گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د اجتــــمـــــاع جــــراثیــــــم !
د اجتــــمـــــاع جــــراثیــــــم !

د اجتــــمـــــاع جــــراثیــــــم !

درندو دوستانو کله ناکله زه دخپل استاد خادم بابا له اثارو څځه ځینی اشعار ، نثری ټوټی  او درندی علمی  لیکنی چې ادبی ټولنیزی  سیاسی  اوفرهنګی دی له تاسو دوستانو خویندو وروڼو سره یی  په دی وسیله له تاسو د لوی خادم بابا له مینه والو سره   شریکوم   ا وهیله منده یم چی خپله  ادبی  تنده  پری ماته کړی  او خوند تری واخلی ،  په مینه او درنښت

څه رنګه چی د طب د نوو تحقیقاتوڅخه ثابته شوی ده اکثره بدنی مهلک امراض له جراثیموڅخه بیدا کیږی، همدا رنګه دا رنګه داجتماع دپخوانو تحقیقاتو څځه دا را پاته ده چی انسانی اجتماع هم مهلک امراض لری او دا مهلک امراض هم دیو نوع مخصوصو جراثیمو په واسطه پیدا کیږی  او نشریږی دومره قدری خبره ده  چی دبدنی امراضو د جراثیمو څخه ځان ساتل په لږ کوښښ سرههرحوک کوالای شی ، لیکن  د اجتماع  دجراثیمو په غیږ کی کی هرڅوک په خپله ځان غورځوی  او نه پوهیږی چی دا وضعیت دوی او د دوی ټولوهم ضنفانو ته مهلک اثر لری.ښه نو دا د جمعیت جراثیم څه شی دی؟ 

دا بډې خواره یا رشوتخواره دی چی د مهلکوجراثیموغوندی  د اجتماع حیاتی منابع  مسموموی اوفنا ته یی ورسوق کوی ، ددی خبری دلیل  دا دی چی په هر ملک کی چی بډې خواره یا رشوتخواره پیداشی دهغوی په واسطه حق اوباطل، رښتیا اودروغ سره ګډوډ شی بیا نو نه حق او رښتیاؤ خپله ثمره مرتبیږی او نه په باطل اودروغ باندی څوک ترټل کیږی بلکه کله دا هم وشی چی حق اورشتیا ویونکی دباطل  اودروغ پالونکو لخوا داسی غوبل شی لکه بوس د خرو د پښولاندی په دغه شان سره  بډی خواره په هر اجتماعی مقصد کی خپلو شخصیاتو ته  دخل ورکوی اوله دغی پلوه څخه  دظلم  په ترویج کمک اوکوښښ کوی .او دا خو صحیح حدیث دی (( الملک بیقی مع الکفرو لایبقی مع الظلم)) .نو په اخره کی دیوې اجتماع دیوال له بیخه رالویږی اویوملت تباه شی ،

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا