گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دامریکاماتی که دافغانانو بی وسی؟
دامریکاماتی که دافغانانو بی وسی؟

دامریکاماتی که دافغانانو بی وسی؟

یوازینۍ ضرر چی وشو افغانانو ته ورسید . دا هغه خبری دی چی د افغانستان نامتو لیکوال اوټولنیزسیاسی  مشر ښاغلی محمد امین فروتن له تهران رادیوپښتو څانګی  سره په تازه مرکه کی ترسره کړی دی . محمد امین فروتن د خبر یال ددغه پوښتنی په ځواب کی  چی تری ویی ؤپوښتل : په داسی حال کی چی د امریکا دبیړه ناکی تیښتی په طریقه د جوبایډن د حکومت پر کړنلاری نیوکی روانی دی هغه پرون یوځل بیا د خپلی پریکړی دفاع وکړه .هغه داسی وویل چی فکرموکاوه چی افغانستان په رښتیا متحد او یو موټی کولاشو خو دا یوه تیروتنه وه خوامریکاېی ځواکونه خپلی اصلی موخی د القاعده د مشر  یعنی اسامه بن لادن وژلو ته ورسیدل تاسو په افغانستان کی د امریکا دغه شل کلن شتون ته په کوم نظرګورۍ آیا دا یو ناکامه مأموریت ؤ که کامیابه ؟او دافغانستان لپاره یی څومره په ګټه او څومره تاوان ؤ ؟

محترم  استاد فروتن ددی پوښتنی په ځواب کی وویل : زما په فکر باید دغه مسأله د څوزاویو څخه وکتل شی. لومړی داچی باید وکتل شی چی د امریکا عمق استراتیژیک پر څه باندی ولاړ دی ؟ د امریکا د متحده ایالاتو استراتیژی پر مادی تفکر ولاړه ده چی هغه دائیمی ګټی دی په دائیمی ګټو کی دائیمی دښمنان او دائیمی دوستان نشته نو طبیعی ده دهغوی چی کله هم مصرف زیاد شی په جامعه کی د هغی څخه ډډه کوی او بالاخیره د کمو اهدافو په وسیله غواړی چی خپلو اهداافو ته ورسیږی . نو همدی توګه که مسألی ته ځیر شو که امریکایانو ډیر څه هم له لاسه ورکړی وی په مادی شکل باندی په معنوی لحاظ دوی ډیر څه لاس ته راوړل . داځکه چی کم له کمه دیرش میلیونی ملت یی له مینځه یوړ.په دی لاره یعنی مادی ګټوته درسیدو په لاره کی د ملتونو قربانی کول دا څه خبره نه ده . زما په ګمان یوازینی څوګ چی دداسی ضرر متحمل شول هغه افغانان دی . افغانان دی چی کورونه یی تباه شول او همدا افغان دی چی د نړی د ټولو ابر ځواکونو سره د مقابلی په ترځ کی یی هم د مثال په توګه که د انګریزانو سره ؤ ، د روسانو سره ؤ اوکه همدا اوس له امریکایانو سره افغانان دی وځپلی شول . او هغوی ګام پر ګام خپلو اهدافو ته په یو ه شکل د اشکالو ورسیدل .

خبره داده چی د القاعدی په اړه باید وویل شی چی څنګه آیا القاعده داسی یو تفکر ؤ چی دبن لادن په وجود کی ؤ اوکه نه دا یوداسی  تفکر ؤ چی له مخی یی هرهغه څوګ چی د مخالف په وژلو باندی عقیده لری او دمخالف د وژلو معادله د پردیو په ګټو کی را ونغاړی له شک پرته چی هرڅوګ کولای شی چی بن لادن جوړشی هرڅوګ کولای شی چی د القاعدی جنډه پورته کړی . دا ډول چلند د تروریزم پای ته رسول یا له مینځه وړل نه دی  بلکه دا دملتونو سترګو ته خاوری ور آچول دی .

 استاد محمد امین فروتن  د طالبانو لخوا پر نوی اعلام شوی حکومت تندی نیوکی چی هغه ټول شموله او پراخ بنسټه نه ګڼی په داسی حال کی چی طالبان وایی دا یو موقته حکومت دی او وزیران یی سرپرستان دی دطالبانو د ځینو مقاماتو لخوا د جمهوریت خبره هم کیږی . آیا طالبان به جمهوریت ته غاړه کیږدی ؟ وویل :زما په فکر باندی دا اوس چی کوم حالات راغلل دا حالات د اشرف غنی د حکومت دزیاتی سرتنبه ګۍ په نتیجه کی را مینځ ته شول یعنی داسی رامینځ ته شول چی ګنی  دوی حاضر نه ؤ په افغانستان کی چی کوم له فساده ډک قدرت د هغی معاهدی له مخی چی په دوحه کی د طالبانو او امریکا تر مینځ لاسلیک شوی وه د هغی په رڼا کی یی تسلیم کاندی . په دی توګه داسی کره شواهد موجود دی چی د بین الافغانی مذاکراتو ددوهم دور پیل چی پکی د نوی حکومت پر تشکیلاتو بحث ؤ همدا شانی د یوه اوربند لاری چاری برابرول ؤ دی ته یی بایړ چی غاړه ایښی وای

نو د مزاحمت او ددغه کار د مخنیوی هڅی یی پیل کړی او تر پایه یی ددغه مذاکراتو د مخنیوی په نتیجه کی ؤ چی دغه مسائل را مینځ شول . او وروسته هم ! زه ګمان کوم چی دابه ډیرساده توب وی چی وویل شی طالبان په خپلومټو او اراده راغلل او په خپله ارده کار کوی ! که څه هم ددی سره سره چی ټول هغه د فشار اهرامونه چی پاکستان په په خپل لاس کی درلودل  اویا یی  نور هیوادونه یی  په خپل لاس کی لری د افغان په جغرافیا کی کمزوری کیږی خو ددی سره سره فشار موجود دی چی دفشار په صورت کی جمهوریت یا پراخ بنسټه اووسیع حکومت رامینځ ته کول ډیره آسانه خبره ده .

نمونه یی همدغه د طالبانو حکومت هم چی کتل کیږی لویه بیلګه ده . سرپرستی په دی معنا چی ګورو د میدان برې پر دیپلماسې باندی له ورایه ښکاری . هغه میدان چی جنګیالیو پکی جګړی کولی اود طالب  مجاهدینوپه نوم یی د حکومت په وړاندی جګړه ترسره کوله دوی بریالی شول .دمثال په توګه د حقانی اوملا یعقوب  ډلی بریا اعلان کړه او حکومت یی جوړ کړ . خو داچی دغه حکومت پراخ بنسټه دی اوکه نه ؟زما په ګمان د پراخ بنسټه حکومت تصؤر او تفکر د بنسټونو او بنیادونو له شناخت سره تناسب لری . که چیری یوازی  قومیت ددغه حکومت بنسټ وی نو دغه حکومت هم پراخ بنسټه دی داځکه چی دافغانستان زیاتره قومونه لکه ازبک ، تاجیک ،پښتانه ټول پکی ځای لری .خود پراخ بنسټه حکومت معنی دا نه ده چی تاجیکان ، پښتانه ، هزاره ګان ،  ازبکان  او ښځې اونارینه دی د سړی پر سر په حکومت کی حضور ولری بلکه دپراخ بنسټه حکومت معنا داده چی په حکومت کی شامل کسان څومره د افغانستان ملی ګټو ، دینی او اسلامی ارزشونو  او په پای کی د انسان منافعو ته ژمن دی ! که چیری د پراخ بنسټه حکومت څخه هدف داوی چی یوازی په کیمی توګه یی د سړی د قومی هویت پر بنسټ پری حساب کړی  نو سره ددی چی په دی برخه کی هم څه نا څه ستونځی شته د مثال په توګه د یوی یوی کورنۍ دری یا څلور کسان په حکومت کی ګډون لری خو که چیری په رښتیا هم د دریو یا څلورو کسانو په وجود کی داسی اراده موجوده وی چی دانسان ، افغانستان او اسلام ګټی او ارزشونه د خدمت جوګه شی نو بیاخو داسی حضورهم بد نه دی . خو اصلی خبره داده چی داټول واړو سره د افغانستان ، اسلام او هیواد درد نشته نو طبیعی ده چی د انسان له درده هم نه دردیږی .        

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا