گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داتصالاتومخابراتی شرکت او په خوست کې د فوټبال لوبو سیالۍ !
داتصالاتومخابراتی شرکت او په خوست کې د فوټبال لوبو سیالۍ !

داتصالاتومخابراتی شرکت او په خوست کې د فوټبال لوبو سیالۍ !

د جمعې ورځې ناوخته د افغانستان د خوست ولایت په ملی لوبغالی کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د سولې په نوم د فوټبال لوبۍ سیالۍ پیل شوې.د سیالیو تابیا کوونکی وایی، د فوټبال دا ټورنمینټ چې درې میاشتې دوام کوی، د خوست له ځایی ټیمونو سربیره به د کوزې پښتونخوا د فوټبال ځینې لوبډلې هم په کې برخه واخلی.د خوست د المپیلک امر عزیز ملنګ د فوټبال لوبې د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې  وویل، د دې سیالیو په ترسره کیدو سره به له یوې خوا په دې ولایت کې د فوټبال د لوبې تکړه لوبغاړی مالوم شی او بل لوری ته به ځوانانو ته دا پیغام ورکړی، چې د نشه یی توکو له کارونې ځانونه وساتی او په خپلو کې یووالی وکړی ده له بیلابیلو سوداګریزو شرکتونو او د ټولنې له شتمنو خلکو وغوښتل، چې د ځوانانو د دا ډول برنامو مادی او معنوی ملاتړ وکړی.ښاغلی ملنګ زیاته کړه:”

په خوست ولایت کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ شروع شوې، پدې سره به له یوې خوا موږ غښتلی ورزشکاران پیدا کړو، په دویم ګام کې به لدې لارې د نشه یی توکو له استعمال سره مبارزه وکړو، د ځوانانو تر منځ به یووالی پیدا کړو، هیله مې داده چې داسې نور شرکتونه هم پیدا شی او په بیلابیلو لوبډلو پانګونه وکړی.”د خوست ورزشی امر زیاتوی، چې روان لمریز کال د خوست د ورزشکارانو د بریاوو او لاسته راوړنو کال وو، ځکه دوی په ۷ بیلابیلو ورزشی برخو کې لومړی او دویم مقام ترلاسه کړ.

نوموړی وویل، لس ورځې وروسته د افغانستان د هاکۍ ملی لوبډله په پاکستان کې د هاکی لوبو د یو شمیر هېوادونو په سیالیو کې د ګډون په موخه روانیږی،چې په ملی لوبډله کې ۱۸ ورزشکاران خوستوال دی.د ده په وینا دا مهال د خوست ۳۷ ورزشکاران د ملی لوبډلو غړیتوب لری، چې د معاشونو په ګډون له ټولو امتیازاتو برخمن شوی دی.په خوست کې د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن وایی، چې پدې ټورنمینټ کې به د خوست سربیره د یو شمېر نورو ولایتونو او په ځانګړی ډول د جمعې په ورځو کې د کوزې پښتوخوا د نږدې سیمو لوبډلې هم برخه واخلی.د فوټبال لوبې یادې سیالۍ چې د اتصالاتو د مخابراتی شرکت په مالی مرسته پیل شوی، په خوست کې یې ځایی مشر منیب وایی،

دوی به د ورزش په نورو برخو کې هم ورته سیالۍ به لاره واچوی.ده له ورزشکارانو وغوښتل چې په خپلو کې اړیکې پیاوړې اوددوستۍ اوصمیمت په فضاء کې لوبې سرته ورسوی.نوموړی له خلکوهم وغوښتل، چې د یادو سیالیو د تماشې لپاره ملی لوبغالی ته ورشی اود فوټبال له لوبو خوند واخلی.په خوست کې دامهال دسپورټ په برخه کې په لسګونو لوبډلې شته،چې دیاد ولایت په مرکزاوبیلابیلو سیمو کې تمرینونه کوی.د فوټبال فدراسیون دځوانانود کمیټې مسوول حکمت ګل،چې اویا ووکم عمره ځوانانوته د فوټبال تمرین ورکوی وایی،ورزش سره ځوانان دنشه یی توکو له استعمال او نورو ټولنیزو بې لاریو ژغورل کیږی.

نوموړی له افغان حکومت هیله کوی، چې د ځوانانو په ګډون د ټولنې په ټولو قشرونو کې د سپورټترویجولو ته پاملرنه ډېره کړی.د یادونې وړ ده د خوست په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره ځوانان سپورټ کوی، که څه هم پخواوالیبال، باسکټبال او ورپسۍ فوټبال د دوی د خوښې لوبې وې، خو پدې وروستیو کې کریکټزیات مینه وال پیدا کړی او نږدې په هر کلی او قوم کې دا لوبه ترسترګو کیږی، د خوست زرګونه نور ځوانان بیا د رزمی ورزشونو په کلپونو کې تمرینونه کوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا