۵ ) ۲۱۷,۲۶۰,۹۰۳ )

۱۹۸۰ ( ۹۴۰,۰۳۵,۹۶۸ )

۱۹۸۵ ) ۶۱۰,۷۶۱,۷۳۱ )

۱۹۹۰ ( ۶۳۷,۹۲۵,۶۶۷ )

۱۹۹۱ ( ۵۷۶,۱۱۸,۹۲۰ )

۱۹۹۱ ( ۵۷۶,۱۱۸,۹۲۰  )

۲۰۰۸ ( ۳,۰۴۲  ) میلیارده ډالر

۲۰۱۰ ( ۵,۱۶۲  ) میلیارده ډالر

۲۰۱۵ ( ۶,۹۷۷  ) میلیارده ډالر

۲۰۱۷ ( ۸,۰۹۷  ) میلیارده ډالر

۲۰۱۹ ( ۸,۴۹۸  ) میلیارده ډالر

۲۰۲۰ ( ۹,۶۹۴ ) میلیارده ډالر (Bank, Total reserves (includes gold, current US$) – Afghanistan, 2020)د پورتنیو ارقامو په کتنه د افغانستان زیرمه شوې ذخایر قیمت له ( ۲۰۰۸ ) کال څخه وروسته په صعودی حالت کې قرار لری او ښه پرمختګ یې کړیدی خو له ( ۲۰۱۵ ) کال وروسته د زیرمه شوې شتمنی کې بې سارې زیاتوالی ښایی چې سره ددې جنګی حالت وه ، ورپسې د کرونا ناروغۍ اقتصادی بحران خو بیا هم زیرمه شوې شتمنی تر نهه نیم میلیارده ډالرو ورسیده .افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمو ، سره زره او نورو سوداګریزو لیکونو  له نګاه نه د ( ۲۰۱۹ ) کال د نړیوال بانک د یوه راپور له مخې په ( ۷۶ ) یم ځای کې قرار لری چې چین په لومړی سر کې د          ( ۳۲۲۲٫۸۹ ) میلیاردو ډالرو په معادل د زیرمه شویو شتمنیو لرلو له امله لومړی او کینیا یې په وروستی جدول کې قرار لری . (Economy, 2019)

د افغانستان د مرکزی بانک کنګل شوې شتمنی د افغانستان بانک د یو رسمی خبر له مخې ( ۵ ، ۹  ) میلیارده ډالره ښایی ، چې د افغانۍ پشتیبانه یې ګڼلی شو ددې شتمنۍ زیاته برخه د نیویارک د پانګو په فېډرالی بانک کې  چې مرکز یې په امریکا کې ، دی شتون لری یو شمېر یې نور یې د سویس په بانکونو کې هم شته .خو د نړیوال بانک د رسمی ارقامو له مخې د افغانستان بانک زیرمه شوې شتمنی د ( ۲۰۲۰ ) میلادی کال تر پایه  ( ۹,۶۹۴,۹۸۹,۳۸  ) امریکایی ډالره کیږی (Bank, 2020)د افغانستان بانک مخکنی رئیس ، اجمل احمدی په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلی دی ، چې له دې جملې د اوه میلیارده ډالرو په اندازه نغدی ډالر ، سره زر ، با اعتباره چیکونه او نور سوداګریز لیکونه دی ، چې د امریکا په نیویارک ایالات کې د ( Federal Reserve Bank of New York)  سره او همدارنګه نړیوالو مالی مؤسسو سره شتون لری نور باقې په سویس بانک کې له Bank for International Settlements    سره دی . (Standard, 2021) )د افغانستان بانک د  کنګل شوو زیرمو څخه یې ( ۷ )  میلیارده  ډالر د امریکا فدرالی بانک کې دی ، چې ددې له  جملی څخه یې ( ۳ ,۱  )  میلیارده  ډالر د بل او بانډ په بڼه دی، ( ۲ ,۴  ) میلیارده ډالر د نړیوال بانک د  Reserve Advisory and Management Partnership (RAMP) دی، ( ۱ ,۲ )  میلیارد ډالر په ارزښت سره زر دی ، او درې سوه میلیون امریکایی ډالر نغدی پیسی دی . ددې ترڅنګ ( ۱ ,۳   )  میلیارده  ډالر په نړیوالو حسابونو کې شتون لری  او ( ۷ )  سوه میلیون ډالر د سویزرلینډ بانک Bank for International Settlements  کې ذخیره شوی . (Putz, 2021)د امریکا له لورې د زیرمه شوې شتمنۍ کنګل کول په لویه کې د افغانستان په اقتصادی حالت باندې ژور اغېز پریباسی ، په سیاسی چاپیریال کې د حکومتولۍ اغېز زیانمنولی شی او د نړیوالو له نظره یو بد تصویر له ځان سره لری مخکې مو هم وویلې ، چې له دې ذخیره شوې شتمنۍ په وارداتو کې هم کار اخیستل کیږی نو د وارداتو برخه مو سخته زیانمنیدلی شی لکه موږ چې اوس ګورو افغانستان ډیر تکیه په بهرنیو توکې باندې ده یانې واردات یې زیات دی نو دا برخه اوس دومره زیانمنه شوې چې د توکو بیې په بې ساری ډول پورته شوی او د بشری ناورین د راتلو ستر خطر متوجه دی . هېوادونه پدې وخت کې مجبور دی ، چې په زیرمه شوې شتمنۍ کې کموالی راولی چې موږ دې حالت ته د تادیاتو په بیلانس کې کسر(Balance of Payment Deficit )  وایو دلته هېوادونه د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو له لارې بیلانس متوازن ساتی چې د تادیاتو بیلانس کسر د همدې زیرمه شویو شتمنیو څخه تمویلیږی .البته یو موضوع شته ، چې د امریکا له لورې په افغانستان باندې اقتصادی بندیزونه نه دی لګیدلی، بلکې یوازې زیرمه شوې شتمنی یې ورته کنګل کړې چې ددوی په وینا د طالبانو لاس رسی ورته ونه شی تر څو ددوی له لورې د ژمنه شویو مواردو په اړه لیدونکی اقدامات نه وی ترسره شوی .بل ستر زیان یې دادی ، چې د افغانستان مرکزی بانک د افغانۍ ارزښت د ثبات ساتلو په موخه اونۍ کې درې ځل بازار ته ډالر د خرڅلاو لپاره وړاندې کول یانې د افغانستان په بازار کې د ډالرو تقاضا زیاتوالی پر اساس دا کار کیده ځکه چې افغانستان په زیاته پیمانه راکړه ورکړه په ډالرو باندې کوی او موږ پوهیږو چې افغانستان واردات زیات دی نو مجبورا له ډالری معاملو څخه کار اخیستل کیده نو پدې توګه اوس چې د مرکزی بانک لپاره ډالر په لاس کې نشته نو په ډیره پیمانه د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه ډالر بازار ته د خرڅلاو لپاره نه شی وړاندې کولی او پدې سره د افغانۍ ارزښت اهسته اهسته را ښکته کیږی ، چې موږ ددې اوس شاهدان یو .د نرخونو ثبات د افغانستان بانک لپاره یو مهم هدف دی او کله چې بازار ته د ډالرو عرضه کول کم شی نو نرخونه خپله پورته ځی او د نرخونو پورته تلل زموږ د ګړنګ پر غاړه ولاړ حالت نور هم وخیم کولی شی.بله برخه پدې ذخیره شوې شتمنۍ کې د سوداګریزو بانکونو شتمنۍ هم شاملې دی همدارنګه د ځېنو سوداګرو یو ډیر کم تعداد سرمایه هم پکې شته چې دوی هم لدې څخه استفاده نه شی کولی او بانکونه به د پیسو له کمښت سره مخ شی ځکه اوس وخت کې خلک بې کاره دی او همدارنګه په هېواد کې د مطمین ثبات نه شتون له امله خلک خپلې پیسې له بانکونو وباسی چې پدې سره به بانکونه هم دیوالی شی او دا به دافغانستان په بانکوالۍ نظام کې د ناورین رامنځته کېدو سبب وګرځی .

ځېنې اقتصادی کارپوهان پدې اند دی ، چې که چیرته دغه شتمنی ازاده شی نو موجوده نظام به یې د یوه منظم میکانیزم د نشتون له امله ضایع کړی نو بهتره داده چې په نړیوالو مالی مؤسساتو کې خوندی پرتی وی.څارونکی یوه بله اندیښنه هم لری ، دوی وایی چې د پاکستان له لورې په نړیواله کچه په بار، بار ډول د یادې کنګل شوې شتمنۍ د خلاصولو غوښتنې ددې لپاره دی ، چې پاکستان له افغانستان سره په اوس وخت کې د نورو هېوادونو په پرتله زیاته سوداګری لری ، چې پدې سره به خپل بازار ته د افغانستان له لارې ډالر ترلا سه کړی او د خپلې کرنسۍ لپاره به ډالر په لاس کې ولری تر څو یې ارزښت ثابت پاتې شی .د پاکستان بله دلچسپی سیاسی ده ، چې غواړی نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنی نو که یې شتمنی کنګل وی ، نړیوالې راکړې ورکړې ورسره ترسره نه شی او له نړیوالو سره ترسره شوې ژمنې ترسره نه کړی نو ممکنه نه ده چې په رسمیت دې وپیژندل شی .پاکستان په ملګرو ملتونو کې هم په امریکا باندې غږ وکړ ، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنی دې خلاصه شی او له دې هېواد سره دې بشری مرستې ترسره شی . (TRTWORLD, 2021)دلته یې د کنګل کېدو یوه ګټه داده ، چې تر څو منظم مالی سیستم نه وی جوړ شوی ددې شتمنۍ د ضایع کېدو ویره شته دی او امکان دې ولری چې طالبان یې د خپل نظام ملاتړ لپاره په عادی او انکشافی بودیجه کې ترې استفاده وکړی چې پدې صورت کې به بدې پایلې ولری او د افغانۍ ارزښت ته به سخته صدمه ورسیږی نو ددې برخې غوښتونکی وایی ، چې تر څو منظم میکانیزم نه وی جوړ شوی ، امارت په رسمیت نه وی پیژندل شوې او ادارې په پښو نه وی ودریدلې نو دا کنګل شتمنی دې کنګل پاتې شی .اندیښنه داده ، چې هسې نه ددې  پیسو حیف او مېل ته لاره خلاصه شی چې ورسره به  د زیرمه شوو شتمنیو څخه خلاص شوی یو او هم به مو د کرنسۍ ارزښت له لاسه ورکړی وی.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز  هم غوښتنه وکړه ، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنی دې خوشې تر څو په افغانستان کې بشری ناورین رامنځته نه شی خو نوموړی ددې پیسو د حیف او میل کېدو او په بې نظمه ډول د لګښتونو له امله هم اندیښنه وښوده . (VAKIL, 2021)دا کنګل شوې شتمنی د افغانستان بانک سرمایه ده چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په خاطر نړیوالو بانکونو او مالی موسساتو کې ایښودل شوی لدې سرمایې په هیڅ صورت کې د عادی او انکشافی بودیجې لپاره استفاده نه شی کیدای تر هغې چې د خپلې کرنسۍ د ارزښت د له منځه تللو خطر په ځان باندې قبول نه کړې دلته یو نا سم پوهاوی دا شته دی ، چې خلک فکر کوی چې لدې زیرمه شوې شتمنۍ به د کارمندانو معاشات او یا هم پروژې اجرا کړل شی خو داسې نه ده ،  بلکې دا د افغانستان د مرکزی بانک سرمایه ده ، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه زیرمه شویدی ، ددې ریزف له لارې مرکزی بانک خپل  پولی سیاست کنټرولوی او  نه پریږدی چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی .  البته د ځېنو سوداګریزو بانکونو سهم هم پکې شته خو دا ټول د افغانستان د مرکزی بانک له ادرسه ایښودل شویدی .اقتصادی بندیزونه د هیچا په ګټه نه دی تر دې چې دا خپله نړیوالې ټولنې ته هم یو سرخوږی دی ، چې په افغانستان کې د بشری ناورین راتلو سره به دوی هم خوندې پاتې نه شی .د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې هم باید له دې زیرمه شوې شتمنۍ څخه استفاده ونه شی ځکه د همدې زیرف شوې شتمنۍ موجودیت دی چې د افغانۍ (پولې واحد) قیمت یې لوړ او برقرار ساتلی که چیرته لدې سرمایې څخه استفاده کیږی نو پدې مانا چې د افغانۍ ارزښت به نور هم ښکته ځی او د توکو بیې به نورې هم لوړیږی د حکومت مشرتابه ته په کار دی ، چې د دولتی بودیجې لپاره له نورو سرچینو څخه کار واخلی او د عادی او انکشافی بودیجې لپاره د نړیوالو مرستې را جلب یا هم په کور دننه د بودیجې د تمویل لپاره سرچینې پیدا او کار وکړی .پایله داده ، چې دا کنګل شوې شتمنی په هیڅ صورت د افغانستان د بودیجې برخه نه ده او نه هم باید په ملی بودیجې کې د مصرف په نیت ورته وکتل شی دا زیرمه شوې شتمنی ده او باید همداسې زیرمه وساتل شی .دا هم په ګټه نه ده ، چې د افغانستان شتمنی دې کنګل پاتې شی ددې لپاره باید یو منظم میکانیزم جوړ شی طالبان باید د نړیوالو د مرستو را جلبولو لپاره په پراخه توګه لابی وکړی ، د سترو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړی او تر ټولو مهمه خبره داده ، چې افغانانو ته د کارزمینه برابره کړی او له نړیوالو سره د کړو ژمنو له مخې خپل حکومت په رسمیت پرې ومنی

Bank, T. W. (2020). data.worldbank.org. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/FI.RES.TOTL.CD…

Bank, T. W. (2020). data.worldbank.org/indicator. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/FI.RES.TOTL.CD…

Economy, T. G. (2019). Retrieved from theglobaleconomy.com: https://www.theglobaleconomy.com/rankings/reserves/

Jawad, M. ( 2021, September 25). www.voadeewanews.com. Retrieved from https://www.voadeewanews.com/a/6245477.html

Musumeci, N. (2021, Aug 25). businessinsider. Retrieved from https://www.businessinsider.com/federal-reserve-bank-of…

Putz, C. (2021, August 26). THE DIPLOMAT. Retrieved from https://thediplomat.com/: https://thediplomat.com/…/taliban-takeover-world-bank…/

Standard, B. (2021, August 19). Business Standard. Retrieved from https://www.business-standard.com/…/us-freezes-nearly-9…

TRTWORLD. (2021, SEP 3). www.trtworld.com. Retrieved from https://www.trtworld.com/…/pakistan-us-freezing-of…

VAKIL, C. (2021, September 9). thehill.com. Retrieved from https://thehill.com/…/571608-un-urges-release-of…

Valev, N. (2019). https://www.theglobaleconomy.com/Afghanistan/reserves/.

نواندیشی تربیون له ښاغلی امین ستانکزی او محترم عبدالمالک صدیقی څخه دزړه له کومی مننه کوی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا