گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دفیل سورت اوننـــی نـــړی او پیـــــړې تــــه یــــی پیـــغـــام
دفیل سورت اوننـــی نـــړی او پیـــــړې تــــه یــــی پیـــغـــام

دفیل سورت اوننـــی نـــړی او پیـــــړې تــــه یــــی پیـــغـــام

دنواندیشی یادونه او بښن غوښتنه : لکه څنګه مو چی د افغانستان د قرآن پیژندونکی اوشاعر  لیکوال محترم احمد حسین عنایت په قلم د پاک قرآن د  فیل د سورت  یوه برخه ولوسته خو په خواشینی سره چی د ځینو ځانګړیو لاملونو له مخی د هغی لومړی برخه پاته وه چی دادی له محترم ورور احمد حسین عنایت څخه په بښنه د فیل د سوری لومړی برخه هم تاسو ته وړاندی کوو .د «فیل» سورت مکي دی (۵) آیتونه یوه رکوع لري په تلاوت کې (۱۰۵) سورت دی د سورت له مضمون او تاریخي شالیده په څرګنده توګه بريښي چې دا سورت به په مکه کې د نازل شوو سورتونو په لومړني پَيرپورې اړه ولري. ددې سورت نوم د هغه په لومړي آیت کې د «اصحاب الفیل» له لفظه اخېستل شوی دید تلاوت په لړ کې له دې څخه مخکينی سورت «همزه» دی له همزه سورت سره د فیل سورت اړیکه او اړوندتیا ډېره ظریفه او باریکه ده او باید ډېره زیاته پاملرنه ورته وشي. د همزه سورت له شتمنۍ او ځواک سره د زړه تړني له ډګرونو او زمېنې څخه چې له خلود او تلپاتېتوبه يې ريښه نېولي یادونه کوي؛ چې همدا د انسانانو د شړنې او رټنې او د هغوی د شخصیت او سړيتوب د سپکاوي او ماتونې لامل کېږي. او د فیل سورت د دا ډول خصلت ټاکلی مصداق او تحقق، نښه او علامت په پراخې او ټولنيزې تنظیم شوي بڼه څرګندوي. کله چې ځانويني او ځانپالنه، مال ټولونه او شمېرنه يې د یوې ټولنې موخه شوه، د داسې چلند د بهیر په پای کې د داسې نظامونو د څرګندېدو او لواړېدو لامل کېږي چې د ځان په ستر ګڼلو، اوچت ګڼلو او تکبر سره، د انسانانو استعباد، غلام کولو او ځبېښاک ته لمن وهي. او د فیل اصحاب له داسي نظامونو څخه تاریخي څرک، مصداق  او عملي څرګندونه ول.«ابرهه» چې د یمن پر یهودي پاچا له بریالیتوب او د هغه د هیواد تر نېولو او په سیمه کې د ټولو مخالفینو تر ځپلو وروسته، له جنګي پيلانو سره مل، د حجاز او کعبې هوډ کړی وو چې د کعبې له ویجاړولو سره سم د عربانو زړونه د «القلیس» [Ekklesia] سترې او پرتمينې کلیسا لور ته ورمات کړي، په واقعیت کې «ابرهه» د حبشې [اوسنۍ ایتوپیا] د مسیحي پاچا «نجاشي» د لښکر بولندوی وو، او هغه هم د روم د امپراتور لاس ناستی او د هغه تر اغیز لاندې وو. او له استکباري اړیکو په دا ډول یوه رسۍ او تړون کې، د خدای بنده ګان د جبارانو، ظالمانو او ګرګرانو تر لَغتو او پښو لاندې ټکېدل او چيتېدل، ان تر دې چې د خپلو مذهبي مراسمو لپاره يې ازادي او امنیت نه درلود. پر دې ترتیب لېدل کېږي چې څه ډول د یوې ټولنې په هر وګړي او هر غړي کې شتمنیو، پانګې او ځواک پورې زړه تړنه او په تکاثر او زېاتوالي کې يې رقابت او یو له بله د مخکې کېدو او رقابت لپاره منډه او ځغاسته د داسې ناعادلانه نظامونو د پيدایښت لامل کېږي. د همزه په سورت کې د دغې انحراف او کږېدنې زمینه او ډګر او د فیل په سورت کې د هغه د تحقق او عملي تطبیقي مصداق او بېلګه څرګندوي؛ چې د شتمنیو او ځواک پورې د زړه تړنې په پایله کې ښکیلاکګر نظامونه بڼه نیسي.ددغو دوو سورتونو ځېنې کليمې، د هغوی د مضمونونو تر منځ ظریفي اړیکي څرګندوي چې له لنډ غور سره څرګندېدای شي. له هغې ډلې په «همزه» سورت کې د «حطمه» کلیمه ده [کلا لینبذن فی الحطمه و ما ادریک ما الحطمه] چې معنا يې هماغه کړنې دي چې جنګي پیلان يې سر ته رسوي، او د فیل په سورت کې ورته نغوته شوېده. د «حطم» کلیمه تر لَغتو لاندې کولو، تر پښو لاندې، چيتولو او ماتولو لپاره کارول کېږي، هر چيت شوي او ووړ شوي څيز ته له همدې لامله «حطم» وايي.  په قرآن کریم کې دا کلیمه په هر دواړو معناو کارول شوې ده [چې په واقعیت کې له یوې معنا دوه مخه دي]. د ټکولو، لَغت کولو او چيتولو په مورد کې، د نمل سورت، د یوه میږي خبره نورو میږیانو ته په خطاب کې نقل کړې ده چې د حضرت سلیمان او د هغه د لښکرو تر لَغتو لاندې د چيتېدو له ويري، هغوی ته د هغوی خپلو ځالو ته د تللو خبرتیا او ګواښنه کوي: حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ. [نمل ۱۸(۲۷:۱۸)] تر دې چې د مېږیانو ناو ته ورسېدل. یوه میږي [د سرتېرو د پلونو له اغېزې د ځمکې د لړزښ له احساس سره] وویل: ای مېږیانو خپلو ځالو ته ورننوځئ، هسې چې سلیمان او لښکر يې په ناپامۍ کې تاسو چيت کړي.    پر پورتني آیت سربېره، درې ځلې نور هم د «حطام» کلیمه له همدې ريښې په قرآن کې کارول شوې ده چې په ټوله کې د ونو له زرغونتیا او شینوالي وروسته د هغوی د څانګو او پاڼو د ورستېدو وچېدو او ماتېدو په معنا ده «… ثم یهیج فتراه مصفراً ثم یجعله حطاماً …»[زمر ۲۱(۳۹:۲۱)] [… ورپسې هغه ژیړبخن ویني، بیا هغه رژېدلي [خس او خاشاک] کړي…]، «… ثم یهیج فتراه مصفراً ثم یکون حطاماً …» [حدید ۲۰(۵۷:۲۰)] […ورپسې [ورو ورو] وچ شي  او ویني چې ژېړ شوي دي، ورپسې خس او خاشاک شي…] ، «لو نشاء لجعلناه حطاماً…»[واقعه ۶۵(۵۶:۶۵)] [که وغواړو دا [کښتونه] به (په) خس او خشاک [بدل] کړو]، چې د «حطم» د کلېمې بل مخ څرګندوي.د خپل لښکر په لومړنیو کرښو کې د جنګي پیلانو له راوړو څخه د «ابرهه» موخه له دې پرته بله نه وه چې د مقابلو لیکو او دښمن لښکر مات کړي او د هغوی کسان تر پښو لاندې چيت او لَغت کړي. همدا راز د مېږیانو په سترګو کې هم سلیمان او لښکر يې لکه د پیلانو په څېر برېښېدل چې د هغوی تر پښو او لَغتو لاندې د راتلو له وېرې خپلو ځالو ته وتښتېدل.(د همزه سورت کې) د حطمه له کليمې سره د پیلانو تناسب او ورته والی، ددغو دوو سورتونو ظریف ارتباط او انسجام څرګندوي. د همزه په سورت کې، د حطمه لفظ  هاغو دنیاپالو ته د ماتوونکي عذاب په عنوان کارول شوی دی، چې له عیب څارنو، ویارسپړنو او توهین او تحقیر سره د نورو د شخصیت او انساني منزلت د ماتوونکو په ستایننوم معرفي شوي دي [ویل لکل همزة لمزة]. لکه څنګه چې د هر وګړي یا یوې ټولنې د عذاب ډول د هغه وګړي یا ټولنې له چلند او لاسته راوړنو سره نیغ او مستقیم تناسب لري، د حطمه عذاب د هغوی د کړنو مستقیم غبرګون ګڼل کېږي. پر دې ترتیب د حطمه کلیمه، هم د همزه سورت تر نظر لاندې د دنیاپالو عذاب څرګندوي او هم د نغوتې په توګه د فیل سورت د پیل ملو عذاب؛ هغوی چې د نورو د لَغت کولو او د الله د کور د ماتولو او ویجاړولو پر ځای پخپله د اورشیندو د ویلو اېشېدلو توکو تر لاندې چيت او لَغت شول او لکه د ونو د ورستو وچو پاڼو او څانګو یا د ژول شو بوسو، پروړې او ګیاه په څېر ووړ او چيت شول [فجعلهم کعصف مأکول]. د پاملرنې وړ دا چې د فیل په سورت کې د «عصف» د کلیمې معنا هم هماغه د همزه په سورت کې د «حطمه» د معنا په څېر ده او د وییونو [او لُغتونو] کتابونو هر دواړه کلیمې «د بوسو مېده، د ونو وچې ورستې پاڼې یا هر وچ ووړ شوی څیز» معنا کړی دی، چې دا یو شانوالی او تقارن هم د دغو دوو سورتونو [همزه او فیل] پر پیوند او اړیکې بل لامل دی.پر پورتنیو نښو او نکتو سربېره په دواړو سورتونو کې ګډ مفهومونه او مضمونونه شتون لري چې د عذاب اړیکه د انسانانو له کړنو سره په ظریفه توګه څرګندوي، د همزه په سورت کې له الهي بل شوي اوره [نَارُاللَّهِ الْمُوقَدَةُ] ډارونه او ګواښنه کوي او د فیل په سورت کې له اورشیندي څخه، چې د ابرهه لښکر يې لاندې کړ. په همزه سورت کې يې الهي اور چې پر زړونو نغاړل کېږي او برلاسی کيږي په ورتړلي توګه يې د ستنو په منځ کې ستایلی دی [اِنَّهَا عَلَیْهِم مُّؤْصَدَةٌ، فِی عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ]. او هاغه څه چې تاريخ پوهان له هاغې پرتمینې او بېسارې کنیسه څخه چې ابرهه د یمن په صنعاء کې د «القُلّیس» په نامه ودانه کړې وه، ستاینه کوي. [دې بهیر پورې د اړوندو تاریخي پېښو لنډیز مرحوم طالقاني رحمةالله علیه د فیل په سورت کې راوړی دی. چې هماغه «تړل توب او  اېساروالی» دی «مؤصده» او د آسمان څکو ستنو «عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ» درلودل دي. (الله اعلم)]. ددغې برخې په پای کې به ددې خبرې یادول بې ګټې نه وي چې د قلم په سورت کې د دنیاپالو شتمنو او پانګوالو د ځانپالنې، عيب څارنې، ویارسپړنې، ستغ خوی او د بې ټبرۍ په غندنې پسې، هغوی په داسې علامت چې خدای تعالی به يې «د هغوی پر خرطوم» ووهي ګواښلي او تهدید کړي دي. «أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَسَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ». [قلم ۱۴(۶۸:۱۴)…۱۶] [په دې خیال او ځان غولونه] چې مال او زامن [=ځواک] لري….[د غرور او تکبر] پر پوزه به يې [د رسوايي] نوغی [او داغ] کېږدو.د سورت نوم او لومړی آیت د یوې پېښې څرګندوونکی دی چې له هغې څخه عبرت اخېستنه د سورت اصلي پیغام تشکیلوي. دا پيښه له دې لامله چې د عربو خلکو لپاره يې ځانګړی ارزښت درلود او د هغوی پر ژوند او داخلي او خارجي اړیکو يې ژور اغېز پرېښی، د «عام الفیل» په عنوان د عربو د تاریخ پیل، مبدأ او سرفصل ګومارل شوی دی. پر دې بنا ددغې داستان اصل د پیغمبر معاصرو خلکو لپاره معروف او پيژاندی وو، خو خلک د پېښې د رامنځته کېدو او ووړبرخو او جزئیاتو له څرنګوالي او کیفیت څخه، د مکې د ښار او شاوخوا د تشونې او په پټنځایونو کې د پټېدو له لامله بېخبره ول. [ځکه چې د ابرهه د لښکر د یرغل له وېرې د غرونو او درو په غارونو او سمڅو کې پټ شوي ول]. او له همدې لامله دا سورت د یرغلګرو په نسبت د پالونکي څښتن د فعل څرنګوالی او «کیفیت» تشرېح کوي.له بل لورې د ټولو تاریخپوهانو د شهادت پر بنسټ، د رسول اکرم زېږېدنې، سمدم په همدغه کال کې بڼه نيولې ده. دا ډول تقارن او انطباق چې نه یوازې عربي نړۍ، بلکې د هاغه مهال ټوله نړۍ يې لاندې باندې کړې ده، قاعدتاً نه ښايي تصادفي او پرته له لامله وي. د ابرهه د لښکر له مرموز، پټ او ناڅرګند نشتېدلو او له منځه تګ سره چې له خپلو جنګي پیلانو سره يې مکې ته په لاره کې د عربو ټولې ځواکمنې قبیلې یوه پر بلې پسې ځپلې او له منځه وړې وې او د پیلانو له ډار او وحشته د بیدیا باتورانو او زړورو اتلانو خپل ځانونه بایللي او تسلیم کړي ول، کعبې او د مکې ښار او د قریشو قبیلې ته د عربي قومونو او ګاونډیانو له تعظیم او تکریم سره پرله پسې پاملرنه او ځيرنه، نوره هم وڅکېده او زیاته شوه، او د هغوی مرکزیت او شهرت په ځلونو له تېره زیات شو. دا ډول پیلیزه پخپلو کې د دښمنو عربانو د یو کور د چورليځ ګرداګرد د راټولېدلو او د هغوی د ترېدلو زړونو د یو ځای کېدلو او تألیف لامل شو. او څلوېښت کاله وروسته د رسول اکرم له ظهور او بعثت سره يې ورو ورو او په تدریج د وحدت او یووالي چاپېریال، ځمکه او ډګر برابر کړ.داسې برېښي لکه څنګه چې بیزو د تقلید ښکارندوی، خوګ د حرامخورۍ نښه، سپی او ليوه د داړنې د خوی سمبول او …دي، فیل صفتي به هم د هاغو کسانو وړتیا وي چې د مال او پانګې په راټولولو او ځواک، غواړي ضعیفان او بېوزلي د خپلو درندو پښو لاندې چيت کړي او وځپي. او په هر ځای او چم کې مخالفت او مقاومت د خپل دروند ځواک په توسه مات او ټوټه ټوټه کړي. که دا تشبیه سمه وي، د دوو سورتونو همزه او فیل د مضمونونو پر ارتباط او انسجام بل تایید ګڼل کېږي.

داسې برېښي چې ددې سورت په لومړي آیت [الم ترکیف فعل ربک …] کې خپله د شخص رسول اکرم مخاطب کول او [د الله پر ځای] د «رب» صفت ته اشاره کول د همدغه مطلب تائيد او ملاتړ کوي چې لومړی ددې پېښې اړیکه او د هغې تقارن د پیغمبر له زېږد سره څرګندوي، دویم د داسې یوه بعثت لپاره د روزنې او سریزې د ځمکې او ډګر په پنځون کې د الهي «ربوبیت» او تدبیر لاس بیانوي.خو هغه څه چې په دې پېښه کې ډېر تر لید لاندې دي، ګواکې د پېښې د منځته راتګ څرنګوالی او «کیفیت» دی [الم ترکیف فعل …] نه د هغې جوتول، لکه څنګه چې وویل شول، دا پېښه د ټولو عربانو په خبرو اترو کې یادېده او هاغه څوک چې د پیغمبر هم مهالي ول یا خو پخپله ددې پېښې شاهدان ول یا يې نېغ په نېغه له خپلو پلرونو څخه د هغې داستان اورېدلی وو. خو هیچا د ابرهه د لښکر د نشتېدلو  له «کیفیت» او د هغه له ووړبرخو او جزئیاتو څخه خبر نه درلود. ګواکې څه مهال وروسته د مکې خلک چې د ابرهه له پیلانو او لښکره تښتېدلي او پټ شوي ول، له خپلو پټنځایونو راووتل چې وویني کعبه څه ډول ویجاړه شوې ده، د «اصحاب فیل» له تیت وپرک شوو جسدونو سره مخامخ شول. په دې ترتیب هاغو کسانو چې له جنګي پيلانو سره پر تکیه، ډاډ او ویاړ او له هغوی څخه په پلیونۍ، د خپلو پراختیا غوښتنو خنډونه ماتول او د خدای بندګان يې د پیلانو تر پښو لاندې چيتول، پخپله هم د ډبرو تر دروند بار لاندې، چې هغه هم د هغوی د ډبرزړه والي پایله او محصول وو لکه د ژوول شوو واښو او پروړې په څېر مات او چيت شول.   په دې پېښه کې، د ابرهه سرتیري «اصحاب الفیل» نومول شوي دي. له هر څیز سره مصاحبت [اوملتیا] له هغه سره یو ډول نژدېوالی، ملازمت او چوپړ څرګندوي چې په ډېریو موردونو کې د یو څيز د ژغورنې او پر ځواک یا او چت پوړ د ډډې او تکیه کولو له کبله سرته رسېږي. لکه د کهف اصحاب [غار ته پناه راوړونکي]، اصحاب الحجر [د عاد قوم چې په غرنۍ سیمه کې له ژوند او پر ډبرینو ماڼیو له ډاډ او اتکاء سره، د غرونو په زړونو کې يې ودانۍ تراشلې او د ناماتۍ او تل پاتېتوب انګېرنه او احساس يې کاوه]، اصحاب الایکه [د شعیب قوم چې پر باراني طبیعت او برکتناکو «ځنګلونو» له ډاډ او تکیه سره يې، د نه اړمنتیا احساس او انګېرنه کوله]، د مدین اصحاب [ پر تمدن، ښاري ژوند او مدنیّت متکي او ډاډه]، اصحاب الرّس [د څاه پر اوبو ډاډه او تکیه کوونکي ــ د ایران په جنوبي سیمو کې د وچوبي او لږ اوبې سیمي خلک]. د ابرهه لښکر هم چې «اصحاب الفیل» نومول شوي دي، د جنګي پیلانو په ځواک له ډاډ سره يې، خپل ځانونه ناماتي انګېرل او خپله برلاسی او غلبه يې تلپاتې ګڼله.بې مخینې طرحې، نقشې او تاکتیکونه چې هغوی په جنګي ارابو کې [د آسونو پر ځای] د پيلانو له ګومارلو سره اندلي ول، سره له دې چې د یوې مودې لپاره د هغوی د تاړاکګرو او له قهره ډکو غلبو او لاسبریو لامل شوي ول خو په پایله کې و نه چلېدل او له منځه ولاړل. ابرهه چې ګواکې د یمن بولندوی او د حبشې د واکمنۍ ځای ناستی وو، دا ټولې لښکرکښۍ يې د حبشې د پاچا په بولۍ، او هغه هم چې د امپراتور لاس ناستی وو، د خپل بادار په فرمان د کلیسا د اوېجه، او د رومیانو د ښکېلاکګر نفوذ د پراختیا او د ایران [دهغې پیر بل زبرځواک] له بریدونو سره نژدي د مرکزونو او اډو د رامنځته کولو لپاره سرته رسول. او د سترې پرتمینې «کنیسه» ودانول هم د زړونو اړول او څکول له کعبې څخه صنعا ته ول چې په دې توسه د مکې معنوي واکمني او د اعرابو د راټولېدو مرکزیت او د قریشو مرجعیت نشت شي او د روم د امپراتور د پراختیا غوښتنو موخو د پرمختګ خنډونه له منځه ولاړشي. دا ټولې طرحې، تدبیرونه، نقشې او سیاسي نیرنګونه د مخالفینو د له منځه وړلو لپاره، چې په قرآني اصطلاح کې «کید» نومول کيږي، له دې لامله چې له حق او عالم له حکیمانه نظام سره برابر نه ول، کوم ځای ته ونه رسېدل، ونه چلیدل او د قرآن په تعبیر ورک شول [الم یجعل کیدهم فی تضلیل].د «کید» اصل په ربړ او مشقت کې د بل چا اچول دي او په اصطلاح کې پر هاغو پټو دقیقو طرحو او تدبیرونو دلالت کوي چې د دښمن پر وړاندې طرح کېږي په داسې کړنو کې چې په ټوله کې د قهر او غلبې له اړخه سرته رسېږي، د اند او لید لامل اصلي نقش لري. هغه څه چې انسان په دې بهیر کې په خپل وګړيز او ټولنيز ژوند کې د دښمنانو پر ضد سر ته رسوي که له حق او پر هستۍ له واکمن نظام سره منطبق وي، پایلې او نتیجې ته رسيږي او که نه له هغه سره د تضاد او تناقض له لامله له نتیجې او پایلې پرته پاتېږي او آغیزې يې بېرته شخص ته ورګرځي. «أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا فَالَّذِينَ كَفَرُوا هُمُ الْمَكِيدُونَ» [طور۴۲(۵۲:۴۲)]. «آیا [د حق د نشت لپاره] د چل ول ویلاړ لري؟ خو منکران، پخپله [د خپلې دنیا] په ټګۍ کې نښتي دي.» د اصحاب الفیل کید هم لکه څنګه چې بنسټ يې پر ظلم او تيري او جابرانه پراختیا ايښی وو کوم ځای ته و نه رسېد [و نه چلېد] نشت او تباه شو. قرآن کې په دې اړه د «تضلیل» کليمه کارول شوې ده، چې [د تفعیل په باب کې او] د «ضلالت» [[ګمراهۍ، لارورکۍ]] له مصدره ده [الم یجعل کیدهم فی تضلیل] او په بل ځای کې يې هم ددې کليمې پر ځای، «هدایت نه کول» کارولي دي «… و ان الله لا یهدی کید الخائنین» [یوسف ۵۲(۱۲:۵۲)] چې هر دواړه په یوې معنا دي. هاغه څوک چې هدایت شوی وي مقصد او هدف ته رسيږې، خو ګمراه او لارورکي وګړي سرګردانه وي او ځایته له رسېدو پرته پاتېږي. د «تضلیل»کليمه هم د پیل ملو [اصحاب الفیل] د کید په اړه د همدغې موخې لپاره کارول شوې ده چې د هغوی طرحې او تدبیرونه د هغو له پیچلتیاو او باریکیو سره سره چې په هغې کې کارول شوې ولې، د هستۍ له حکیمانه نظامونو سره د نه انطباق له لامله کوم ځای ته و نه رسېدل او تباه شول. ځکه چې اصولاً د کافرانو کید په ګمراهۍ او بېلارۍ کې وو «… و ما کید الکافرین فی ضلال» [غافر ۲۵(۴۰:۲۵)] او الله تعالی د هغې سستوونکی دی «ذلکم و ان الله موهن کید الکافرون» [انفال۱۸(۸:۱۸)] هر څومره که د فرعوني نظام پر ځواک ډاډه او متکي هم اوسي، یو «کید» به د هغه په تباهۍ او زیان کې مستمر او پرله پسې اوسي «… و ما کید فرعون الا فی تباب» [غافر ۳۷(۴۰:۳۷)] ځکه چې اصولاً شیطاني تدبیرونه او طرحې سستې، ضعیفې او د ډاډ وړ نه دي «… ان کید الشیطان کان ضعیفاً». [نساء ۷۶(۴:۷۶)] أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ﴿۱آیا ودې نه لیدل [= په دې پېښه کې دې اندنه نه ده کړې] چې ستا پالونکي څښتن له پيل ملانو (۱) [= لښکر چې د پیلانو پر ځپونکي او ټکوونکي ځواک ډاډه ول] سره څه وکړل؟(۲)                      ۱ــ د مصاحبت معنا، یو ډول ملتیا او چوپړ دی، چې ورو ورو د انسان شخصیت له هاغه چا یا هاغه څه سره چې مصاحبت کوي ورته والی مومي؛ لکه د رسول الله صحابه او نور دنیايې مصاحبتونه. له هر څه سره مصاحبت پر هغه له ویسا او ډاډمنتیا سرچينه نیسي او پل په پل د هغه له اغېزمنتیا څخه هغه ته، ورته والی مومي. د سعدي په وینا:                                                   

د اصحاب کلیمه ۷۷ ځلې په قرآن کې تکرار شوې ده. هم صحبت، دوست او ملګري ته هم صاحب ویل کېږي. د اصحاب عنوان په قرآن کې پرې راز راز نومونو اېښوول شوی دی؛ تر ټولو زیات «اصحاب النّار» [۲۰ ځلې] له دې وروسته «اصحاب الجنّة» [۱۴ ځلې]، «اصحاب الجحیم» [۶ ځلې]، «اصحاب السعیر» [۳ ځلې]، همدا راز د : «فیل، سفینه، اعراف، کهف او رقیم، قبور، موسی، سبت، مَدْیَن، ایکه، حجر، رَس، اُخدود، صراط السّوی، میمنه، یمین، مشئمه او شمال» اصحاب.۲ – د تاریخ لیکونکو په روایت، د اسلام د پیغمبر (ص) مبارک میلاد د «عام الفیل» [دفیل کال] سره هم مهال دی او عربانو دا مهمه پېښه، د خپل ژوند او موقعیت نوی فصل او د تاریخ پیلامه ګڼله، چې دکعبې پر حریم، د تاړاکګرو تېریګرو پيل سپرو لښکرو پر نشت، او ددې کور او چوپړیانو د اعتبار پر زیاتوالي پای ته رسېدلې وه. پر دې بنا ددې پېښې اصل د پیغمبر د هممهالو لپاره په خاطرو کې یا له پلرونو څخه يې له نقل کولو سره یوه منل شوې او جوته چاره وه، خو له ښاره دتېښتې او د پېښې له صحنې څخه د لېرېوالي له لامله د هغې له «کیفیته» ناخبره ول.  تاریخ لیکونکو دا پېښه ، د شپږمې میلادي پيړۍ په دویمه نیمايي [۵۷۰ یا ۵۷۱ میلادي] کې روایت کړې ده، [مرحوم طالقاني له خپل روڼ اندي تحلیل سره د دې آیتونو تفسیر، د زبرځواکونو ایران او روم له تعارضاتو سره په اړیکه کې تفسیر کړی دی]. د روم امپراتورۍ پر حبشه سربېره، په پراخو سیمو کې له فلسطین او سوریه او د عربستان په شمالي او لوېديز کې د مسیحیت لپاره بنسټونه بنا کړي ول او د عربستان په سویل کې د کلیساو په ودانولو سره، د سرې بحيري په څنډو کې د نجران خلک او د یمن او عربستان تر منځ په برید کې خلک مسیحیت ته اړولی ول، خو د حجاز [مکې] سيمه د جغرافیايي شرایطو او د دوو زبرځواکونو له اغېزه د لېريوالي له لامله لاس ناخوړلې پاتې وه. له یوې خوا د کعبې او د مکې د ښار شتون چې د عربي لړیو او پښتونو د تاريخي باورونو مرکز او د هغوی د ټولېدو او یووالي لامل ګڼل کېده، د روم د امپراتورۍ لپاره د زغم وړ نه وو. له بلې خوا «ابرهه» د حبشې د مسیحي ټولواک بولندوی او د واک ځای ناستي په یمن کې د [اُلْقُلَّیس] په نامه یوه ستره او برمیاله کلیسا ودانه کړې وه او هڅه يې کوله د مکې له ويجاړولو سره، د عربو قبیلو زړونه بل مرکز ته وڅکوي او د امپراتور پراختیا غوښتنو ته د ایران په سوېلي بريدونو کې پراختیا ورکړي. د مکې پر لور د پيل سپرو لښکرو لېږل، د پراختیا غوښتنې یو سیاست په همدې بهیر کې، او د زمانې د زور او زر او تزویر په پیوند کې وو.أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ. أ يعني آيا، لَمْ تَرَ يعني ودې نه لیدل، دلته له «رؤیت» څخه موخه د هغه لغوي معنا یعنې په سترګو لیدل نه دي، بلکې علمي او پوهنیز دي چې لکه د احساس په څېر له ظاهري حواسو سره څرګند او روښانه دي. او استفهام په آیت کې انکاري دی، او معنا يې دا ده چې؛ مګر یقیني علم دې نه دی موندلی چې ستا پالونکي څښتن د فیل له اصحابو سره څه ډول چلن وکړ؛ «كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ.» د خپل پالونکي څښتن د فعل [کړنو] کیفیت  چې له پيلملانو او د پیل له څښتنانو سره يې څه وکړل؟ مخاطب يې پیغمبر دی او همدا راز هر هغه څوک چې د پیغمبر هم مهالي ول او، همدا راز له هغوی په پلیونۍ، راتلونکي هم.آیا د «اصحابِ الفیل» داستان او د هاغې پېښې کيفیت چې هغوی ته پېښه شوه او هاغه ماجرا چې پر هغوی تېره شوه تا نه ده اورېدلې؟ نه پوهېږې؟ له «لېدلو» موخه دلته پر سترګو ليدل نه دي. بلکې مقصد يې د باطن پر سترګو او بصیرت او دننۍ بینايي ده. ځکه دا پيښه ټولو ته جوته وه او د پېښېدو په اړه يې په هاغه چاپېریال کې هيچا شک نه کاوه او داسې برېښېده چې ګواکې هغه لیدلي ده لکه «أَلَمْ تَرَ کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِعَادٍ». له دې سره سره «أَلَمَ تَرَ» د (ألم تعلم» په معنا هم راغلی دی. دا لنډ، سر تړلی او مجمل، سورت، داسې یوه پېښه بیانوي چې د هاغې وخت عربانو ته څرګنده وه. دا چې وايي د کیفیت په اړه دې تحقیق نه دی کړی، له دې څرګندېږي چې قریش او غیرقریش د ماجرا په اصل پوهېدل او هغوی ته روښانه وه چې کلونه مخکې څه پېښه شوې وه، خو د هغې په اړه په توهم او انګېرنو کې اخته ول او د هغې په اړه به يې راز راز خبرې کولې. خو په عین حال کې ورته مهمه موضوع وه تر دې بریده چې هغې ته به يې «عام الفیل» یعنې د «پيل کال» ویل او د تاریخ مبداء [پَیل] يې ټاکلې وه. او هېښوونکي دا چې – هرو مرو به مو اورېدلي وي – رسول اکرم په هماغه کال کې دنیا ته راغلی دی او دا پېښه د پيغمبر له زېږېدنې سره هم مهالې وه. دا عام الفیل لکه څنګه چې مو وویل تر دې کچې د اهمیت لرونکی وو چې عربانو به له هغې مهاله وروسته، هره پېښه او واقعه د هماغه کال له مبداء سره ټاکله او ویل به يې د ساري په توګه له عام الفیل څخه شل کاله وروسته، یا پنځه کاله له عام الفیل څخه مخکې، یا پنځوس کاله له عام الفیل وروسته، سمدم لکه د مسیحیت د تاریخ مبداء چې د حضرت مسیح زېږد دی یا د مسلمانانو د تاریخ مبداء چې د حضرت پیغمبر هجرت له مکې څخه مدینې ته دی. په هر حال دا پېښه د عربانو لپاره ډېره هېښوونکي وه، خو دا چې څنګه رامنځته شوه هغوی ته روښانه نه وه. دا پېښه له هاغې پېښې سره ورته وه چې د ایران د انقلاب په پیل کې امریکايي الوتکې ورسره مخامخ شوې هغوی هم برنامه درلوده چې تهران ته ورشي او خپل یرغمل شوي کسان آزاد کړي، چې ډېره پراخه برنامه هم وه، خو الوتکې په دښته کې د شګې او شنګېړ په توپان کې ايسارې شوي او څو الوتکې ولوېدې او ټولې نقشې او برنامې يې ګډې وډې شوې او ويې نشو کولی بر یالي شي او کوم کار پر مخ بوځي. البته امریکایانو پخپله اعلان وکړ چې د الوتکو ماشینونه ناببره له کاره ولوېدل او همدا راز خبرې. مقصد دا چې اوس زمانه عوض شوې ده او اطلاعات د دنیا په سراسر کې خپرېږي،  خو هاغه وخت ۱۴۰۰ کاله ۱۵۰۰ کاله مخکې دا ډول نه وه او هاغه څه چې په عام الفیل کې پېښ شول په ماهیت يې څوک پوه نه شول، ځکه چې د مکې خلک ټول له ښاره بېرون وتلي او تښتېدلي ول. پر دې بنا هاغه پېښه چې د پیل اصحاب ورسره مخامخ شول په ووړبرخو او جزئیاتو يې څوک خبر نه ول. خو لکه څنګه چې مو وویل د ماجرا د پېښېدو اصل ډېر زیات مشهور او پېژاندی وو او داستان يې ټولو لږوډېر اورېدلی وو. خو اصلې ماجرا څه وه؟ «اصحاب الفیل» یا پيل والا په واقعیت کې د ابرهه لښکر ول او هغه هم د سویلي یمن بولندوی [قوماندان] وو. [یوناني پېښ لیکونکي د هغه نوم ابرامس Abrames او سریاني پېښ لیکونکي يې ابراهام Abraham ليکي ابرهه غالباً د هغه حبشي تلفظ دی مګر عربي کې يې تلفظ ابراهیم دی]. یمن د عربستان په جنوب کې د عمان او حبشې [یا ایتوپیا] تر څنګ واقع دی. د ا څو سیمي ډېرې زیاتې یو تر بله نژدې دي. ابرهه د حبشې د مسیحي واکمن «نجاشي» د واکمنۍ پورې تړلی د یوې مسیحي مېشتې سیمې بولندوی وو، چې پر مکې تر یرغل مخکې يې، د یمن پر حکومت لښکر کښي کړې وه او د ذونفاس په نامه د هاغه ځای یهودي واکمن ته یې ماتې ورکړې وه او غوښتل يې هلته یوه ستره مسیحي پایګاه رامنځته کړي او «القلیس» [یا «اقلیس»، چې په عربی سرچینو کې يې: ذوالعکس هم بللی دی] ستره کلیسا يې  د یمن په پلازمینه [صنعا] کې جوړه کړې وه، چې له کعبې سره رقابت وکړي، [چې القلیس د یوناني لفظ Ekklesia معرب دی او زموږ په ژبه کې کلیسا هم له همدې لفظه اخېستل شوې ده.] کعبه چې د سیمې عربانو لپاره د وحدت او یووالي یوازینۍ پایګاه ګڼل کېده. ابرهه چې کله له یمن څخه د مکې پر لور حرکت وکړ، د لارې په اوږدو کې يې ټولې قبیلې ویجاړې او تار په تار کړې. د ابرهه د لښکر شمېر د پېښلیکونکو په حواله له شپېته زرو کسانو زیات وو او د هغه د لښکر ځانګړتیا د پِيل سپرو موجودیت وو چې څو ډېرو سترو او جنګي پیلانو ته به يې د لښکر وړاندې حرکت ورکاوه. عربانو به دې پيلانو ته «محمود» ویل چې هماغه «ماموت» په لاتیني ژبه کې دی. په هاغه پَير کې، په لښکر کې د پيلانو راوستل دود نه ول او هيڅ مخینه يې نه درلوده. دا پيلان يې هم له هنده راوستي ول چې تر هاغه ځایه يې نژدې واټن درلود. عربانو په جنګونو کې اوښان درلودل او زیات نه زیات به يې هم څو آسونه درلودل، خو په جنګونو کې يې پیلان نه وو لیدلي او دا ډول حیوان له خپل ټول ځواک او دروندوالي سره چې لري يې، کله به چې په لارې روانېدل په لارې کې به يې هر څيز نشت او ویجاړول او هيڅوک او هيڅ څيز يې مخ نيوونکي او خنډ نه ول.پر دې ترتیب، د ابرهه د لښکر آوازه په هر ځای کې خپره او وپيچل شوه او طبعاً په دې کې يې اوازه او دهشت مکې ته هم رسېږي او عربو قبیلو هم چې د دا ډول لښکر پر وړاندې مقاومت ورته بې ګټې برېښېده، فرار يي پر قرار غوړه وګاڼه. خو له دې مخکې، عبدالمطلب، د پیغمبر نیکه، چې د مکې مخور او د قریشو د قوم مشر پېژندل کېده، له یو شمېر خپلو زامنو او ملګرو سره، ابرهه ته ورځي او د یرغل لامل ترې پوښتي او هغه ورته وايي موږ تاسو پورې کار نلرو او یوازې د کعبې د ویجاړولو لپاره راغلي یو. که تاسو له موږ سره جنګېدل نه غواړئ، موږ هم له تاسو سره جنګ نلرو. او عبدالمطلب ته ډېر درناوی کوي او ورته وايي که له ما کوم څيز غواړي ووایه. او عبدالمطلب هغه ته وايي چې زما دوه سوه اوښان ستا سرتېرو نېولي دي، خپلو سرتېرو ته امر وکړه چې زما اوښان بېرته راکړي. چون د ابرهه لښکر په لارلیکه کې د ټولو قبیلو هر څه شته او مالونه چې مخې ته ورغلي ول قبضه کړي او لوټ کړي ول. ابرهه د عبدالمطلب له غوښتنې ډېر تعجب کوي او ترې پوښتنه کوي چې سره له دې چې ته پوهېږې زه د کعبې، یعنې ستا د پلار او نیکونو د کور د ړنګولو لپاره راغلی یم، چې په واقعیت کې ددې سیمي ټول ماهیت او پېژندګلوي ده، او ته له دې حال سره سره له هغه سره څه کار نلرې اود اوښانود بېرته اخېستلولپاره دې ماته راغلی یې؟عبدالمطلب ځواب ورکوي چې زه مې د خپلواوښانو خاوند یم اوددې کور خاوند نه یم. دا کور خپل خاوند لري او خاوند به يې پخپله ترې ساتنه وکړي.مکې ته تربېرته ستنېدو وروسته عبدالمطلب له قریشواود مکې له ټولو خلکو غواړي چې له خپلو کورونو راووځي او د شاخوا غرونو په غارونو کې او د ډبرو شاته پناه واخلي. پخپله هم د خپلو ځينو ملګرو سره د کعبې مخې ته راځي او دعا کوي اود ځېنو روایتونو په نقل دا شعر وايي:«ای خدایه، هریو بنده له خپل کور او مال څخه دفاع کوي، ته هم له خپل کور او ماله دفاع وکړه. خدایه ددوی توغ او ځواکونه هيڅکله ستا پر ځواکونو نه بریالي او نه برلاسي کېږي. که ته هغوی زموږ د قبلې په ړنګولو او ویجاړولو کې خوشې او آزاد پرېږدې، دا داسې یو کار دی چې هيڅکله تا نه دی کړی.» ابن جریر هم له عبدالمطلب څخه ځېنې شعرونه نقل کړي دي چې د دعا کولو پر مهال يې ویلي دي: یا ربِّ لا أرجُو لَهُمْ سِواکا  یا ربِّ فامنعَ منهُم حِماک أنّ عدوّ البیت مَنْ عاداک  أِنَّهُمْ   لم   یقهروا    قُواکا «ای زما ربه له تا پرته مې د هغه په مقابل کې له هيچا تمه او امید نشته، ای زما ربه له هغه څخه د خپل کور اوحرم حفاظت او ساتنه وکړه. ددې کور دښمن ستا دښمن دی، د خپل کور له ړنګولو د هغه مخنيوی وکړه». په واقعیت کې د ابرهه له شره الله ته پناه وروړي چون پوهيږي دداسې ځواکمن لښکر پر وړاندې هغه هیڅ نشي کولی، او بیا له ښاره خارجيږي، او لکه د نورو خلکو په څېر له خپلو ملګرو سره غره ته پناه وروړي. له دې ځایه وروسته هیڅوک شاهد او ناظر نه ول چې نقل وکړي او د پېښې جزئیات شرحه کړي چې دا پېښه په څه طریقه او کیفیت رامنځته شوه.     اوس ددې پېښې متن ته ډېر ورداخلېږو او ځېنې تاریخي پېښې څېړو چې ووینو اصل ماجرا څه وه او ولې پېښه شوه؟  لومړنۍ پوښتنه داده چې ابرهه ولې غوښتل کعبه ویجاړه کړي او له منځه يې یوسي؟ که د هغې زمانې سیاسي جغرافیي ته پاملرنه وکړو، وینو چې په هاغه پَير کې له دوو زبرځواکونو زیاتو شتون نه درلود، یو له دې زبرځواکونو ایران او بل يې هم ختيځ روم وو، چې ختيځ روم همدا اوسنۍ ترکیه ده. دا دوه زبرځواکونه، لکه زموږ په زمانه کې د پخواني شوروي جمهوریتونو اتحاد او امریکا په څېر، نړۍ يې په خپلو منځونو کې ويشلې وه او پيړۍ پيړۍ يې واکمني او یو تر بله سیالي درلوده، یعنې تل به ددوی په منځ کې جنګ وو چې کله به دا بریالی کېده او کله هاغه !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا