گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دایډورډ مــورډیـــک ددوه مـــخو خاوند کــس دځــان وژنی کیسه!
دایډورډ مــورډیـــک ددوه مـــخو   خاوند کــس دځــان وژنی کیسه!

دایډورډ مــورډیـــک ددوه مـــخو خاوند کــس دځــان وژنی کیسه!

کوم چا،چې د خپلې دویمې څیرې له کبله په ۲۳ کلنی کې ځان وژنه وکړه.د ځمکې پر مخ د عجیب الخلقت انسانانو ډېرې کیسې مشهورې دی.له همدغه وېروونکو کیسو څخه یوه کیسه د ایډورډ مورډیک ده،چې د سر مخ او شا دواړو لورو ته یې څیرې درلودې.که څه هم چې شاتنی څیرې یې خبرې نه شوې کولی،خو اشارې به یې کولی شوې او په خوله به موسکیده.ویل کیږی چې ایډورډ د انګلستان هېواد په یوه بډایه کورنی کې دنیا ته راغی.

که څه هم مخامخ څیره یې ښکلی معلومیده،خو شاتنی څیره یې ډېره بدشکله او د شیطان په څېر وه.شاتنی څیرې یې نه کوم څه خوړل او نه به یې څښل،خوخندا او ژړا یې کولی شوه.ایډورډ به ډاکټرانو ته ویل چې زما شاتنی څیره زما څخه جلا کړئ،د شپې مې خوب ته نه پرېږدی،د شپې پر مهال وېروونکی پسپسکې وهی او موسیږی،خو ډاکټرانو یې دغه وېره په غاړه نه اخیسته او ویل به یې چې امکان لری په داسې کولو ژوند له لاسه ورکړی.هر څومره چې لوی کیده،هغومره یې په شاتنۍ څېره کې بدلونونه راتلل،د سترګو وحشت او شیطانی موسیدل یې لا ډېریده.ایډورډ به هر وخت د شاتنی څیرې څخه ځوریده.هغه به ویل چې ټوله شپه یې خوب ته نه پرېږدی،پټې خبرې کوی او ارام نه شی کولی.

دغه شاتنی څیرې به یې هر کس لیده او له ځان سره به پرې بونګیده.هر کله به چې ایډورډ پخپل حالت ژاړل،نو شاتنی څیره به یې له تمسخر او شیطانی خندا ډکه وه.ایډورډ په ۲۳ کلنۍ کې د خپل دغه تکلیف له امله زهر وخوړل او یو لیک یې پرېښود،چې په کې لیکلی یې وو،له تدفین مخکې ورڅخه شاتنی څیره غوڅه او ایسته کړئ،ترڅو یې په قبر کې له شر څخه خوندی واوسی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا