تر هغو چې مونږ ځینې ویده یو او ځینې ویښ بیا د چارواکو قهقهو ته چکچکې وهو، نو مړیو ته به مو دښتې او ژوندیو ته څلورنیم کیلو غنم ورکول کېږی دا خبره می نن د یوه شور ماشور په ترځ له سرور خان آکا چی په خولو کی ډوب ؤ او د یوی غونډی پر لور یی ځان کشولوواوریده
وروسته می دچارواکو له خولی چی د افغانستان ولسی جرګی ته ور غوښتل شوی ؤ په خپلو ګنهکارو غوږو واوریدل چی ویل یی د کرونا په وړاندی د تدابیرو د نیولو په درشل کی یی هری یوی کورنی ته څلورنیم کیلو غنم په آزمائیشی توګه ورکول چی ګنی په مړه ګیډه دکرونا سره وژونکی جګړه پرمخ بوزی !
هلته بل یی بیا چی نوی یی دهرات ولایت دداروغه ګۍ پر کرسۍ خیټه آچولی ده ویل چی غواړم تاسو ته په صراحت ووایم زه په هرات کی د هدیرو کیناستلو په حال یم که ستاسو روحیه او مورال کمزوری کوی هم زه دهرات دشتی د هدیرو د جوړلولو په حال کی یم .
نو له ځانه سره می په غلی آواز او له اوښکو ډکو سترګو وویل چی آی ! د جګړې، فساد او کرونا رحم او کرم ته پروت ولسه!زمونږ په توان کې هیڅ نشته. رب الجلیل دې درباندی رحم وکړی.