گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د بینین سیوان وروستنۍ څرګندونی دتاریخی واقیعتونو په هنداره کی!
د بینین سیوان وروستنۍ څرګندونی دتاریخی واقیعتونو په هنداره کی!

د بینین سیوان وروستنۍ څرګندونی دتاریخی واقیعتونو په هنداره کی!

د روان سیاسی او امنیتی وضعیت په تړاو د بینن سیوان وروستیو څرګندونوزمونږ زمونږ د ولس اندېښنې راوپارولې دی او د خپل هېواد د راتلونکی په اړه اندېښنه کول یقیناً زمونږ د ولس د ویښتابه نښه او د خوښئ خبره ده. زه له هغه وخته راپدېخوا بینن سیوان پیژنم چې د افغانستان لپاره د ملګرو لخوا د استازی په توګه وګمارل شو. هغه مهال مې ورسره د افغانستان د ستونځې د حل په ګڼو ناستې ګډون کړې دى. تفصیل ته نه ځم. یوازې دومره غواړم ووایم چې هغه مهال به هم نوموړی کله کله پارونکې څرګندونې کولې.

د بیلګی په توګه نوموړی غالباً په روم کې له پخوانی پاچا  محمدظاهر شا سره له لیدو وروسته رسنیو ته د خبرو پرمهال ویلی وه چې افغانستان د ټوټه ټوټه کیدو په غاړه پروت دى.کله چې پاکستان ته راغى په یوه ناسته کې چې ما یې د ژباړې دنده ترسره کوله د حرکت انقلاب اسلامی نوموتی مشر شهید مولوی نصرالله منصور بینن سیوان ته په خطاب کې وویل؛”مونږ ستاسو دندې ته په درنه سترګه ګورو او پوهیږو چې ستاسو دنده د افغانستان شخړې ته د حل جامع لاره موندل دی. ګواښونه کول، د افغانانو ذهنیت خرابول او زمونږ د هیواد د تجزیه کیدو تبلیغات ستاسو په دندو کې نه راځی”بینن سیوان د دغې ژمنې ترڅنګ چې په راتلونکې کې به دغه کار نه تکراروی، داهم وویل  چې؛ پرون له کابل څخه پیښور ته له راتلو یو ساعت وروسته د امنیتی وضعیت د ترینګلتیا له امله د نجیب بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ورته تلیفون وکړ چې په کابل کې وضعیت ښه نه ده. د سلا مشورو لپاره تاسو بیرته کابل ته راوګرزئ. د بینن سیوان په خبره کله چې نوموړئ کابل کې د وطن ګوند په مرکزی کمیټه کې ناسته کې د ګډون لپاره ورغى، نو د ناوړه پیښې د مخنیوی لپاره ځانګړی امنیتی ګامونه اخیستل شوی وو، د معمول په خلاف  د امنیت د کوم ځانګړی ریاست کسان بهر ولاړ وه او په ناسته کې د خبرو او الفاظو له کارولو څخه داسې ښکاریده چې شرائط له معمول څخه ورهاخوا ستونځمن دی.بینن سیوان  په عراق کې د “تیل یوازې د خوراک او ولسی ژوند ژغورلو لپاره” تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د مامور په توګه په لوړه کچه فساد کې ښکېل او د محکمې لخوا ککړ وګڼل شو.
خبرې یې دومره معیاری هم نه دی چې مونږ  وارخطا کړی. د نجیب او غنی دواړو حکومتونو  د قسماً ښکېل او عینی شاهد په توګه د خپلو مطالعاتو او مشاهداتو په رڼا کې په شبهاتونه او توپیرونو باندی لیکنه کوم او نور قضاوت خپل ولس ته پریږدم.د وطن په ګوندی جوړښتونو کې اختلافات د ژبنی چټل تعصب پر بنسټ اوج ته رسېدلې وه او عملاً په رسمی ناستو کې د هیواد د تجزیې او شمال ته د پلازمېنې د انتقال په غوښتنو او مخالفت کې څرګندونې، د مجاهدینو له مختلفو ډلو سره اړیکې نیول کیدې او تر ټولو مهمه دا چې په شمال کې د روسیې تر حمایت او مسکو میشتو کمونستانو په نوښت دوستم  دیته وهڅاوه چې د عمل په ډګر کې لاس په کار شی په شمال کې د نجیب ګمارنې یې وننګوی او داسې نور خوځښتونه وکړی چې له حکومت څخه ځان جدا وښئې.دا هم واقعیت ده چې په اوسنی حکومت هم اختلافات شتون لرى، ولسمشر ډیرې ښې وړتیاوې لری خو د واک مینې په نفسیاتی رنځ اخته کړى دى. د سولې لپاره رغنده د عمل وړ په عینی حقایقو ولاړ وړاندیز نشی کولاى او د سیاسی اجماع هیڅ ډول څرک نه لګیږی، خو بیاهم د حکومت ترمنځ د اختلاف کچه ښکته ده. زما په آند اوسنى وضعیت د وخامت ګراف د نجیب د حکومت کچې ته نه ده رسیدلى. البته د فاریاب ستونځه که څوک تکرار ګڼی، قیاس به یې توپیرونه ولری.د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته د جینوا د هوکړې پاکستان  خپلې ژمنې ماتې کړې. مجاهدینو د جګړو کچه لوړه کړه او نجیب هم په لمړی سر د واک پریښودلو ته په ذهنی توګه تیارى نه درلوده.  اوس مونږ هم په ورته شرایطو کې قرار لرو. د دوحې په تړون کې د حکومت منزوی کول د امریکا لخوا تر ټولو ستره غلطی وه. اوس هم د دوحې د تړون یو لورى په جګړه زور اچوی سوله ارګ ته ننوتل ګڼی. حکومتی لورى د فشار په مهال ځان د دوحې له تړون څخه ځان بهر ګڼی.توپیرونه هم شته. هغه دا چې د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته نړئ افغانستان هیر کړ، په دغه هېواد کې د روان ناورین په هکله یې دلچسپی ختمه شوه، شوروی اتحاد مات شو، د شوروی اتحاد په میراث ناست روسیه په خپلو کورنیو سختو ستونځو کې ډوبه وه او مجاهدین له مختلفو اړخونو څخه تشویق کیدل چې بشپړه بریا یې باید په برخه شى.اوس لاهم افغانستان د نړیوالو د توجه په محراق کې قرار لری، نړئ په ټولیزه توګه د افغانستان ستونځه ځان ته بالقوه ګواښ ګڼی. امریکا د نړیوال سیاست د مدیریت په مرکز کې شتون لری، اوس یې خپله تګلاره له غلیم څخه دریمګړی ته واړوله او له لیوه څخه پسه جوړ شو. چین او روسیه هم د طالبانو لخوا د واک د انحصار فکر د نه منلو ګڼی.د نجیب د حکومت له نسکورېدو وړاندې مجاهدین لکه اوسنی طالبان په خیالی نیلیو باندی سپاره وو، سوله یې د فتحې په شکل تعبیروله، واقعی سوله ورته خیانت جنایت د شهیدانو له وینو سره جفا او د نړئ لخوا نجیب ته د خټو پوزه جوړول ښکاره کیده خو دا هر څه هوا وه خیال وه او د سیاسی بصیرت نشتوالۍ وه. طالبان هم په عین شرایطو کې قرار لری او همدغه راز فکر کوی خو توپیرونه هم شته. هغه دا چې اوس مهال د طالبانو په دوهم پوړ مشرتابه کې سنجیده خلک د ولسی اندېښنو د درک وړتیا لرونکی او په نړیوالو حساسیتونو باندې نسبتاً پوه افراد شتون لری، ټول ولس او ټول سیاسیون په ټولیزه توګه په یوه خوله د نوییمې لسیزې د فاجعې د تکرار مخالفت کوی. دا په زړه پورې بدلون ده چې د نجیب د حکومت له سقوط  وړاندې دغه ډول ولسی فکر شتون نه درلود. د چین او روسیې په ګډون ټوله نړۍ د افغانستان حالات څاری او غبرګون ښئی.په نوییمې لسیزې کې د مجاهدینو د مختلفو ډلو ترمنځ سختو اختلافاتو، جګړو او بې باوریو شالید شتون درلود خو د طالبانو ترمنځ نسبتاً یووالئ او خپلمنځی یووالی ته د طالبانو جدی پاملرنه له پامه نشو غورځولى.هغه وخت د وطن ګوند د یوې خوا مشران د روسانو په مرسته له مسعود  سره لاسونه یو کړل او د واک د شیطانی حرص له امله د ځینو جهادی ډلو ترمنځ سخت ټکر رامنځته شو. کابل وران شو، ملی بنسټونه ونړیدل او نیابتی جګړه پیل شوه، خو اوسنى صورت حال بدل دى.د نجیب د حکومت په مهال نوموړی یوازې په ملی ګارد باندی باور کاوه، پولیسو او اردو له ځانونو سره د سلیقوی او تبعیضی چلن فکر کاوه خو اوس د امنیتی ځواکونو ترمنځ که د همغږی نیمګړتیاوې لری خو د باور د نشتون مرحله لاهم نه ده رارسیدلی.کیداى شی مجاهدینو او نجیب د خپلو سیاسی نیمګړتیاو له امله د فاجعې د رامنځته کیدو وړاندوینه نشوه کولاى نو د مخنیوی هڅه یې هم ونکړاى شوه خو ولسمشر غنی او طالبانو ته د نوییمې لسیزې د ملوک الطوایفی ژوندى تاریخ مخته یروت ده. هغوى باید په حتمی توګه د تاریخ له سخت او بې رحمه قضاوت څخه د ځان ژغورنې لپاره د ممکنه ناورین د مخنیوی هڅه وکړی.
بالاخره مجاهدینو فکر او ولس فکر کاوه چې مجاهدین به له ملی ګټو ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم اسلامی نظام جوړ کړاى، مګر وخت ثابته کړه چې ددغه نوښت وړتیا یې نه درلوده او طالبان هم د نظام د جوړولو وړتیا قطعاً نلری. حتماً به فکر وکړی چې د نظام نړول د هغوى په ګټه کار نه دى.که مطلب را لنډ کړم نو ویلاى شم چې که څه هم په اوسنیو حساسو تاریخی شېبو کې تر بل هروخت زیات د افغانانو ترمنځ همغږی، نوښت، سیاسی بصیرت، ملی یووالی، ملی اجماع، له سولې څخه د مشرانو غوڅ ملاتړ قربانی او پیاوړی عزم ته اړتیا شته خو د بینن سیوان په خبرو باندی د وارخطایی اړتیا قطعاً نشته.البته  د شرایطو ارزونه ایجابوی چې د دواړو خواو مشران د هوایی ډزو، احساساتی څرګندونو او جنګی مانورونو له کولو ډډه وکړی او هڅه وکړی چې هیواد اوسنى ګواښونکئ وضعیت په فرصتونو بدل کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا