گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د اختلاف حالت کې په اغیزمنه توګه د بحث او خبرو زده کړه!
د اختلاف حالت کې په اغیزمنه توګه د بحث او خبرو زده کړه!

د اختلاف حالت کې په اغیزمنه توګه د بحث او خبرو زده کړه!

 په ټولنیزو اړیکو کې خبرې او بحثونه د ورځني ژوند مهمه برخه جوړوي. خبرې او بحثونه د پوهیدنې اوپوهونې مهمه وسیله ده چې د ژوند اړتیاوو ته په رسیدنې اوټولنیز پرمختګ کې مهم رول لوبوي. له دې کبله اړینه ده چې په اغیزمنه توګه د خبرو او بحثونو زده کړې ته پاملرنه ولرو. په خاصه توګه اختلاف او شخړو ته متمایلو حالاتو په خبرو او بحثونو کې که لاندې عامو ټکو ته پاملرنه وکړو- له موږ سره به د اختلاف په حل او سوله ییز حالت ساتنه کې ډیره مرسته وکړي لکه:اکثرا د اختلاف هره خوا موضوع د خپل تصور او نظره سره سم تشریح او توضیح کوي. دغه عمل په اتوماتیکه توګه د مقابل لوري دفاعي عمل را پاروي. ښه توضیح او تشریح داده چې د مقابل لوري د مستقیم مخاطب کرزولو پر ځای هغه کړنه یا وضعیت چې د ستونزې را منځته کیدو سبب شویده تشریح او توضیح شي مثلا: په شپه کې زما د ګاونډي دروازه خلاصه پاته کیږي او د نوموړي سپی د شپې زموږ انګړ ته راځي او ماشومان ویروي. زما له نظره دا موږ ته هره شپه د تکلیف سبب کیږي. داسې خطاب د خواوو ذهن د یو بل د ملامتولو پر ځای مستقیما په ستونزه متمرکز کیږي. په تاسف سره زموږ په عرف او عادت داوي چې د ستونزې د تمرکز پر ځای د شخص ملامتولو هڅه کیږي. دغه شان هڅه معمولا دفاعي حالت را منځته کوي او جنجال شخصیتي او ژور کیږي.

د سختو او توندو شخړو په خبرو او بحثونو کې په ژوره توګه اوریدنه ډیر زیات اهمیت لري. لاکن زموږ په بحثونو او خبرو کې معمولا په ژوره او دقت سره د بل لوري اوریدنې ته پوره پاملرنه نه کیږي. په هراندازه چې خواوې ددې احساس وکړي چې په پوره پاملرنې او درناوي سره يې خبرو ته غوږ نیول کیږي په هیجاناتو کې تخفیف او اطمینان را منځته کیږي. په اطمینان او آرامش کې په شخړو خبرې کولو، مفاهمې او حل ته لاره اواریږي. د اوریدو په بهیر کې د موضوع د لا وروښانه کیدو لپاره د مناسبو پوښتنو مطرح کول هم اړین دي.  په داسې توګه چې لا نورې خبرې تشویق او اعتماد هم پیاوړی کړي. کیدای شي د مقابلې خوا خبرې د تکرار احسن په توګه یادې او ور سره د هغوی د مطلب لا نور روښانه کولو لپاره پوښتنې مناسبې پوښتنې ، ټوکې او د ښو خاطرو او مثالونو منظرې هم مطرح شي.هر لوری باید خپل نظریات او احساسات داسې و ګڼي چې دا یوازې د همدوی دي.  سم او ناسم – غلط او صحیح يې هم په همدوی پورې اړه لري. داسې ونه ګڼي چې یوازي او یوازې همدا د دوی نظریات او احساسات صحیح او رښتیا دي او همدا باید ومنل شي . داسې انګیرل چې د مقابل لوري نظریات او احساسات ناسم او غلط دي. یا دوی حق نلري چې څه ووایی او په غوږ نیولو نه ارزي.  په دې تصور او انګیرنې سره په مقابل لوري کې دفاعي حالت رامنځته کیږي.په هره شخړه او اختلاف کې حل ته رسیدنه ، رضایت ، موافقه او د سوله ییزو اړیکو جوړول او ساتل مهمې موخې دي. پوښتنه وکړئ چې په کوم ډول او لاره حل ، رضایت ،  قناعت او سوله ییزې اړیکې را منځته کیدای شي.  همدا رنګه کیدای شي په شروع یا پیل کې په ډیرو آسانه شیانو چې په هغو کار کول هم ډیر آسانه وي پیل وکړو او ورو ورو موافقې ته ورسیږو . هغه انرژی چې  د درناوي ، وضاحت ، اوریدنې ، قناعت او رضایت د تکلارې څخه را منځته کیږي همکاري او د ګډ کار وړتیاوې را منځته کوي. د همکاري او ګډ کار وړتیاوې خواوو ته داسې فرصتونه مخې ته راوړي چې په ګډه ورو ورو د سختو موضوعاتو حل او بدلون ته په ګډه توګه کار کولو جوګه شي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا