گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دانسانیت شهیداو دآزادۍ سمبول!
دانسانیت شهیداو دآزادۍ سمبول!

دانسانیت شهیداو دآزادۍ سمبول!

زمونږد ټولوشهید!مظلوم شهید،سپیڅلئ شهید،خدای بښلۍ مولوی نصرالله منصور یادوم.نن مو یادیږی، نن یې ستایو او نن ورپسې اوښکې تویوو. ځکه چې هغوی د اعلا‌ء کلمه الله او وطن د ازادی لپاره دې سپیڅلی جهاد وکړ. نه یې په کورنئ جګړه کې ونډه درلوده، نه یې غصب وکړ او نه هم فساد.نه یې په ژوند کې د چا ځمکې لاندې کړې او نه یې هم له مرګه وروسته کومه تپه د ځان په نوم کړه.

نه یې چیرته ماڼئ، فابریکه یه ښارګوټئ اولادونو ته په میراث پریښوده او نه هم د بانک بیلانس.د افغانانو ترمینځ د جګړې د ختمولو په موخه یی هره هغه دروازه وټکوله چې په سوله کی یی مرسته کولای شوه. د پټ او ښکاره غلیم له ټولو هڅو سره سره د واک او ځواک په جګړه کې لتاړ نشو.نن یې په نه شتون کې ځان بیوسه او بی کسه احساسوم.         خو خوښ یم چې چه د غلامی، چاپلوسی، پستی، غوړه مالی او مزدوری په دغه دوره کې په ابدی خوب ویده ده.هسې نه چه د عمر له زیاتوالی، ستونځواوناورینونو دزیاتوالی له امله یې د تاریخ جبرته سرښکته کړی وای!

خو نه، نه، نه، نه، نه!

داسې شونې نه ده!

د هغوی همت شجاعت متانت او اصولو ته ژمنتیا مې د ایرانی ولسمشر رفسنجانی له خوا افغانانو ته د سپکاوی د کلماتو کارولو څخه سملاسی وروسته نوموړی ته د مخامخ ځواب ورکولو په مهال یاد ده.د پاکستانیانو د ناروا غوښتنو په وړاندې د هغه په کلک اسلامی اصولو او اصیل افغانی غرور ولاړ دریز مې لاهم ورباندې باور پیاوړۍ کوی. سر یې پرې شوخو د وخت فرعونانو ته ښکته نشو.که یې پردیو ته سر ښکته کړی وای، نو نن به دې د کابل یوه غونډئ فتحه کړی وه، اولادونو به یې په هیواد او له هیواد څخه بهر بنګلې او ښیرازه ژوند درلوده.پوهنتونونه څلور لارې به یې په نوم وېاو په دولتی اعزاز سره به یې د بیا خښولو تابیا کیده،خو نه، نه، نه، بیا هم نه.ښه ده چه نه قاتل نه غاصب او نه هم زورواکی وه.هغوی را ته د ننګونو او ستونځو په وړاندې د مقاومت کولو توصیه کړی وه، خو نه پوهیږم نن مونږ ټولو بیا وایم ټولو، په یو او بل ډول د تاریخ د جبرپه وړاندې سرونه ټیټ کړی دی.هغوی لاړل اوپه مونږ کې هغه متانت اوهمت نشته چه سره راټول شواو له ناورین څخه د هغوی په شان د راوتلو باعزته لاره ولټوو.

نظر دادن بسته است.

بالا