گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ارواښادمیرویس ظاهر جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه
د ارواښادمیرویس ظاهر جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه

د ارواښادمیرویس ظاهر جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه

د پخوانی ټولواک ارواښاد محمد ظاهرشاه د زوی میرویس ظاهر جنازه د کابل په مرجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. میرویس ظاهر پرون د ۶۶ کلونو په عمر په کابل کې ومړهغه یو نرم، زغم لرونکی او وطن پال شخصت وو او په وطن کې د خدمت کولو هيله یې په زړه کې لرله.

میرویس ظاهر د محمد داوود خان په مشرۍ د ۱۳۵۲ کال له کودتا وروسته له افغانستانه ولاړ او په ۱۳۸۱ کال کې له خپل پلار محمد ظاهر شاه سره هېواد ته راستون شو. د افغانستان سرپرست حکومت سیاسی کمیسیون ، د شهید مولوی نصرالله منصور ځای ناستی او د افغنستان او داسلامی امارت  د افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون غړي  الحاج عبدالرحمن منصور منصورهم په خپل پیغام کی خدای بښلی میرویس ظاهر په هیواد مین شخصیت او بی ریأ شخصیت بللی دی، همداشان  پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ارواښاد میرویس ظاهر یو پر هیواد مین ، حلیم او خیرخواه شخصیت بللی دی او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د میرویس ظاهر له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د هغه مړینه یې یوه ضایعه بللې ده.که څه هم دهغه  هغه پخوا کومه وژونکی ناروغی نه درلوده نوځکه یی مړۍ د پلټنو په موخه د کابل عدلی طب ته لیږدول شوی ؤ او تراوسه یی د مړیني اصلی علت څرګند نه دی دنواندیشی تربیون او سرپرست یی د ارواښاد میرویس ظاهر مړینه د هیواد او دافغانستان د مظلوم اولس لپاره یوه ضائعه بولی له خدای ج ورته فردوس جنت او کورنی او خواخوږو ته یی دزړه صبر غواړو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا