گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دآزادی عصـــــــــــــــــــــــــــــر !
دآزادی عصـــــــــــــــــــــــــــــر !

دآزادی عصـــــــــــــــــــــــــــــر !

د غوره کوؤنکی یادونه :  درندو او معززو هیوادوالو خویندو وروڼو بیا می هم درناوی ومنئ !دا دې نن می بیا دافغانستان دخپلواکی د(۱۰۱)  کلیزې په مناسبت دا لاندی نظم دتاسی سره شریکوم ، هیله ده خپله وطنی او ملی تنده مو پری ماته شی او خوند تری واخلئ :دا نظم دننه څخه پنځه شیپته کاله مخکی لوی استاد (استاد خادم بابا) په خپل قلم ښکلی کړی په مینه یی ولولئ . 

وخت د سیالې دی یو تر بل سیالې قومونه کوی

دآزادی په وزر الوزی سیلونه کــــــــــــــــــــــــوی

دآتنی دآزادۍ نه اروپا شوه پــــــــــــــــیــــــــــدا

دتاریخ علم مونږ ته داسی بیانو نــــــــــــــه کوی

داروپا نه امریکا او روسیه شوه ظـــــــــــــــــــهور

اوس دآدم په نسل دا دواړه فـــــخرونه کـــــــــوی

ترقې هومره وی چی څو مره آزادی وی چیــــری

زر به سقوط وکــــی چی څوک جبر و ظلمونه کوی

قلم فشار نه منی علم آزادی غواړی تـــــــــــــــل

لکه د وړانګو تقاضا چی سره ګـــــــــــلونه کوی

د ترقئ طالبه ځه اول کتاب وګـــــــــــــــــــــــــوره

څوک چی قلم نه منی خوشی نور  فکرونه کـــوی

دنیا دهغو ده چی ځان سره انسان ومنــــــــــــی

په دې نظام باندی ګردش ټولو آسمانونه کــــــــوی

دقــــام لیډره پاڅـــــه قام ته دې خدمت وکه نن

ستا په وطن باندی افسوس واړه قومونه کــــــــوی

په سرو ا وسپینو ددنیا کښی راحت څه غواړی څوک

خوښې د هغو ده چی قام تــــــــه خدمتونه کـــوی

هند و ایران و امریکه او روسیه و ګـــــــــــــــــــــــوره

قومونو څه وکړه او څه ډول کارونه کــــــــــــــــــــوی

بادارې پریږده ، ملکې خوشی چټې و ګـــــــــــــڼه

دقوم پلاره هغه کړه چی یی پــــــــــلرونه کـــــــوی

په مینه ټینګ دی نه په ډار ، دکائناتو نـــــــــــــــظام

چی څوک سختی کوی نفرت ورنه خپل وروڼــــه کوی

دنیا تبدیله شــــــــوه قانـــــــــــــــون د دنیا واوښتلو

آرمان به وکا چی په سپیــــــنه ورځ خو بـــــونه کوی

ښکلی شهرت محبوبیت پــــــــــــه پیسه مـه بدلوه

ځوانی تیریږی بقاء کله دا عمـــــــرونه کــــــــــــــوی

صحیح شوری ، صحیح قانون صحیح نظام کړه پیدا

پریږده عالم پریږده کاسب چی خپل کــــارونه کویزړه  دزره کښې په قــــــــــــوت دآزادئ شـــو درون

نن بشر کله خوشې خوشې تقلیدونه کـــــــــــوی

قومونه ځانه ته په خوښې خپل حکومت جوړوی

بیا دملت په رضاء کار حکـــــــــومتونه کــــــــــــــوی

(خادمه) لوړ به په دنیا شو که اســـــــلام ومـــــنو

بی له غرضه په رښتیا دغه نــــــــــــــــظام ومنــو

         نــــــنــــــــګــــرهــــــــــار ۱۳۲۹ کال

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا