گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دچین سفیرکه دطالبانو خوسکۍ !
دچین سفیرکه دطالبانو خوسکۍ !

دچین سفیرکه دطالبانو خوسکۍ !

هیڅوګ نه پوهیږی چی د چین په څیرد لوی هیواد چارواکو دکومو موخو لپاره او دچا په غوښتنه افغانستان ته د طالبانو له داسی واکمنی سره د سفیر په کچه استازی ور ولیږلو چی تراوسه د چین په ګډون د نړی هیڅ یوه لوی او کوچنی هیواد د طالبانو واکمنی په رسمیت نده پیژندلی . داهم کیدای شی چی طالبانو له چین سره د ګرمو ديپلوماتیکو اړیکو خندانۍ ډرامه په یوه اړخیز ډول د نورو هیوادونو ته د فریب په خاطر او ددی ښودلو په موخه چی ګنی زموږ سره د چین لوی هیواد هم  داسی اړیکی لری چی په معاصره دیپلماسۍ کی د رسمیت پیژندلو معادل ګڼلای شی .

واېی چی یومهال په یوه سیمه کی چی کوم ملا صاب دسیمی طالبانو ته د قدوری شریفی او کنز درس ورکاوه او تل به یی یو خوسکۍ هم د طالبانو دتګ او راتګ په لاره کی پر میږوی تاړه .اوچی کله به هم طالبان پرلاره تیریدل نو د خوسکی « گوساله » زامی به یی پورته  کولی ترڅو پوه شی  چی کله به غاښونه راؤباسی ؟ چی پر استاد ملا صاب لومړنی زیری وکړی . وروسته به چی کله هم د ملا صاب خوسکی « گوساله » د طالبانو سپین پګړی او لنګی تر سترګو شوی نو بیابه خوسکی له ورایه ورته خپله زامه خلاصه کړه ترڅو د طالبانو کار آسان کړی او پر وخت د ملا صاب سبقونو ته ورسیږی .         له هم هغه ورځی چی طالبانو پرافغانستان خپله ؤلکه ټینګه کړه د هیواد په ټول قلمرو د غم توره او په وینو لړلی داسی استخباراتی کمپله وغوړیده چی هان په خپله دافغانستان د طالبانو د ځینو لوړ پوړواو په افغانستان خاوره پوری د تړلیو ځینو څیرو داندیښنی وړ وګرځیده ځکه افغانان تراوسه هم دڅولسیزو دجګړوله اورونو نه ؤ راوتی . او دهیواد دملی برخلیک مرغلره دسیمی او نړی د استخباراتی کړیو په خپلو خونړیو منګولو کی نیولی وه . چی د چین هیواد هم یو له همدغو هیوادونو شمیرل کیږی او له افغانستان سره یی همداسی دوه مخی چلند پیل کړی دی  او دیوه هیواد په رسمیت پیژندل خو دنورو هیوادونو سره په ګډه داسی یوقرارداد دی چی که د شلمی  پیړی په ورستیو کی چی طالبان دځینو هیوادونو د اقتصادی ګټو په تقاضا رامینځ ته شول او له هغی ډلی دریو هیوادونو( پاکستان – عربستان – متحدو عربی اماراتو ) لخوا  په رسمیت هم ؤپیژندل شول خو امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو ورسره رغنده تعامل درلود چی ددغه تعامل په نتیجه کی ددی سره سره چی په رسمی ډول په ملګرو ملتونو کی د ارواښاد استاد ربانی په مشری د افغانستان اسلامی ددطالبانو په لاس رانسکورشوی دولت استازی عبدالغفورروان فرهادی په غاړه درلوده خو دطالبانو سره د تعامل له مخی ملاعبدالحکیم مجاهد دطالبانو لخوانومول شوی استازۍ ؤ. دچین هیوادکه څه هم د افغانستان سره ګډه پوله درلوده د ځینو ځانګړیو دلائیلو له مخی په احتیاط سره دیپلماتیک ګامونه پورته کول تر څو وکولای شی په پوره او خپلواک  ډول د طالبانو  په استخباراتی پروژه کی عملی رول ولوبی . چی وتوانید د پاکستان اودسیمی د نورو هیوادونو سره په ګډه له طالبانو سره دهمدغه اقتصادی او سیاسی تعامل سطحه یوشان وساتی . که څه هم په طبیعی توګه د هیوادونو په رسمیت پیژندل دا ایجابوی  چی دواړه لوری د متقابلو تشریفاتو په سرته رسولو دیوه هیواد ؤلسمشر یا پاچا ته خپل باور لیک ( اعتبارنامه) وړاندی کړی اوهمداشان د ملګرو ملتونو د منشورله مخی دواړ ه هیوادونه  دیوه اوبل استازی منی . په داسی حال کی چی د طالبانواسلامی امارت ددوه کالونو په تیریدو سره بیاهم د چین هیواد په ګډون  هیڅ یوه لوی او کوچنی هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی نو په کابل کی د چین دسفیر لپاره نیول شوی تشریفات یوه خندونکی ډرامه ګڼلای شی .

په داسی حال کی چی کله هم په مسکوکی د افغانستان لپاره د مسکو فورمټ په نامه غونډه جوړه شوی وه اود امیرخان متقی په مشری د طالبانویوه پلاوی  هم په دغه غونډه کی د نورو میلمنو په څیر ګډون کړی ؤ دچین هیواد استازی یو شیائویونگ دغه غونډی ته د وینا په حال کی وویل چی په افغانستان کی د سولی او ثبات کونجی (کیلی ) دطالبانو لخوا د پراخ بنسټه حکومت جوړول او بشری حقونو ته غاړه ایښودل دی . دمسکو په غونډه کی دچین هیواد استازی یو شیائویونگ  څرګندونی او اندیښنی کټ مټ د سیمی دنورو هیوادونو د اندیښنو په څیر وی نو طبیعی ده چی په کابل کی د چین استازی لپاره هرډول تشریفات ترسره کول چی دملګرو ملتونو لخوا د یوی په رسمیت پیژندل شوی واکمنی سره په تضاد کی وی یوه مسخره او بی خونده ډرامه بللی شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا