گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافغانستان عالمانو روانه جګړه دواک جګــــړه او حــــرامه ؤبـــلله!
دافغانستان عالمانو روانه جګړه   دواک جګــــړه او حــــرامه ؤبـــلله!

دافغانستان عالمانو روانه جګړه دواک جګــــړه او حــــرامه ؤبـــلله!

کابل کې یو شمېر دینی عالمانو افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د منځګړیتوب لپاره چمتوالی وښوده، دغو عالمانو په خپلو خبرو کې د جګړې ښکېلوخواوو ته خبرداری ورکړ چې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته او سولې ته دې غاړه کېږدی دغه ناسته شپږ اوونۍ وروسته له هغې تر سره کېږی چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې پېل شوې، خو تر اوسه په کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی لیدل شوی او په اجنډا یې هم تر اوسه نتیجې نه دی رسېدلی.دغه ناسته د دینی عالمانو د راټولېدنې تر نامه لاندې د سولې له خبرو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

بل لورته دحرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د ګوند مشردحج اواوقافو دوزارت پخوانۍ سرپرست  وزیر مولوی عبدالحکیم منیب هم د طالبانو ّه رسمی پاڼه کی چی دطالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله د یوی تبصیری په ترځ کی دافغانستان روانه جګړه سپیڅلی جهاد بلل شوی دی  وویل : په داسی حال کی چی د افغانستان دولت ځان اسلامی نظام بولی او په اساسی قانون کی یی هم په صراحت سره داسی وړاند وینه شوی ده چی په افغانستان کی هیڅ یو قانون دسلام د مقدس دین سره په ټکر کی نه شی نافذیدای دا ټول ددغه نظام په وړانی جګړه ناروا بولی او کومه جګړه چی د افغانانو ترمینځ دوام مومی د توجیه وړنده په هیڅ حالت کی هغی ته جهاد نه شوویلای خو داهم څرګنده ده چی که یو نظام ځان اسلامی بولی نو پکار ده چی ټول کړه وړه به یی هم اسلامی وی …

.همدا شان د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د سیاسی چارو رئیس او افغان څیړونکی عبدالوحید وحید هم د آریانا تلویزیون د خبریال دپوښتنی په باب وویل چی په افغانستان کی اوسنۍ جګړه د واک جګړه ده  او دواک په آخیستلو یا ورکولو باندی تمرکز کوی او پری خلاصیږی .دا ډول څرګندونی او په افغانستان کی د روانی څو لسیزی جګړی په هکله څرګندونی په داسی حال کی اسلام او جهاد بللی شی چی روانه جګړه هیڅکله هم جهاد نه شی ګڼل کیدای او د اسلامی نړۍ د نامتو دینی عالمانو او روڼاندو له نظره دغه جګړه نه یوازی د اسلام له مقدس دین سره هیڅ شانی تړاؤ نلری بلکه د هر آسمانی دین لمن تری پاکه  او په څرګند ډول دنورو په لمسون د واک پر سر خونړۍ لوبه بللی شی . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا