گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د امـریکایې جنرالانـــــو د ســولې؛ د افغـانـــانـــو د جـګړې هـــڅې !
د امـریکایې جنرالانـــــو د ســولې؛ د افغـانـــانـــو د جـګړې هـــڅې !

د امـریکایې جنرالانـــــو د ســولې؛ د افغـانـــانـــو د جـګړې هـــڅې !

په وروستیو وختونو کې د امریکایې جنرالانو له خولې اورو چې د افغانستان جګړه باید د سولې د لارې حل شی، د ناټو سر منشی ینس سټولټنبرګ په بروکسل غونډه (۱۱ جولای ۲۰۱۸) کې وویل چې د افغان جګړې حل د سولې د لارې غواړی.

په سعودې کې د علماوو د غونډې (۱۰ جولای ۲۰۱۸) اړوند د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس د سعودی له پاچا، ولیعد او د کعبې له امام څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې اړوند غونډې ته یې د مکې مکرمې او جدې ښار کې زمینه برابره کړه.واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز د جون میاشتې په وروستیو کې داسی لیکنې خپرې کړی چې د افغانستان جګړه امریکایان نه شی ګټلای، په کار ده چې امریکا او طالب د سولې مخامخ مذاکرات پېل کړی.داچې امریکایان د افغان کلتور او اسلامی تګلارو سره نا بلده دی، او افغان ملګری یې هم سمه لاره ورته نه ښیې، په لویه ستونزه کې ګیرپاتې دی.

اندونیزیا کېدعلماووغونډه مخکې له وخت څخه په افغانستان کې د امریکایې قواوو دعمومی قومندان جنرال جان نیکولسن د څرګندونو له امله بې تاثیره شوه،نیکولسن ترغونډې مخکې وویل چې پرطالبانوبه مذهبی، سیاسی،ټولنیزاوسیمئیز فشارراوړی چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښینی.

کابل کې دعلماووغونډه وشوه، او په اړه یې بېلابېلې څرګندونې وشوې، چاودنه وشوه،دګډوحکومت مشر،امریکا، ناټواوملګروملتونویې په اړه مثبت، طالبانو، دکابل دعلماوو رئیس اوځینونورویې په اړه منفی څرګندونې وکړی.

د سعودی عربستان جده او مکه مکرمه ښار کې د علماوو غونډې په لومړۍ ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هغه لیک په ټولنیزو رسنیو کې خپور چې د سعودی عربستان له پاچا، ولیعد او د کعبې له امام څخه یې مننه کړی وه، پرته له شک چې یاد لیک پر خپل ځای منفی تاثیرات درلودل.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جولای پر ۹مه ۲۰۱۸، وویل چې طالبان دی انتظار نه کوی چې امریکا به له افغانستان څخه ووځی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې او د امریکا د فاع وزیر لیک د جدې او مکې مکرمې تر غونډې یوه ورځ مخکې، اودعلماوو په غونډه کې په افغانستان کې د امریکایې پوځیانو شتون نالیدلی او په اړه یې هیڅ بحث نه کول، د امریکا او ملګرو هیوادونو لخوا په بمباردونو کې د ملکی خلکو وژنې نه یادول، دا هغه مسایل دی چې پوښتنې را پورته کوی.د امریکا دغه ډول کړنې، له اسلامی لارښوونو او افغان کلتور څخه نه پوهاوی، لا زیات کشران طالبان جګړې ته هڅوی، او د امریکا کړنې د سولې ضد هڅې بولی، بلکی کشران طالبان فکر کوی چې امریکا اصلاًسوله نه غواړی دجګړې ددوام لپاره تګلارې جوړوی.

داچې امریکا په افغانستان کې ۱۷ کاله جګړه کوی، اړینه ده چې د رسنیو استازی او علما ورڅخه پوښتنه وکړی چې دلته د کوم هدف لپاره یې پوځیان پراته ده، دوی څه غواړی او څه کوی، تر کوم وخت پوری به دلته جګړې ته دوام ورکوی.د امریکا ولس، د کانګرس غړی، امریکایې رسنۍ او امریکایې جنرالان منی چې افغان جګړه نه شی ګټلای، د ولس او کانګرس لخوا یې د امریکا پر حکومت فشار دی چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښینی، ولی ځینی افغانان؛ امریکایې سیاستوالو او جنرالانو ته وایې چې طالبان د ټرمپ د نظامی تګلارې له کبله ځپل شوې، پر طالبانو ټولنیز او مدنی فشار (پرلتونه او د سولې تر نوم لاندی ځینې حرکتونه، ټول نه)، مذهبی فشار (فتوی)، سیمئیز فشار ( له پاکستان سره اړیکې)، موږ (افغان چارواکی) د طالبانو له ځینو مشرانو سره اړیکه کې یو، هغوی به ډیر ژر له افغان حکومت سره مخامخ د سولې مذاکرات پېل کړی.

امریکایانو ته نن هغه څوک ډیرې کنځاوی، بد او رد وایې چې امریکانو ورته ډیر ډالر ورکړل، امریکا واک ته ورسول او د امریکایې ملاتړ له کبله یې نړیوال شهرت وموند. همدوی وو چې امریکایانو ته یې ناسم معلومات ورکول، امریکایان یې جګړې ته هڅول، کله چې امریکا ورڅخه خپل ملاتړ او پیسې قطع کړی، دوی د امریکا ضد خبرې پېل کړی.اوسنی ډیری چارواکې داسی دی لکه د امریکایانو ژباړونکی او عسکر، دوی هم راوړل شوې، واک ورته سپارل شوی، دلته د لیاقت او خدمت خبره نه ده، بلکې د امریکا د ګټو خبره ده، امریکا چې څه ورڅخه غواړی، امریکا چې کومه دنده ورته سپاری، همهغه کوی، او یو وخت چې پر دوی د امریکا ملاتړ او پیسې قطع شی، بیا به دوی هم امریکا ته تر بل هر چا ډیر ښکنځل کوی.په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکا لوی بمونه په افغان خاوره غورځار کړل، دلته یې جګړې وکړی، وژنې یې وکړی، خلک یې ونیول او بندیان کړل، کلی  یې ړنګ کړل، خلک یې د هیواد پریښودلو ته مجبور کړل، د جګړې معیارونه منفی لور ته بدل  شول، کلتور او مذهب ته سپکاوی وشو، امریکا او ملګرو هیوادونو پوځیانو یې خپل ټول نظامی زور و ازمایو، نتیجه څه شوه؟

۱۷ کلونه وروسته امریکایې جنرالان وایې چې امریکا – افغان جګړه نظامی حل نه لری، باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر شی.یوه لویه ستونزه دا هم ده چې دا مهال رسنۍ کنټرول شوې، راپورونه یې محدود شوې، د ازاد لیکوال او خبریال ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی، حقایق افغان او امریکایې ټولنې ته نه رسیږی.د شمال ټلوالې د مشرانو لخوا د لنډ مهاله حکومت ږغ، په شمال کې لاریونونه، د ګډ حکومت د لومړی مرستیال دوستم، استاد محقق او عطانور ګوت څنډنې، قومی او ژبنې تعصبونه، دا هرڅه د افغانستان په ګټه نه دی.دا چې امریکا له طالب سره مخامخ  خبرو ته نه کښینې او طالب له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښینی، ستونزه ده، ولی د ستونزې د حل لپاره باید کوشش وشی،

نه دا چې د جګړې د اوږدیدو له پاره هڅې وشی.په کار ده چې افغان ولس، د امریکا له ولس سره د دوی د پوځیانو په وتلو کې مرسته وکړی، د امریکایې پوځیانو جګړه له افغان ولس سره ده، له کومې ډلې او یا قبیلې سره نه ده،  له ولس سره جګړه پرته له شک څخه امریکا نه شی ګټلای، ښه به وی چې د جګړې د ختم لپاره ولسونه لاس په کار شی، او د جګړې د اوږدیدو دسیسې شنډې کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا