گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داســـــعاری زېرمــــــــوله ازادېــــــدو پـــــــرته لارې چــــارِی
داســـــعاری زېرمــــــــوله ازادېــــــدو پـــــــرته لارې چــــارِی

داســـــعاری زېرمــــــــوله ازادېــــــدو پـــــــرته لارې چــــارِی

بهرنیو اسعارو زیرمې د هر ملت هغه شتمنۍ ده چې د مرکزی بانک لخوا د بهرنیو اسعارو په شکل کې ساتل کیږی.  په دغو زیرمو کې بانک نوټونه،  بانډونه او نور دولتی ضمانتونه شامل دی.  دغه شتمنۍ ډیری ستونځې پوره کوی مګر  د پام وړ ستونځه  یې ډاډ ترلاسه کول دی چې مرکزی بانک دومره پولی ملاتړ لری چې که چیرې د دوی ملی اسعار په چټکۍ سره ارزښت له لاسه ورکوی یا هم پولی بحران رامنځ ته کیږی، نو مرکزی بانک د بهرنیو اسعارو په شکل کې د ستونځې د حل لپاره ملاتړ لری په عمومی ډول، د بهرنیو اسعارو رسمی زیرمې عموماً د لاندې اهدافو لپاره  ساتل کیږی؛

الف-  د پولی او تبادلې نرخ د مدیریت لپاره، په اقتصادی تګلارو کې ملاتړ او باور ساتلو لپاره او د ملی  اسعارو په ملاتړ کې د مداخلې د وړتیا ښودلو لپاره.

ب-   بازارونو ته د باور د کچې چمتو کول چې  دغه هیواد کولی شی خپل بهرنی مکلفیتونه پوره کړی  ج-  د بهرنیو اسعارو په مرسته د کورنی پیسو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره.د-   د بهرنیو اسعاری اړتیاوو، د بهرنیو پورونو او نړیوالو مکلفیتونو په پوره کولو کې له دولت سره مرسته کول؛  د ملی آفتونو یا بیړنیو پیښو په وړاندې د مبارزې د وړتیا د څرګندولو لپاره.په نړیواله کچه معمول دی چې  مرکزی بانک  په بهرنیو اسعارو کې د پام وړ زیرمې ساتی . د دې زیرمو ډیری برخه په متحده ایالاتو کې د ډالرو په شکل کې ساتل کیږی ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو زیات کاریدونکی اسعار دیپه نړۍ کې د بهرنیو اسعارو تر ټولو لوی سترې اسعاری زیرمې د چین دی. دغه هېواد د ۳ ټریلیون ډالرو څخه ډیرې شتمنۍ په بهرنیو اسعارو کې لری.  چاپان سویس روسیه او سعودی عربستان بالترتیب دوهم دریم څلورم او پنځم هیوادونه دی چې ډیرې اسعاری زیرمې لرى. د دوی ډیری زیرمې په امریکایی ډالرو کې ساتل کیږی. لامل یې هم داده چې ډیرى نړیواله سوداګری په امریکایی ډالرو باندې د تر سره کیدو له امله پیر او پلور پروسه اسانه کوی.د افغانستان د اسلامی امارت لخوا په امریکا کې د تقریباً لس ملیارده ډالرو کنګل شویو زیرمو د ازادولو لپاره په مسلسله توګه هلې ځلې روانې دی او امریکا په پرله پسې ډول د دغو زېرمو له ازاده کولو څخه انکار کوی. داسمه ده چې کنګل شوی پولی زیرمې د افغانستان ملکیت دى او اختیار یې هم باید د افغانانو په لاس کې وی. البته دلته ځینې قانونی  او سیاسی خنډونه شته چې ممکن د اسلامی امارت له بار بار غوښتنې سره سره هم کیداى شی دغه پیسې ټولې د افغانستان اسلامی امارت ته ورنکړل شی. بله مهمه خبره دا ده چې ددغو زیرمو مصرفول او د بیرته پوره کولو لپاره د امکاناتو نشتون به د اقتصادی بحران په مخنیوی کې د مرستې په پرتله به په تدریجی ډول د افغانۍ ارزښت د بایللو له امله زموږ تیت او پاشلی اقتصادی نظام ته نه جبرانېدونکې زیانونه واړوی.د دې لپاره چې افغانستان د خپل پولی ارزښت د ساتلو لپاره نورې سرچینې کمې او یا یې هم نه درلودې، نو یوازنى لاره یې ازاد بازار ته له اسعاری زېرمو څخه د یوه اندازه بهرنیو اسعارو وړاندی کولو له لارې د افغانیو ارزښت ساتل کیده، خو بیا هم په زیرمو کې همدغه کموالى  د بهرنیو هیوادونو د مالی مرستو په مټ بیرته پوره کیده. کنګل شوې زیرمې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره حیاتی اړتیا ګڼل کېږی.اوس چې موږ لګښتونه لرو خو بهرنۍ مرستې د صفر کچې ته راښکته شوې دی او کمبود بیرته نشو پوره کولاى، نو که همدغه زېرمې وکارول شی د افغانى ارزښت به ورځ تربلې د اوس په پرتله لانور هم کمېږی او له یوه نوی نسبتاً خطرناک اقتصادی ناورین سره مخ کیږو. یو کال وروسته به شاید دغه زېرمې ختمې وی او افغانۍ به د کاغذ اهمیت هم ونلری.په نړیواله کچه د افغانستان د اقتصادی بحران د مخنیوی په برخه کې د ملګرو ملتونو، قطر، د ځینې اوروپایی هېوادونو او سره صلیب د بنسټ هڅې او سپارښتنې د ستایلو وړ دی. هغوى له تیرو دریو میاشتو راپدیخوا نړیوالې ټولنې ته په مسلسله توګه سپارښتنه کوی چې د افغانستان د اقتصادی نظام ړنګون به د سترې فاجعې د رامنځته کېدو لامل وګرزی. متاسفانه تر اوسه داسې ښکاری چې امریکا سیاست او انسانیت سره ګډوی، د سیاسی موخو لپاره د بشری ناورین په مخنیوی کې څومره چې اړتیا ده هڅه نه کوی.د کنګل شویو زیرمو د ازادیدو له غوښتنې سربېره بهتره به دا وی چې په حکومتی جوړښت ستر بدلون راشی سکتوری وزارتونه اهل او مسلکی پاکو کادرونو ته وسپارل شی تر څو هغوى وکولاى شی نړیوالې مرستې جلب کړی. د مشترکو اندېښنو پربنسټ له ملګرو ملتونو سره صلیب او نورو نړیوالو سره ګډ کار وشی چې څنګه کولاى شو د افغانستان د اقتصادی نظام د احتمالی نړیدو له امله د داسې بشری فاجعې مخه مخکې له وقوع څخه ونیسو چې وروسته به یې نه یوازې اسلامی امارت بلکې ټوله نړۍ د مدیریت وړتیا ونلری.  که افغانستان ته د پیسو په لیږد باندی بندیز لرې شو، اقتصادی راکړه ورکړه صورت نیسی بانکی سیستم له نسکورېدو څخه ژغورل کیږی. په بانکى نظام باندی د خلکو د باور کچه بیرته لوړیږی.سپارښتنه مو داده چې په بهرنی سیاست کې د متمائلو تګلارو او انعطاف ښودلو په مرسته اسلامی امارت له پورته یادو هیوادونو او بنسټونو له سپارښتنو سره خپل غږ مل کړی او په کورنئ برخه کې په ګمرکی تعرفو له بدلون سره سره د مختلفو کورنیو عائداتی سرچینو په ځانګړی توګه د معدنونو په تړونونه کې د روڼتیا راوستلو، په لګښتونو کې د سپما کولو او له بهرنی نړۍ څخه د مرستو ترلاسه کولو لپاره د پراخ اغیزمن او پیاوړی کمپاین کولو له لارې خپل کورنی عادی ملی اړتیا او د پرمختیایی پروژو لګښتونه پوره کړی. دغه کار هغه مهال په اغیزمنه توګه ممکن دى چې د اقتصادی برخې په ګډون په ټولومسلکی برخوکې اهل په دندووګمارل شی اوپه خپلو کارونو کې بشپړ واک ولری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا