گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دغــیرت په جامــه کی جاهــلیت !
دغــیرت په جامــه کی جاهــلیت !

دغــیرت په جامــه کی جاهــلیت !

مونږ د غیرت په نامه په ټولنه کې ځینې ډیر ناوړه دودونه او رواجونه لرو، اصل کې زمونږ برداشت له غیرت څخه ناسم دی. د جاهلیت په زمانه کې به چې د چا اوښ له بل اوښ څخه مخکې اوبه وڅښلې له هغه اوښ څخه به یې له دې امله سر په توره وهه چې ولې یې زما له اوښ څخه مخکې اوبه وڅښلې.یوه به په لوی لاره کې پښه وغزوله او ویل به یې که څوک نر وی اوس دی نو زماله  پښی تیر شی، بل به توره راواخیسته او پښه به یې ترې پرې کړه او اخوا به یې ترې واچوله چې په کلونو کلونو به پرې بدۍ او دوښمنۍ روانې وې. که غیرت دا ډول وی نو دا غیرت له مونږ څخه د جاهلیت د دورې په خلکو کې ډیر وو.

زمونږ پر وطن، ناموس او سرنوشت په دی ډول  خلک ملنډې وهی او زمونږ پرې هیڅ ځان نه خبرؤ خو له سکه ورور سره په دې مړی او ژوندی نه کوو چې د شیدو هغه غوا یې راڅخه  نیولی ده چی ما به یی دشیدو د خوراک لپاره شیبه په شیبه پر خپله ګیډه لاس تیروه .پر ښځو ظلم او زیاتی راته غیرت ښکاری، که چیری دخپل کور میرمن  چیرته له خلکو لیری هم وګورو نو پری غصه کیږو او آن ترمرګه یی وهو خو په بازار کې یې د څارویو په شان پلورو، دا هم مونږ ته غیرت ښکاری! زمونږ په سیمه کې دوه تنه د جومات په انګړ کې ناست وو د انګړ وړاندی یې ددواړو میرمنی  تیرې شوې، یو بل ته وویل چې خپلې میرمنی ته د ی فکر دی څنګه کلیچه، کلیچه روانه ده! او هغه بل هم همداسی ورته ځواب ورغبرګ کړ ! خو یو او بل په دی صلاح شول چې کورته ولاړ شی او هیریو  خپله ، خپله تر سوکانو لاندی ونیسی ،لنډه دا چې دا واړه دغیرت څلی خپل ، خپل  کور ته ولاړل اوخپلی بی ګناه  میرمنې یی په سوکانو ووهلی .!په هیواد کې مو د مشر او کشر ټاکل په خپل لاس کې نه دی، دا هم د نړۍ ستر هیوادونه د خپلو شخصی ګټو لپاره موږ ته په نښه کوی او پر موږ یې راتپی؛ دا راته غیرت نه ښکاری چې خپل سرنوشت پخپله وټاکو بلکې دا راته غیرت ښکاری چې ښی پریمانه پیسې پیداکړو او د هیواد برخ لیک چی دیوچا د ژوند او مرګ د سرنوشت ټاکل دی  په ډیره ارزانه بیه د سرنوشت پر سوداګرو او دلالانو ؤ پلورو او په دی توګه ځانونه د غیرت ، بلکې حماقت اوجهالت څلی جوړکړو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا