بــس خـــبــرې دی خـــبــرې، عــــمــــل نه شته
پـه رښـتـیـا پـر لـوی الله، څــه تــوکــل نه شته
غـولـول دی، فـرېـب دوکـه ده، شـنـه دروغ دی
بـې لـه خــدایـه د غـریـبـو، څـوک مــل نه شته
دمــحــتـاجــو، د خــــوارانـــو، غــــریـــبــانـــو
هــیـڅ د لاس د ورکـولـو، څوک خـپـل نه سته
خــد!!ایـه! دوی څـنـګه اشرف الـمـخلوات دی؟
چې پــه ژونــد یـې د رښـتـیـاوو، ویل نه شته
قــیــامــت کې بـه، واحــدالله(ج) قـاضـی وی
لــه حـسـاب کـتاب، دچـا خـلاصـیـدل نه شته
پـه دروغــو پــښـیــمــانـی، بــیـا ګــټـه نـه کـا
دوبـــاره د چــــا دنــــیــــا تـه، راتـلـل نه شته
د اسلام او د افـــغــان پــر نــوم بــزنِـــس دی
لـه الله(ج) نـه، د هــیــچــا وېــریــدل نه شته
خــدایه!!! سـاتــه مــو لـه شـرکـه، لـه دروغــو
چې شرک جرم دی، بیخی یې بخښل نه شته
سـلـیـمـان تـخت، د قـارون خزانې څه شوې؟
مـعـنـا دا چې: لــه مــرګـی، پــټــیــدل نه شته
بــوډاتــوب هــم، لاعـــلاجـــه بـــېـــمـــاری ده
څوک چې زوړ شی؟ دوباره ځوانیدل نه شته
بس مـعـلـمـه، رښــتــیــا مـه وایـه بـوډا ېـې!!!
دا نــړۍ کې، د رښـتـیـاوو زغــــمــــل نه شته