سپرلی زمونږه پوچ دی، د باران تمه ترې مکړه
کاروان مو مخ په ځوړ شو، د اسمان تمه ترې مکړه
تر څو به لاس تر زنې د جانان په تمه ناست يې
دا دهر غماز پالي، د جانان تمه ترې مکړه
په نوم چې مسلمان وي، خو عمل د ایمان نکړي
دا نوم يې تش په نوم دی، د ایمان تمه ترې مکړه
عادت په غلامۍ چې شي له انده هم غلام شي
تقلید رسۍ په غاړه ، د عرفان تمه ترې مکړه
مجرا به يې ونه مومې، که تاو ترې ګردچاپېر شې
دا ډنډ بس ولاړ ډنډ دی، د جریان تمه ترې مکړه
د امن ماتوونکي چې واکمن په بدامنۍ شي
که څو ځان امین بولي، د امان تمه ترې مکړه
ټاټوبی مو ګلشن دی رنګارنګ ګلان پکې دي
غاور چې په خپل قام وي، د افغان تمه ترې مکړه
خپل لاس پخپله لنډ کړي نو به څنګه بریالی شي
چې ښځه انسان نه بولي، انسان تمه ترې مکړه
هر غړی د ټولنې چې محسن نه شي ولس ته
د نورو ورکړه پور دی، د احسان تمه ترې مکړه