گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دعمران خان او بشری بیګم اټکل شوی عروج اوسقوط ته یوه کتنه !
دعمران خان او بشری بیګم اټکل شوی عروج اوسقوط ته یوه کتنه !

دعمران خان او بشری بیګم اټکل شوی عروج اوسقوط ته یوه کتنه !

له هغه وخته چی عمران خان د کرکټ دلوبی اتل ونه کولای شول په پاکستان کی دسیاست او کرکټ لوبی ترمینځ تړپیروکړی نونوموړۍ عمران خان  د اقتدار په نشه کی د پاکستان د ساتونکی ځواک پوځ په لمن کی پریؤت او دپاکستانی پوځ له لوری هم داسی چاپیریال ورته برابرشو چی وکولای شی دکرکټ دلوبو دغه اتل په پاکستان کی د یوه ځوان سیاست وال په توګه د سیاست په ډګر کی هم لوبه وکړی .

لومړی یی د هغه مزاج ته په کتو د پاکستان د تحریک طالبان له لوری چی د نوازشریف د ملکی  حکومت پروړاندی یی جګړه کوله ښاغلی خان ته داسی زمینه برابره کړه چی وکولای شی له حکومت سره په خبرو اتروکی د تحریک طالبان پاکستان TTP له لوری د استازی رول ولوبوی . هغه مهال د تحریک طالبان پاکستان TTP جنګیالی دخوست ولایت په ګډون  د افغانستان په سرحدی ولایتونو لکه کنړ ، نورستان او لغمان کی میشته ؤ او ملا فضل الله چی په ملا رادیو یی شهرت موندلی ؤ  د  تحریک طالبان پاکستان TTP داسی مشر ؤ له  کنړ ولایت څخه  د پاکستانی ملیشاؤ او ځواکونو په وړاندی جګړه پر مخ بیوه هغه مهال په افغانستان کی د اشرف غنی په مشری اداری چی محمد حنیف اتمر یی د ملی امنیت د مشاور په توګه  د امنیت شوری مشری په غاړه درلوده دغه د تحریک طالبان پاکستان TTP جنګیالی  د پاکستان پر وړاندی چګړی ته هڅول کیدل                                           

     ویل کیږی د حنیف اتمر په مشری د هغه وخت د ملی امنیت شوری لخوا به په موټرو بار وسلی او خوراکی توکی دغو جنګیالیو ته ورلیږدول کیدی .حسین حقانی چی پاکستانی دیپلومات او په واشنګټن کی د پاکستان لوی سفیر او استازۍ پاته شویدی په خپله یوه مرکه کی چی له افغانستان څخه خپریدونکی طلوع نیوز تلویزیونی شبکی خپره کړیده وایی چی : داسلامی دولت د خراسان څانګه یوه معمأ ده داډله د تحریک طالبان پاکستان TTP دځینو ناراضه عناصرو همداشان له سراج الدین حقانی د شبکی سره چی له میران شاه څخه وتلی یی فعالیت کاوه آیا داچی خراسان دداعش څانګه  به په پاکستان کی دهغو ډلو ټپلو څخه چی په تیر کی یی د حقانی شبکی ملاتړ کاوه اړیکی لری پرته له هرډول شک څخه داسی اړیکی موجودی دی .

که په افغانستان کی ددغه ډلی ټول عملیات په ګوته شی نو ټولی  هغه پیښی او جګړی چی د۲۰۱۴ میلادی کال وروسته خراسان په نوم دداعش خراسان  ډلی ته منصوب شوی دی او یا یی هم د دداعش خراسان ډلی پړه او مسؤلیت پر غاړه آخیستی دی وبه ګورو چی زیاتره یی د افغان طالبانو په ګټه تمامی شویدی . طالبانو نه غوښتل چی ددغه پیښو پړه او مسؤلیت پر غاړه واخلی خو له دغو بریدونو  څخه یی ګټه پورته کوله که څه هم  داسی کره شواهد وجود نه لری چی ؤ ښاېی ددغه بریدونو تر شا د چا لاس دی خو دغه خونړی بریدونه په داسی تاکتیکونو تر سره شوی دی چی تر دی وړاندی د حقانی شبکی له لوری سرته رسیدل . داچی وویل شی چی د خراسان دداعش څانګه دحقانی شبکی نوی څیره ده په کامل ډول امکان لری .ټول دچارو سیاسی څارونکی په دی باوردی  له هغه ځایه چی  پاکستان د انګریزی ښکیلاک په لاسونو جوړشوی داسی نوم دی چی داسلام دمقدس په نوم یی تل داسلام او مسلمانانو ریښې اوبنسټونه نړولی دی . او دخپل تاریخ په زیاته موده کی دیوه محتاج هیواد په توګه د هند په نیمه وچه کی د آزادی غوښتونکو څخه د غچ آخستو سیاست د لاری مشعل جوړ کړی دی نو ځکه خو د اسلامی جمهوریه پاکستان تر نامه لاندی  دیوه قوی استخباراتی بنسټ له لوری په ریأ کارانه ډول داس رهبری کیږی  چی تل به یی لاسونه د نورو خیرات ته اوږده وی چی ویلای شی ددغه هیواد د رامینځ ته را په دی خوا د افرادو او اشخاصو رول ددغه هیواد په مشرتابه کی په نیشت حساب دی معنا داچی هیڅوګ په فردی او یوازی ځان نه شی کولای د هیواد د برخ لیک  په ټاګلو کی تر ټولو غوره رول ولوبوی . په دغه هیواد کی واک یوازی د هغه هیواد د وسله وال پوځ د ملی امنیت شوری چی د درګونو ( بحری ، ځمکنی او هوائی ) قواواؤ په ګډون د پوځ د استخباراتو د لوی رئیس په ګډون د څلورو ایالتونو د پوځ د مشرانو او نو روپوځی جنرالانو لخوا د هیواد د ځمکی بشپړتیا او ملی امنیت د لاښه ټینګیدو په موخه په هره میاشت کی څوځله د پوځ په مرکزی قول اردو کی ترسره کیږی او لوی درستیز یا د پوځ مشر یوازی ددغه شوری د فیصلو دابلاغ او عملی کولودنده لری .دحیرانتیا وړ خو داده چی په پاکستان دا دانګریزی استعمارپه لاسونو جوړ شوی مصنوعی هیواد کی ټول هغه اصلی د مشرتابه بنسټونه چی دیوی آزادی اوپه خپلوپښو ولاړی ټولنی د مشروعیت اهرمونه جوړوی لکه د ؤلس استازی چی په یوه منتخب پارلمان کی په دوه جلا، جلا ډول یعنی د سنا او ؤلسی جرګی یا پارلمان په بڼورامینځ ته کیږی ، په ورته توګه د قضأ سترمقام چی په ټولنه کی د بنسټ اوهرم په توګه یادیږی ،همدا شان مطبوعات چی دهری ټولنی د پرمختګ هنداره ګڼلای شی د پاکستان د ساتونکی ځواک په بشپړ واک کی قرار لری .

ښاغلی خان چی شجرة النسب یی یوی پښتنی کورنې ته رسیږی او په طبیعی توګه د یوی مصنوعی میړانې او صداقت سمبول بلل کیده د نویمی لسیزی په اوږدو اوپه  ۱۹۹۶ کال کی یی د پاکستانی پوځ په لارښوونه د تحریک انصاف پاکستان په نوم یونوی ګوند جوړاوپه رسمی ډول یی دپاکستان په سیاسی ډګر کی ډیر ژر وځلید . دا د پاکستان په تاریخ کی داسی مهال ؤ چی  دپاکستان داصلی ساتونکی ځواک پوځ له لوری د نواز شریف په مشری د پاکستان مسلم لیګ ګوند چه د قدرت واکی یی په لاس کی آخیستی وی تر سختو نیوکو لاندی راغلی ؤ اود پاکستان  پوځ هڅه کوله ترڅود نظامی کودتا په ترسره کولو سره  د ټاکلی مودی وړاندی د نوازشریف واکمنی ته خاتمه ورکړی . خو محمد نوازشریف پخوا له دی چی پوځ پر اقدام لاس پوری کړی . دپوځ سرلښکر یی تبدیل او پر ځایی یی جنرال راحل شریف چی ویل کیدل جنرال راحل شریف چی  د نوازشریف په څیر د لاهور اوسیدونکی ؤ او د مذهبی ډلو سره یی اړیکی نه درلودی د پوځ د نوی سر لښکر په توګه وټاکه . خو له هغه ځایه چی د پاکستان د استراتیژیک عمق کی د افرادو او رجالو رول کم اویاهم په نیشت حساب دی د ښاغلی جنرال شریف  راحل ټاکنی هم دهغه طوفان په وړاندی چی د ښاغلی نوازشریف د واکمنی د نسکوریدو مخه ونیسی.خوډیر ژر د پا نامه په نوم جوړه شوی قضیه ددی سبب شوه چی نوازشریف د پاکستان دستری محکمی په حکم د ټاکلی مودی څخه ړومبئ د پاکستان د لومړی وزارت له مقامه ګوښه کړای شی . له هغه ځایه چی عمران خان د پاکستانی پوځ لپاره یوه مناسبه مهره وه نو د ټاکنو په بهیر کی د پاکستان د صدراعظم په توګه لوړه ترسره کړه او جنرال باجوه چی د پوځ په لیکو کی په طبیعی توګه ټاکل شوی جنرال ؤ هغه یی ابقأ او یوازی د پاکستان د نظامی استخباراتو ISI په توګه د جنرال فیض حمید په ټاکلو یی بسینه وکړه . خان داسی ګڼله له هغه ځایه چی د پاکستان د اساسی قانون د حکم پر بنسټ  د پوځ اودپوځی استخباراتو د مشرانو ټاکل د هیواد د لومړی وزیر یا صدراعظم له دندو ګڼل کیږی نو وبه کولای شی چی د دغه هیواد په استراتیژیک بدلون کی هم رول ولوبوی او د پاکستان  د ملی ګټو پر بنسټ به د خپلی خوښی بنسټیز بدلون راولی . خو خوارکۍ  خان په دی نه پوهیده او اوس هم نه پوهیږی له هم هغه ورځی چی د پاکستان هیواد د یوی سرطانی داني په څیرد انګلیسی ښکیلاک لخوا د جنوب لویدیزی آسیا په زړه کی سر رااوچت کړ نو سمدلاسه په یی په مصنوعی توګه د مدنی ټولنی ، سیاسی ګوندونو ، اساسی قانون او د قضأ کالی ور واغوستل او ددغه هیواد پوځ د غربی ښکیلاک د ګټو د ساتلو په لاره کی د استراتيژیک ژوروالی یا ( استراتیژک عمق ) ساتونکی ځواک رول لوبولی دی . سیاسی احزاب ، اساسی قانون ، قضأ یا عدلیه ددغه ځواک د لاری پاکوؤنکی پاتی شوی دی . دابه ډیره ساده وی چی د پاکستان په هیواد کی اساسی قانون ، ټول مذهبی او سیاسی ګوندونه ددغه ماجراجویانه استراتیژئ دلاری پاکوؤنکی ګڼلای شی دا د ۲۰۱۴ کال کیسه ده کله چی په پاکستان کی د کرکټ دلوبوپخوانی  اتل دسیاست په ډګر کی ورګډیدو نو د پاکستان استخباراتی کړیو په خرافاتی بڼه د عمران خان د شخصیت د بدلولو په فکر کی شول چی دهغه وجود یی په ظاهره د روحانیت خو په خرافاتو دلړل شویوتمایلاتو اوهوسونو څړیکی ؤموندی چی ددغه غریزی او څړیکو د تقویت په موخه یی بشری بیګم چی پخوایی له خاور فرید مانیکا  نومی پاکستانی  کس سره واده کړی ؤ په نښه کړه او داسی استخباراتی لاره یی جوړه کړه چی وبه کولای شی  بشری بیګم دغه استخباراتی مرشده  دنکاح دټولو شرائطو پرته د عمران خان په نکاح کی راولی .

لومړی یی دبشری بیګم د خورمیرمن مریم له لاری د استخباراتی پیری بشری بیګم سره داړیکو لاره پیداکړه ترڅو استخباراتی پیره چی په انتخاباتی کمپائین او د استخباراتی مصلحت پر بنسټ خپلو موخو ته ورسیږی او د پاکستان په سیاست کی د عمران خان د ټاکونکی  رول په هکله چی بی له شکه د پاکستانی پوځ له پوره  ملاتړ څخه برخمن ؤ داسی وښيی چی ګنی  له خاور فرید مانیکا څخه په طلاق آخیستو او له عمران خان سره په واده کولو  به هغه د پاکستان لومړی میرمن وی او داستخباراتی ټولو هدفونو رسیدل به ممکن شی .دلته داستخباراتی پیری بشری بیګم د پخوانی میړه  ښاغلی خاور فرید مانیکا خبری هم چی له  پاکستان څخه د خپریدونکی تلویزیونی چینل جیو نیوز سره په ځانګړی مرکه کی یی ترسره کړیدی د پام وړدی .  د مرشدی بشری بیګم پخوانۍ میړه فرید مانیکا واېی : ما په کال ۱۹۸۹ کی له بشری بیګم سره واده وکړ موږ ډیرخوږ ژوند تیراؤ چی خو هغه مهال چی په اسلام آباد کی تحصن پیل شو هم وخت د بشری بیګم یوی خور چی په بریتانیا کی استوګنه لری هغی له عمران خان سره د بشری بیګم پیژندګلوی  د پیری او مریدی په رول کی ترسره شوه چی زموږ دکور ستنی او چتونه یی مات کړل . دعمران خان زموږ  کورته تګ او راتګ پیل شو او وروپه و رو دغه تګ راتګ زیاتیدو چی په پایله کی زما مور ما ته وویل چی دا سړی سم نه ښکاری کورته یی مه پریږده خو ددی سره سره به ما حوصله کوله . هغه په لاهور کی دوه ځلی زما کورته راغلو او له هغه وروسته یی په اسلام آباد کی راشه درشه پیل کړه او په شپو شپو به زما دمیرمنی بشری سره  د تلیفون په وسیله په خبرو بوخت ؤ ما چی دغه شانی اوږدی خبری مزاحمت ګاڼه که څه هم دغه اوږدی خبری دیوی مرشدی او مرید ترمینځ ګڼل کیدی خو دومره زیاتی شوی چی دخبرو لپاره یی تلفن بدل او دعمران خان نیازی په مرسته یی ځانګړی شمیره تر لاسه کړه اوددوی ترمینځ به په پټه خبری ترسره کیدی . خودا وړ کړه وړه هم زما د احتجاج سبب کیدل  ځکه چی کله به ما له بهر څخه هغی ته تلفن کاوه نو تلفن به یی نه پورته کاوه ترهغی چی زما کراچی ته د کار د تبدیلی په ترځ کی کله چی تلفن کاوه نو هغی به تلفن ته ځواب نه وایه ترڅو به ما په کور کی د خدمتګار څخه پوښتنه وکړه راته به یی ویل چی خان صاحب راغلی دی  …داسمه ده چی که دپیری او مریدی مسأله هم وی نو آخیر خاوند خو هم یوڅوګ دی چی باید په نظر کی ونیول شی نو څنګه زما له اجازی پرته په ساعتونو له عمران خان سره تیروی ! …..وروسته می دکور خدمتګار په وسیله له کوره بهروایوست .

لکه څرنګه چی خبریاست کله چی د ۲۰۲۱میلادی کال د آګست په ۱۵نیټه هغه مهال چی دهیواد پخوانی ؤلس مشر محمد اشرف غنی له هیواده وتښتید نود طالبانو ځواکونه په کابل کی دګډوډیودمخنیوی په موخه کابل ولایت ته داخل شول داسی انګیرل کیده چی که څه هم اشرف غنی چی دهیواد ؤلس مشراود دعوی یوه مهمه برخه بلل کیږی وبه کولای شی د افغانستان په دننه کی د دوحی د تړون پاته اړخونه هم سرته ورسیږی خوله هغه ځایه چی د پاکستان د وخت صدراعظم عمران خان د طالبانو په ځانګړی توګه د خلیفه سراج الدین حقانی په مشرې د حقانی شبکی او دپاکستانی طالبانو له غورځنګ TTPسره  پخوانۍ اړیکی درلودی نو په پیښور ښارکی د یوی غونډی په ترځ کی له حقانی شبکی څخه وغوښتل شول ، اوس چی  افغانستان دطالبانو په واک کی دی نو هرڅومره ژر چی کیدای شی باید د دوحی دتړون پر خلاف په افغانستان کی د طالبانو امارت اعلان کړی . کله چی د خلیل حقانی په مشرې یوه لویه قافله کابل ته راورسیده اود حکومت د اعلانیدو په تکل کی شوی ؤ نود پاکستان پوځ هم چی د دوحی د تړون دعملی کیدو مسؤلیت یی په غاړه درلود د ملا عبدالغنی برادرپه مشریی یی د کوټی شوری پوری تړلی کندهاری طالبان  د کندهار له لاری افغانستان ته راولیږدول . او دحقانی شبکی طالبانو دا کار له کابل څخه کندهار ته د پلازمینی د انتقال په معنی تعبیر کړ نو ځکه خو د خلیفه سراج الدین ورور انس حقانی خوست ته ولاړ او  خوستی طالبان او د خوست نور وګړی یی په دی پلمه چی ګنی کندهاریان پلازمینه  یا پایتخت له کابل څخه کندهار ته انتقالول غواړی نو پکار ده چی دکندهار د طالبانو ددغه کار مخه ونیول شی  له هغه ځایه چی په افغانستان کی دافغانانو د برخ لیک یا سرنوشت مرغلره له کالونو کالونو را په دی خوا د نړی او سیمی د استخباراتو په منګولو کی لویدلی ده او په افغانستان کی تل دیوی استخباراتی جګړی شوم آثار په ګوتو کیږی نو د عمران له لوری د پاکستان د پوځی استخباراتو د مشر

جنرال فیض حمید په مشریی یی یو پلاوې د افغانستان  پلازمینی کابل ته را ولیږلو  او په افغانستان کی یی د  حقانی شبکی او کندهاری طالبانو ترمینځ د اسلامی امارت په نوم د یوی ګډی اداری نسخه تیاره او دذبیح الله مجاهد له لوری اعلام کړای شوه .خو کله چی ذبیح الله مجاهد د حقانی شبکی دمشر خلیفه سراج الدین حقانی نوم د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه اعلان کړ نو دداسی خبر په اوریدو نو سمدلاسه دامریکا  متحده  ایالاتو د جاسوسی اداری هغه پنځه میلیونه ډالر چی د خلیفه پر سر انعام ایښودل شوی ؤ لس میلیونه ډالرو ته لوړ کړای شو.چی  په دی توګه دا ؤښودل شوه چی نوربه  نو ددغه کار عاملان چی ددوحی دتړون او دامریکا په وړاندی  د عمران خان پوپولیستی سیاست یی لوی عامل بلل کیده  له مجازاته ونه ساتل شی همدا شان دطالبانو واکمنی چی ددوحی دتړون پر خلاف باید د بین الافغانی مذاکراتو په پایله کی یوټول شموله اسلامی دولت رامینځ ته شوی وای ددغو شرطونو تر پوره کیدو په رسمیت ونه پیژندل شی . نو ځکه خو د پاکستان دپوځ او دصدراعظم عمران خان ترمینځ نرمه خو خونړې شخړه  پیل شوه . داخونړی شخړه  هغه مهال ښکاره او دسیاست د پردی پرمخ راښکاره  شوه چی د عمران خان د پاکستان صدراعظم یا لومړی وزیر په افغانستان کی د طالبانو د بیا واکمنیدو په هیله داسلامی همکاریو د کنفرانس غونډه د ریاض پر ځای په فوق العاده توګه په اسلام آباد کی جوړه شی ترڅو د طالبانو د لومړنی واکمنی په څیر چی د پاکستان ، عربی اماراتو او عربستان له لوریو په رسمیت پیژندل شوی ؤ خو د امریکا په ګډون نورو هیوادونو ورسره سیاسی او اقتصادی تعامل کاؤ که دا ځل هم دطالبانو واکمنی د ځینو هیوادونو لخوا په رسمیت ؤپیژندل شی نو په نړی کی زیات هیوادونه به یی په رسمیت ؤپیژنی چی د سعودی عربستان مقاماتو هم دعمران خان دغه غوښتنه ؤمنله او دا سلامی هیوادونو د همکاریو کنفرانس یا OIC د ریاض پرځای په اسلام آباد کی په داسی حال کی په نظر کی ونیول شو چی د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی ته هم په دغه غونډه کی دګډون بلنه ورکړای شوی وه . خو دپاکستان دپوځ  اوعربستان د امنیتی مقاماتو ترمینځ استخباراتی اړیکی ددی سبب شوی چی په اسلام آباد کی د اسلامی همکاریو د کنفرانس OIC د غونډی یوه ورځ پخوا د افغانستان پرسرحدی ولایت کنړ باندی د TTP جنګیالیو د مرکزونو او د څرخی پله له زندان را خوشی شوی مشر مولوی فقیرالله چی تحریک طالبان پاکستان TTP مرستیال ؤ او د کنړله ولایت  څخه یی پاکستان په نښه کاوه په لسګونه توغندی او یوه بی پیلوټه الوتکه چی د نوموړی مولوی فقیرالله کور یی په نښه کړی ؤ را پریوتل  خو داچی مولوی فقیرالله لږ مهال وړاندی له کور څخه وتلی ؤ ټول توغندی او الوتکی زیات ځانی زیان ونه رسوو. داسی ویل کیږی چی دا د توغندیواو بی پیلوټه اوتکی برید یواز یوه سمبولیکه بڼه درلوده او اصلی موخه یی داوه چی د اسلامی همکاریو د کنفرانس OIC  له لوری د عمران خان موخی سرته ونه رسیږی .د تحریک انصاف دګوند دمشر او صدراعظم عمران خان نیازی په وړاندی د انګریزی استعمار په لاسونو د جوړ شوی پاکستانی پوځ زغم هغه مهال پای ته ورسید کله چی عمران خان دروسیانو لخوا پراوکرائین د یرغل پرمهال دکرملین په میلمستونونو کی د یوه معزز میلمه په توګه حضور درلود .که څه هم له روسی څخه  د صدراعظم عمران خان د لیدنو پروګرام د دیپلوماتیک پروتوکول له مخی پخوا ټاکل شوی ؤ خو  د ښاغلی خان ملاقاتونه ، لیدنی کتنی چی  په عنعنوی توګه په آسیا کی دغرب او امریکا دیوه تاریخی ملګری یعنی پاکستان دیوه مشرسفر کرملین د اوکرائین په جګړه کی د خپل حقانیت ثبوت ګاڼه نو ځکه خو دپاکستان عنعنوی ساتونکی ځواک پوځ له عمومی استراتیژۍ سره په ټکر کی راغلو نو ژرترژره چی ممکنه وه د عمران خان دسقوط ارآبه ګړندی کړه او د عمران خان پارلمانی سقوط لپاره یی لومړی ټول هغه ۲۵ تنه د پاکستان د پارلمان غړی چی د عمران خان په قدرت ته په راوستو کی یی رول درلود دښاغلی خان پر خلاف ودرویخو عمران خان او دانصاف ګوند وتوانید دیوه داسی جعلی سند په وړاندی کولوسره چی ګنی د عمران خان د عدم اعتماد درأی په تحریک کی 

د امریکا لاس دی په پارلمان کی د عدم اعتماد تحریک متوقف کړی خو دپوځ په ملاتړیی مخالفینو یا په پارلمان کی مخالفه ډله وتوانیده دپاکستان دقضایه قوی په مرسته د پارلمان د مرستیال قاسم خان پریکړه لغوه او په پارلمان کی پرعمران خان دسلب اعتماد تحریک قانونی ؤبولی .په دی توګه د عمران خان چی دپاکستان د کرکټ دلوبو اتل ؤ دخپلو خوش باوریوپه خونړی سیلاب کی غوپی وهی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا