گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ګردیزبالاحصاراو دفرهنگی میراثونوپه وړاندی دوه ګونۍ چلند
د ګردیزبالاحصاراو دفرهنگی  میراثونوپه وړاندی دوه ګونۍ چلند

د ګردیزبالاحصاراو دفرهنگی میراثونوپه وړاندی دوه ګونۍ چلند

دنواندیشی  یادونه : که څه هم له ډیره وخته په ځانګړی ډول کله چی په افغانستان کی د امریکا د متحده ایالاتو په مشرې د تروریزم او ترهګرۍ ضد د نړیوال ائتلاف دبریدونو  په نتیجه  کی چی د طالبانو د حکومت  تر نامه لاندی واکمنی ونړیده او پرځایی یی د حامد کرزی او وروسته د محمد اشرف غنی په مشرې په افغانستان کی  لنډ مهال او انتقالی دولتونه را مینځ ته شول د افغانستان په کورنی اصل ولاړی ټولنی د خیمی ستنی هم د آزاد بازار پر لکړو او ستنو  ودرول شوی .کیدای شی لویدیځو ټولنو چی له سنت څخه یی دپیشرفت واټن په طبیعی توګه د کلیسا د تش دینی حاکمیت پر وړاندی وهلې دی او په ټولنه کی ټولی هغه دندی او مسؤلیتونه چی د سنت په دوره کی د کورنۍ پر اوږو پراته ؤ د مدرنیتی په دوره کی لومړی حکومتونو او وروسته شخصی سکتور په غاړه واخیستل او ددغه خدمتونو په بدل کی به دولتونو خصوصی سکتورته لازمی  مرستی  ور کولی ترڅووکولای شی د هیواد د بیوزلو وګړو یا د هغوبوډاګانو ښځینه  او نارینه وګړو لپاره چی د ژوند په یوه ځانګړی مرحله کی زیاتی پاملرینی ته اړتیا لری د دولتونو او په وروستنیو وختونو کی خصوصی سکتور پوری تړلیو بنسټونو لخوا د حاکمو دولتونوترنظارت  لاندی څارل کیږی . خو په افغانستان کی پرته له دی چی دولتونه اوپر ټولنه حاکم ځواک د ملی فرهنګ اولرغونی  تمدن د ساتنی ترڅنګ دداسی وګړو چی یومهال د ټولنی او د  کورنی جوړښت ستنی بللی کیدی په پالنه او هغوی ته دژوندانه د اړتیاؤ په برابرولو کی مرسته وکړی هغوی لالا هانده او یوازی لوی خدای (ج) ته داسری او هیلی  په موخه په تش ډاګ پریږدی . طبیعی ده چی زموږ د ټولنی دغه محترم وګړی به د نشه ای موادو په شمول په راز راز ناروغیو آخته کیږی .

که څه هم د افغان لیکوال او ژورنالیست  ښاغلی نجیب الله الوخیل لخوا د چمتوشوی راپور سرلیک نه درلود خودنواندیشی تربیون   لخوا ورته د ګردیزبالاحصار او د فرهنگی میراثونو په وړاندی دوه ګونۍ چلند نوم کیښودل شو تر څو وکولای شو د هغه ملی رسالت له مخی چی دراتلونکی او ځوان نسل په وړاندی یی لرو دا حقیقت ثابت کړو  چی د افغانستان دولت چارواکی دفرهنګی میراثونو د ساتلو په وړاندی دوه ګونی سیاست لری چی که له یوی خوا زموږ دتاریخ یوه لویه نښه د پکتیاولایت د ګردیز بالاحصار چی لرغونۍ تاریخ لری او اولسونه دهمدغو نښو او ارزشونو د ساتلو  په موخه  چارواکی ټاکی نو څنګه کیدای شی چی زموږ دهیواد دوروستنی تاریخ د فرهنګی او کلتوری یادونو څلۍ دکابل په زړه نوی ښار کی د پارک سینما چی زموږ د ټولنی د اولسونو یاد راژوندی کوی او نړی ته یی ورښایی ، دغه تاریخی او فرهنګی میراث دهیواد دټولو فرهنګی کړیو له غوښتنو سره سره په دی بهانه او پلمه چی ګنی د ړنګیدوپه حال کی ؤ په ډیره بی رحمی سره له مینځه وړی . نوځکه خو وایو چی یوبام او دوه هواویی !

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په پکتیا کې د ګردېز بالاحصار د تاریخی روایاتو پراساس له میلاده نږدې درې نیم سوه کاله وړاندې د سکندر مقدونې د واکمنۍ پر مهال   واکمن  مقدونی سکندر پر آسیائی هیوادونو د یرغل په موخه د خپلو د خپل لښکر دساتنی لپاره جوړ کړې ؤ دپکتیا چارواکی دګردیز بالاحصار دبیا رغونې اړتیا ته په کتو وایی چی تخنیکی سروی یی شوی اودوی طمعه لری چی په راتلونکی کی به یی  دبیا رغونی چاری پیل شی دا بالاحصار په وروستیو کې د نړېدو له ګواښ سره مخ وو. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی چې سروې یې بشپړه شوې او د بیارغونې کارونه به یې ژر پیل شی صلاح الدین سلیس د پکتیا داطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خپلو خبروپه ترځ کی وویل : د ګردیز بالاحصار چی په تاریخی روایاتو کی چی ډیره دقیقه او داکثرو دقبول وړاو منطقی هم ده دا بالاحصار د میلاد څخه درسوه اته ویشت کاله د مخه جوړشوی دی او ډیر تاریخی  او زموږ د نیا کانو تاریخی او  فرهنګی هویت ده چی په همدی مناسبت زیات ارزښت لری دا په منطقه کی بی نظیر بالاحصار ده .

نو زموږ کار دی ته دادی چی دا بالاحصار باید مرمت کړو دوباره جوړ یی کړو او موږ دومره توانیدلی یو چی جمهوری ریاست ته مو معرفی کړی . فعالان واېی چی دګردیز بالاحصار دسیمې ، افغانستان ، پکتیا او ګردیز د پیژندنی یو سمبول دی دوی زیاتوی یاد بالاحصار په داسی یو لوړ ځای جوړ شوی چی دی ځای ته دراتلونکو کسانو اول نظر په په همدی تاریخی آبدې لګیږی . یوه  تن  مدنی فعال حکمت الله واقد په دی هکله داسی خپل نظر بیان کړ : ما په خپله چی دپکتیا په پوهنتون کی می زده کړی کړی دی او زیات وخت دلته پاتی شوی یم دګردیز بالا حصار ماته د افغانستان او ماته د پکتیا دمعرفت حیثیت لری . زه تر هغه وخته پوری چی بالاحصار ته نه وم راغلی داسی می حس نه کوه چی زه به په ګردیز کی یم یعنی دغه بالاحصار دی چی خلکو ته پکتیا ورپیژنی او خلکو ته افغانستان ورپیژنی …لرغونی آبدات او توکی په یوه سیمه کی د سیلګرۍ کلتور د پرمختګ سبب کیږی او له بیلابیلو ځایونو ورته خلک راځی . چی بیا دا تګ او راتګ دسیمی کلتور بډایه کوی . لکه چی ټولنپوه سپین روان نورزی دباحصار داهمیت په اړه چی وایی : دا یعنی د ګردیزد بالاحصار بیا رغونه به نه یوازی  په ملی اقتصاد ښه آغیز وکړی بلکه دلته به اولسونه دلوی پکتیا له فرهنګونو سره بلد شی له دی ځایه به له ځان سره خاطری یوسی او دلته به هم په اقتصادی لحاظ اوهم په فرهنګی لحاظ یو نوی باب پرانیزل شی او خلک به ددی لپاره راځی له دغه ځایه به لیدنې کوی اوددی فرهنګ به له ځانه سره وړی چی دابه دفرهنګونودانتقال یوه نقطه شی .

دآزادی رادیو او تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه په مننه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا