گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د امـریـکایـی پـوځیــانــو وتــــل او دافغــان سولې نوی فرصــتونه !
د امـریـکایـی پـوځیــانــو وتــــل  او دافغــان سولې نوی فرصــتونه !

د امـریـکایـی پـوځیــانــو وتــــل او دافغــان سولې نوی فرصــتونه !

The YouTube ID of Insert video URL or ID here is invalid. له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازی د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګری وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

ښه ده چې طالب د افغان ولس له ادرسه له امریکا او نړیوالو سره خبرې وکړی، نه یوازی د طالب له ادرسه؛ د دوی راتلونکی له داسی برخلیک سره مخ کولای شی، لکه د ځینو نورو ګوندونو کړنې او جوړښتونه. مهمه دا ده چې له یوه ادرسه د افغانانو په استازیتوب خبرې وشی چې نن طالب په دغه موقف کې دی. ډاکټر خلیلزاد یوه کورنی ټلویزون سره مرکه کې ویلی چې د طالبانو سرې کرښې د بهرنیو پوځیانو وتل او د امریکا سرې کرښې له افغانستان څخه بیا ځل نه تهدید دی. طالبانو په ډیر روښانه ډول ویلی او وایی چې ګاونډیو، امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو ته به له افغانستان څخه کوم تهدید او خطر متوجه نه وی.امریکا چې لا هم فکر  کوی، طالبان به نرمښت وښیی، او یا دا چې ځینو هیوادونو امریکایانو ته ورته ژمنې ورکړی، که د طالبانو په هره کچه او هره مرکچې ډله له امریکایې هیئت سره مخ کیږی، بیا هم د طالبانو غوښتنه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وی.او دا د مذاکراتو د پرمختګ لپاره عقلانی او رښتونی غوښتنه هم ده. که امریکا  په سېمه کې د خپلو پوځیانو شتون غواړی، په دی معنی ده چې امریکا په سېمه کې نا  امنی غواړی، پرته له شکه، د امریکایې پوځیانو د شتون له  امله به افغانستان کې نور د امریکا د ګټو مخالف هیوادونه لاسوهنې کوی، او نا امنی به جریان پیدا کوی. دغه تحلیل اوس ډېره حقیقی بڼه غوره کړې. کله چې په افغانستان کې د امریکا د پوځی شتون په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې وینو، ګومان نه کېږی چې د اوږدمهاله پوځی شتون په صورت کې به دوی خاموشه پاتې شی. که امریکا  او ملاتړی هیوادونه یې، بیا ځل د مری – اسلام اباد تر خبرو وروسته؛ ناکامه تجربه باندی فکر  کوی، چې په ترڅ کې یې د طالبانو مخکېنی مشر منصور صاحب قربانی شو، نه یوازی د سولې خبرې به ټکنۍ شی، بلکې د ماسکو فورمټ محور لړۍ به لا زیاته قوی، او طالبان به لا زیات جګړې ته مجبوره کیږی.افغان دولت، امریکا او طالبانو ته په کار ده چې د سولې هڅې کوونکو  نا پېیلو افغانانو  سره لا زیاتی مشورې وکړی، هغوی ته تهدید او د هڅو مخه نیول یې هیڅ لوری ته ګټه نه لری.د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو کې پر امریکا / ناټو فشار شتون ولری، په کار ده چې د ماسکو فورمټ غونډو لړۍ دوام وکړی، قوی شی،

همدارنګه د  سولې مذاکراتو محورې کېدل او له پاشلو هڅو یې مخنیوی وشی. ماسکو فورمټ هغه د فشار ټکی دی چې ښایی امریکایان مذاکراتو کې ډېر نرمښت ته اړباسی. که خلیلزاد غواړی چې د سولې هڅې یې منفی ونه ارزول شی، ښه ده چې د افغان – امریکایی پوهنتون بندی استادانو تبادله باندی له طالبانو سره توافق ته ورسیږی.  امریکا او ورسره ملګری هیوادونه (د افغان حکومت په شمول) فکر کوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندی سېمو کې د ملکی خلکو وژنې او پر کورونو بمبارد  پر طالبانو فشار دی، ولی نتیجه یې کاملاً سرچپه ده، په سېمو کې د امریکا د یاد جنایت له امله لا زیات ځوانان د طالبانو سره ملګری کیږی.پاکستان پر افغانستان د امریکا د برید له امله هم له امریکا / ناټو څخه ډیر امتیازات واخیستل، اوس غواړی چې د افغان سولې برخه  کې له امریکا / ناټو، طالبانو، افغان حکومت او سېمې هیوادونو څخه امتیازات واخلی، جدی غور په کار دی چې څه ډول د پاکستان د ډیر امتیاز مخه د ښکېلو هیوادونو او ډلو لخوا ونیول شی.طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ ناستې اړوند شرایط وړاندی کړل، چې افغان حکومت دی له امریکا سره د امنیتی تړون لغوه کیدو اعلان  او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړی.دا چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو پر لارو فکر کوی، او کله چې امریکا د وتلو تیاری نیسی، امنیتی تړون هم کوم ارزښت بیا نه لری، که افغان حکومت یې په اړه غور وکړی، سولې ته د رسېدو لاره لنډیږی.دا خبره واضح کول په کار ده چې طالبانو د افغان حکومت له مهمو چارواکو سره د ښه نیت لېدنې ځینې وختونه شوې، خو د پرمختګ پر ځای لا زیات خنډونه پیدا شوی، او د لیدنو څخه منفی ګټه پورته شوې، او لا زیات پر طالبانو د فشار هڅې شوې.په کور دننه د سیاسی ګوندونو د یووالی هڅې روانې دی، چې د طالبانو په وړاندی ګډ دریځ ولری، که د مثبت فکر لپاره دا کار وشی؛ ښه ده، او که له طالبانو سره د مقابلې او خپلو شخصی ګټو په موخه وی،  افغان ولس هر وخت د دوی د ګټو قربانی شوی.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړه چې له افغانستان څخه به د دوی نیمایې پوځیان دوو میاشتو کې باسی، د دفاع وزیر مټیس د استعفی یو له نورو لاملونو ګڼل کیږی، همدارنګه ټرمپ د دې مهې پریکړی اړوند له ناټو هیوادونو او اروپایې ټولنې سره هم سلا او مشوره ونه کړه، چې کیدای شی د ناټو غړی هیوادونه هم ماڼیجن او د ورته یوې پریکړې لپاره فکر وکړی.ځینې اندیښنې شته چې قطر هیواد اړیکې به له طالبانو سره په اماراتو کې د وروستۍ غونډې له امله کم رنګه شی، ولی طالبانو د خپل ښه ملګرتوب ازموینه د خپل نظام او په تیرو ۱۷ کلونو کې ورکړی، فکر کوم چې د غونډې اړوند د قطر هیواد رضایت به اخیستل شوی هم وی.موږ سوله د جګړې د ختم او هر افغان ته د سولې او امن  لپاره غواړو، طالبانو ته په کار ده، که امریکایې پوځیان له افغانستان څخه وځی، خپلو سیاسی او نظامی رقیبانو ته څه ډول د ګډوډۍ او غچ اخیستنی څخه د مخنیوی ډاډ ورکولای شی.

او بیا ځل وسلوالې ډلې د خپلو شرایطو پر بناء د  مجبوریت له امله جګړې کولو ته مخه نه کړی.په کار ده چې افغانستان د نړیوالو لخوا بیا ځل هیر نه شی، او که امریکا پلان لری چې له افغانانو خپل غچ واخلی، نو کورنۍ جګړې ته به لمن ووهی، د مخنیوی لپاره یې تر ټولو ستر مسؤلیت طالب، افغان سیاستوال او په ټوله کې افغان ولس ته راجع کیږی.په دی حساس وخت کې د طالب هره څرګندونه  او کړنه باید په حساب وی، د دوی څرګندونو ته په کور دننه او بهر ټول متوجه دی، باید په خپلو څرګندونو کې سولې ته رسیدو، او ولسونو ته ډاډګیرنه ولری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا