گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دآریوب غمیزه اومظلوم شهیدان!
دآریوب غمیزه اومظلوم شهیدان!

دآریوب غمیزه اومظلوم شهیدان!

کلک باور لرو چی له ډیری مودی را پدی خوا د افغانستان قسم خوړلیو دښمنانو زموږ د هیواد ملی وحدت او ملی شیرازه  په نښه کړی ده . داسی چی لومړی یی د ملی یووالی مرغلره د نفرتونو او کینوله نا پاکو اوبو  ډکه کړی او بیا یی ددغه ټاټوبی بچیانو ته د هغی خورولو دنده سپارلی ده ترڅو د نفرت په تیاره کی ددغه هیواد ټول شریف قومونه او مذهب پاله اولسونه دیوه او بل پر وړاندی خپل ملی ځواک د چاړی په څیر وکاروی

او په دمه دمه دغه د ملی یووالی مرغلره چی په افغانستان کی د وروڼو قومونو او مذهبونو په سرښندنه او یووالی دتاریخ په اوږده پړآؤ کی ساتل شوی ده چاوده او له مینځه یوسی ! دهیواد دښمنان خپله دغه ناوړه اجندأ او ملت وژنه  په راز راز او خونړیو چلونو او تاکتیکونو چی زیاتره یی ددغه میړنی اولس له فقراو بیسوادې څخه پر ناوړه استفاده ولاړاوزیاتره ددغو وروڼو قومونو ترمینځ زهر جن تبلیغات خپرول دوژلو ددغه ناولی پروژی یوه لویه برخه جوړوی

او داسی انګیرل کیږی چی ګنی یوازی یو قوم او یو ټبر ددغه ظلمونو ښکار دی خو حقیقت دادی چی زموږ د ګلالی هیواد افغانستان دښمنانو د افغانستان دلرغونی  هیواد ټول وګړی په هر قوم ، ټبر او مذهب پوری چی تړاؤ لری له تبعیض پرته یی  په نښه کړی دی . چی تازه بیلګه یی په  آریوب ځاځیوکی د بهرنیو ځواکونوله لوری  په ړندو بمباریو کی د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوی بی ګناه کورنی د اوو کسانو مظلومانه وژل ؤ چی ؤ چی ددغه بشری ضد جنایت  د غندلو او غبرګون په موخه د پکتیا ولایت د ځاځی اریوب ګڼ شمېر اوسېدونکو په دغې ولسوالۍ کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو  وایل  چې د شبنې په ورځ د دغې ولسوالی په علی خېلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې اووه ملکی وګړی وژل شوی دی.د دوی له ډلې حاجی عبدالله پژواک خبری آژانس ته  وویل، دا څووم ځل دی چې بهرنی ځواکونه ملکی خلک په نښه کوی چې باید د دې کار مخنیوى وشی.دی وایی: «عام بې ګناه خلک ولې ووژل شی، دښمن معلوم دی او ځایونه یې معلوم دی، ړندې بمبارۍ چې عام خلک په کې شهیدانېږی د خلکو له غوسه کولو او راپارولو پرته بل څه نه دی.»د علی خېلو سیمې اوسېدونکی ناصرهم همدغه آژانس ته  وویل  چې په وژل شویو کې یو ماشوم، درې ښځې او درې سړی دی.نوموړی د سیمه ییزو چارواکو هغه خبرې هم ردوی،

چې وایی په دغو بریدونو کې مشکوک وسله وال هم وژل شوی دی.نوموړی وویل:« د دې ځواب څوک وایی، د دې کورنیو او خلکو ته څوک څه ځواب ورکوی، لعنت پر بهرنیانو چې تل یې موږ ته غمونه راوړی دی » هیله ده د افغانستان د بی خبره اداری چارواکی به که له دغه فاجعی خبروی ددا شانی ملکی وګړو له مرګ او ژوبلی مخنیوی وکړی موږ ددغه خونړې  فاجعی شهیدانو او قربانیانو ته جنتونه غواړو .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا