گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د بصارت اوبصیرت ترمینځ توپیر!
د بصارت اوبصیرت ترمینځ توپیر!

د بصارت اوبصیرت ترمینځ توپیر!

مغل پاچا اکبر د بیربل په نوم وزیر درلود،یوه ورځ یې پاچا ته وویل چې په ۱۰۰ کسانو کې ۹۹ کسان ړانده دی.پاچا د وزیر پر دغه خبره حیران او سخت په قهر شو اوامر یې وکړ چې دغه خبره ثابته کړه،که ثابته دې نه کړه،نو د سزا لپاره تیار شه،بیربل ورته وویل چېپاچا سلامت امر مو پرځای کیږی..په دویمه ورځ سهار وختی بیربل په عامه لار کې ناست و اود خوب کټ یې جوړاوه.یوکس یې ددې لپاره کښینولی و،ترڅو یود ړندواوبل دلیدونکولست برابر

کړی.یو کس راغی او بیربل ته یې وویل چې څه کوی؟بیربل د ځواب ورکولو وړاندې خپل کس ته وویل چې نوم یې د ړاندو په لیست کې وه لیکئ.بیا یې په ځواب کې ورته وویل چې کټ جوړوم.په همدې توګه خلک راتلل،له بیربل څخه به یې پوښتنه کوله چې څه جوړوی او د ړاندو په لیست کې به یې نوم لیکل کیده.دغه مهال شاهی قافله تېریده،پاچا د بیربل په لیدو وپوښتل چې څه کوی؟ د بیربل کس د بیربل په امر د پاچا نوم هم د ړاندو په لیست کې اضافه کړ.دغه مهال یو بل کس راغی او له بیربل څخه یې وپوښتل چې خېر خو دی بیربله دا کټ د څه لپاره جوړوی؟بیربل د خپل کس پر لور مخ واړوه او ورته یې وویل چې د ده نوم د لیدونکو په لیست کې وه لیکئ.بیا یې د پاچا پر لور مخ ورواړوه او ورته یې وویل چې پاچا سلامت،که سر ته مې خېر اوسی،نو تاسو لیست ته وګورئ او خپل نوم به هم په کې پیدا کړی،دا ځکه چې ټولو خلکو لیدم چې کټ جوړوم،خو پخپل بصارت یې پوره باور نه درلود،ګویا ړانده وو،ځکه یې له ما پوښتل چې څه کوم.په دوی کې یو کس داسې راغی چې پر خپل بصارت یې پوره باور درلود نو ځکه یې له ما تصدیق نه غوښت،بلکې د کټ د جوړولو د لامل پوښتنه یې وکړه…هدف دا دی چې یوه پېښه هر سړی ګوری،خو د پېښې شاته حقیقتونه هر چا ته نه معلومیږی،دغه مهال ډېر کم خلک دی چې یقینا خدای ج ورته له بصارت سره،سره بصیرت هم پیرزو کړی دی…

د ژباړونکی یادونه : دغه کیسه له خارجی منابعو څخه را ژباړل شوی ده  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا