لکه څنګه چی اټکل کیده او افغانان د ښکیلاک په منګولو کی د ښکیل دردناک حالت څخه ښکاریده بالاخره دامریکا د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کی د خارجه وزیر «مایک پامپئو» له قوله لیکل شوی دی چی د امریکا دمتحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ له اوږدو خبرو اترو او غوړو میلمستیاؤ وروسته کیدای شید روان کال د فبروری میاشتی په ۲۹ نیټه د طالبانو او د امریکا دمتحدو ایالاتو ترمینځ یوتړون لاسلیک شی چی ورسره جوخت د طالبانو داسلامی تحریک له لوری هم ورته اعلامیه خپره شو.طالبانو په خپله اعلامیه کی لیکلی دی چی د مذاکراتود وروستی جریان په هکله داسلامی امارت اعلامیه ترسرلیک لاندی یی خپره کړی ده داسی لیکلی دی :د افغانستان اسلامی امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د ۱۴۴۱هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په (۵) مه او د ۱۳۹۸هـ ش د حوت میاشتې (۱۰) مه او د ۲۰۲۰م کال د فبروری میاشتې په ۲۹مه نیټه به نهایی شوې توافقنامه د نړیوالو په حضور کې د دواړو طرفونو ترمنځ لاسلیک شی……بل لورته د افغانستان د حکومت دامنیت شوری ویاند جاوید فیصل چی پخوا یی د عبدالله عبدالله په مشری د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند په توګه دنده ترسره کوله هم ویلی دی چی د افغانستان حکومت د ددغه فرصت څخه د اعظمی ګټی آخیستنی په هدف کاملأ آمادګی نیولی ده یوه اونی چی وسله والو ډلوچی د خشونت دکمښت په نوم نومولی له دی یوی اونی څخه اعظمی ګټه واخلی او دا دشپی له دولسو بجو څخه پیلیږی .
موږ له خپل آدرسه کاملأ امادګی لرو او په دی امید یو چی نور نو دائیمی اوربند رامینځ ته او افغانستان ته پایداره صلحه راشی …..بل لورته که څه هم د ټاکنو د کمیسیون له لوری د ملی وحدت د حکومت مشر محمد اشرف غنی د هیواد د رسمی ولسمشر په توګه اعلام شوی دی
خو تر اوسه هم له ګوتو په شمیر بهرنیو او کورنیو ځواکونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی چی د شنونکو په باور دا په افغانستان کی د یوه ګډ ایتلافی حکومت چی د طالبانو په ګډون به د افغانستان زیاتره زورواکان ، وژونکی او دملت قاتلان پکی ځای ولری پر لور یو ګام دی ،
که څه هم لا دمخه ښاغلی محمد اشرف غنی د ولسمشری پر څوکی د کیناستو لپاره د خپلو پلویانو په مینځ کی په ریأ کارانه ډول راڅرګندیږی . خو ولیدل شی چی د خشونت د کمولو د اونۍ په تیریدو به زموږ دخواری ټولنی برخ لیک په دکوموخونړیو لاسونو کی پریوزی ؟