گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دامنیت شوری دپخوانی سلاکار م ،تره خیل دوهمه کوچــیانۍ خــطبه!
دامنیت شوری دپخوانی سلاکار م ،تره خیل دوهمه کوچــیانۍ خــطبه!

دامنیت شوری دپخوانی سلاکار م ،تره خیل دوهمه کوچــیانۍ خــطبه!

له هغی وروسته چی دافغانستان لویی څارنوالی دمشهور ټوپک سالارملا تره خیل محمدی  ورورموسی تره خیل او د ملی امنیت شوری د پخوانی سلاکار دوسیه ترعدلی څارنی لاندی ونیوه اود لابشپړتیا په موخه ئی کورنیو چارو وزارت ته ورولیږله نو ځکه خو سم دلاسه لاس په کار شو

اود ځان د خلاصون په موخه یی له هلی ځلی پیل کړی تردی چی له حکومت په ځانګړی توګه له هغه بهرنیو څارونکو سره ژمنه وکړه چی نور به د قانون خلاف هلی ځلی نه کوی اوله خپل نفوذ څخه په ګټه آخیستوبه د امنیت په تأمین کی بشپړه مرسته کوی نو په همدی پلمه یوځل بیا له ننواتو اوزاریو وروسته په خپله  کوچیانې لهجه داسی خطبه ورکړه .

چی : تاسی ته اطمینان درکوم چی زه په خپل کور کی یم ، نه بندی یم نه چا بندی کړی یم ،الحمد الله نه می بر بی ګونا بی موجبه  څوګ بندی کولای شی زما په رابطه چی کوم پروپاګند د فیس بٌک او تلویزیونو لخوا خپور شوی ؤ کاملأ هغه یو پوچ و فاش ؤ ، هغه یو پروپاګند ؤ دما په رابطه چی دکوم باج آخیستلو ادعا وه ، او دقتل ادعا وه ، او دزورګوئی ادعا وه دا ټولی زه ردوم دا کارونه نه کوم نه می کړی دی زه له یوی دینداری کورنی نه یم دی ته الحمدالله ضرورت نلرم چی زه یو مسلمان ته آذیت او آزار ورسوم زه دټولی دنیا نه د یوه مظلوم دیوه انسان زړه ته ډیر اهمیت ورکوم فارسی کی یوه مـــقوله ده چی وائی : دل مظلوم را بدست بیار که حج اکبر است – از هزاران حج اکبر کرده یک دل بهتر است . دا دما په رابطه چی کوم پروپاګند فیس بکو او تلویزیونو غیر قانونی ، بی دلیله ، بی اسناتو او بی ثبوته خپور کړی ؤ دا کاملأ غلط ده او دا افواوی ټولی دروغ دی ، زه په خپل کورکی یم . زما په رابطه چی څوګ کومه ادعا په ما باندی لری زه یی جواب ته حاضر یم .

خپل اسناد ثبوت شواهد دی وړاندی کړی یوی سرچینی چی د تره خیلو د غلو او داړه مارانو له ویریی نه غوښتل  نوم یی خپورشی وویل چی ددغه کوچیانی لنډه غر نسبتی ورور د پخوا په څیر چی د ټاکنوپه اعلام شویو پایلو کی یی د رایو په نه ترلاسه کولو د ټاکنو کمیسیون پر در غلیو تورن کړی ؤ او په ډرامتیکه توګه یی د ملی امنیت د تش په نوم رئیس ستانکزی سره  د خپلو لنډغرو په حضور کی اړیکه نیولی وه

داځل بیا یی هم د امنیت ریاست د یوه بهرنی سلاکار لمن غوټه کړه  او له ټوو هغه لنډه غرانو یی چی پخوایی شوکی کولی  اود ارزان قیمت په سیمه کی له کراچی وانانواو هټی والو   باج تر لاسه کاوه  لیکل شوی ضمانت واخیست چی نور به له دغو ناوړه کارونو لاس آخلی . بیایی نوخپل ورور کشر بدمعاش موسی تره خیل د پولیسو له بنده راویوست . وایی د سورنا چی څه ځی یوازی یو پوف !!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا