گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د افغانستان په خاوره کی دخراسان دداعــش خونــړی عــملـــیات !
د افغانستان په خاوره کی دخراسان دداعــش خونــړی عــملـــیات !

د افغانستان په خاوره کی دخراسان دداعــش خونــړی عــملـــیات !

که څه هم په افغانستان کی د ملی وحدت حکومت تل پر افغانستان د بشپړ کنترول او په دغه هیواد کی د ځمکنی تمامیت د ساتلو ټټر وهلی اوله دی له فریبه ډکی او په دروغو ولاړی سناریویی په سلګونو میلیونه شنی ډالری خپلو جیبونو ته ورحواله کړی دی . خو کله نا کله داسی باوری راپورونه هم خپاره شوی چی ګنی د افغانستان ځینی برخی د مخالفو جنګیالیو او د تحریک طالبان پاکستان په ولکه کی دی نو ځکه خو کله نا کله د افغانستان د پولی را دی خوا د پاکستانی ملیشأ و له لوری توغندی را ویشتل کیږی او پاکستانی چارواکی هم ددغو توغندیو د راویشتلو لامل د افغانستان په خاوره کی د پاکستان مخالفو کړیو وجود دی چی زیاتره یی د داعش او نورو خونړیو تروریستی ډلو په واک کی دی .

په دی وروستیو کی هم له هغه وروسته چی په پیښور ښارکی د یوه نظامی ښونځی پر ماشومانوبرید ترسره شو او زیات شمیر تنکی بی ګناه ماشومان پکی ووژل شول محمد طاهر داوړ د خیبر پښتونخواه د پولیسو یو افسر  چی ویل کیږی د څه کار د سرته رسیدو په موخه اسلام آباد ته تللی ؤ څو ورځی پخوا له اسلام آباد څخه افغانستان او دننګرهار ولایت ته راوستل شوی او هلته په ډیره بی رحمی وژل شوی دی

اوس  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان چارواکو له خولې وایی، د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو مړی موندل شوی او ورسره د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر طاهر خان دوړ د پولیسو کارت هم موندل شوی. د طاهر خان دوړ کورنۍ تېره ورځ ویلی وو چې دوی ته د هغه د وژنې خبر ورکړل شوی، خو رسمی سرچینو هغه مهال د پولیسو د دې افسر وژنه نه وه تائید کړې.لا هم په دقیقه توګه روښانه نه ده چې طاهر خان دوړ چېرې او څه وخت وژل شوی، خو له سیمې رپوټونه وایی، هغه مړی چې د نوموړی کارت ورسره مل دی، د ډیورنډ کرښې ته بیخی نژدې پرته سیمه کې موندل شوی دی.د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ هغه سیمه چې دا مړی پکې موندل شوی، د افغان حکومت له کنتروله وتلې او هلته وسله وال مخالفین فعاله دی .

په ننګرهار کی دوسله والو مخالفینو شتون دا په ډاګه کوی چی په افغانستان کی د ملی وحدت په نوم جوړه شوی امریکائی لاسپوڅی اداره نه یوازی په سلګونو میلیارده ډالره له خاورو سره خاوری کړل بلکه دغه لاس پوڅی مافیائی اداره د بن د مسخره تړون څخه تر نن پوری د افغانستان د ملی حاکمیت او د ځمکنی تمامیت د ساتلو جوګه نه ده .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا