گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دجنرال رحــمانی آس دپارلمـــان دریأ ست دکرسی تردائری و رسید.!
دجنرال رحــمانی آس دپارلمـــان دریأ ست دکرسی تردائری و رسید.!

دجنرال رحــمانی آس دپارلمـــان دریأ ست دکرسی تردائری و رسید.!

یوځل بیاهم کله چی دتیری پنجشنبی په ورځ د افغانستان د ولسی طویلې یا پارلمان د څلورو لوبغاړو هریوه له خوست څخه استازی کمال خان  ناصر اصولی ، له ننګرهار څخه میرویس خان  یاسینی ، له پروان څخه میر رحمن خان رحمانی همدا شان له هرات څخه عمرخان  نصیر مجددی خپل آسونه د حلال دائری ته ونه رسول

او لوبه به نن دشنبی په  ورځ د خوستی استازی کمال خان ناصر اصولی او د پروانی پهلوان میررحمن خان رحمانی چی دواړو دنورو دوو چپاندازانو په پرتله زیاتی رأی تر لاسه کړی وی پیل کیږی

چی د وعدی سره سم لوبه نن شنبه د  کال ۲۰۱۹ د می ۱۸د ولسی جرګی په تالار یا لوبغالی کی پیل شوه   دنن ورځی په ټاکنو کی میررحمن رحمانی چی دپروان ولایت یوه مافیائی څیره وه ۱۲۳ څوکې او کمال ناصر اصولی هم د خوستی آس پر سورلۍ ۵۵ رائ ترلاسه کړی خو د یوه پټ جوړ جاړی  وروسته په داسی حال کی چی د ددغه څوکې د ترلاسه کولو لپاره ۱۲۴ رایو ته اړتیاوه د ولس د طویلی د لنډ مهاله  مشر  که څه هم ویل کیدل پخوانی جنرال  میر رحمن رحمانی د پروان ولایت استازی چی له پخوانی شوروی اتحاد څخه د پوځی زده کړو دیپلوم په لاس کی لری او په وسله وال پوځ کی یی  د جنرالی تر کچی دنده ترسره کړی ده اواوس مهال د بګرام دخلکو دټولنیزی شورا مشری هم په غاړه لری اوپخوادسوداګری په چاروکی دپراخی تجربی په لرلود پروان ولایت دسوداګرۍ

سوداګرۍ دخونود رئیس په توګه هم پاته شوی دی د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو ونه توانیږی د پارلمان د ټاکلی نصاب څخه ۵۱ جمع یو رایه چی ۱۲۴ را یو ته اړتیا لری خپله کړی خو د افغانستان په ځانګړی توګه د پارلمان وضعیت او آچول شویو ۵۳ باطلو او ۱۳ سپینو رایو ته په کتود جرګی لنډ مهال مشر ښاغلی دهقان له لوری جنرال میررحمن رحمانی د ولسی جرګی دبل نوی بریالی شوی استازی محمد اجمل رحمانی پلار چی د پوځی دندو ترڅنګ یی د سوداګری او له امریکائی قواؤ سره د معاملاتو او ګډ اقتصادی راکړه ورکړی بازار تود ساتلی دی د ولسی جرګی د نوی رئیس په توګه اعلام شو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا