گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د غلام خان له لارې دپاکستان محموله که دتیرو یادونو تکرار!
د غلام خان له لارې دپاکستان محموله که دتیرو یادونو تکرار!

د غلام خان له لارې دپاکستان محموله که دتیرو یادونو تکرار!

دنواندیشی یادونه : که څه هم موږ د افغان اولس په توګه له خپلو ګاونډیانو سره په ژوند کولو محکوم یاستو او نه شوکولای له ګاونډیانو سره له ښه او رغنده اړیکو پرته بله لار غوره کړو خو ګاونډیانو ته هم پکار ده چی زموږ اویا هم بل هر ګاونډی سره د ددوستۍ او ښه ګاونډیتوب په نیت د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړی . داسی نه چی که خدای نا خواسته دیوه ګاونډی په کور کی اوربل شی نو بل ګاونډې د اور د مړکولو او غم ځپلی ګاونډی ته د ډاډګیرنې پر ځای د اورونو ته د لا پوکی ورکولو په فکرکی شی .که څه هم افغان اولس تل د خپلو ګاونډیانو سره د ښه سلوک لاره غوره کړیده خو په خواشینې سره باید وویل شی چی زموږ د فقیرخوغیرتی اولس د اټکل پر خلاف زموږ ګاونډیانو په ځانګړی توګه پاکستان چی زموږ له اولسونوسره زیاتی ګډی فرهنګی ،مذهبی اړیکی اونوری رازرازاړیکی مناسبات هم لری زموږ له خلکواواولس سره نه یوازی د ښه ګاونډیتوب د اصولو سره سم ژوند خپل نکړ بلکه تر ډیره یی زموږ د میړنی اوغیرتی اولس له ستونزواو کړاؤنو څخه د ناوړه ګټی پورته کولو هڅی هم کړیدی.او دهغه مشهور متل چی واېی : ېو له لوږی  مړکېده او بل ېی سرته پراټی لټولی !کله چی د پخوانی شوروی اتحاد سرو لښکروپرافغانستان برید وکړاوپه میلیونونو افغانان هجرت اوهیوادپریښودنی ته اړشول اوګاونډی هیواد پاکستان ته یی پناه یوړه نوهلته یی دافغانانود ښه او سپیڅلی نیت څخه په بده ګټه آخیستوود اسارت اوغلامی پرځنځیرونو چی پرمذهبی اوملی شعارونو ښائیسته شوی ؤد روسی ښکیلاک څخه د خلاصون په نوم دخپلی غلامۍ په رنګینو لومو کی راګیر کړل . خلاصه داچی د پاکستانی ښکیلاک آثار او نښې د افغانستان په معاصر تاریخ کی هم تر سترګو کیږی او آخیرنی هلی ځلی یی زموږ د جګړه ځپلی اولس له مجبوریتونو په ګټه پورته کولو د خوست ولایت د غلام خان بندر د ترانزیت ډرامه ده چی زموږ د سیمی په تاریخ کی اوږده سابقه لری . او آخیرنی ځل یی هم زموږ ګانونډی هیواد تاجکستان ته پرخوراکه توکو بار لاریو قافله ده  چی د خوست ولایت د غلام خان بندر له لاری د تاجکستان هیواد پر لور روانه شویده . او خوست میشتی غیرتی اولسونه یی چی تل یی له نورو سره د ښه ژوند کولو او روادارۍ فرهنګ پاللی دی داسی انګیری چی ګنی دغه لاره لکه زموله هیواد سره نوری ترانزیتی لکه د طورخم او سپین بولدک لاری چی په رسمی توګه او د ټولولازمو  تأسیساتو په شمول دافغانستان او پاکستان ترمینځ رسمی ترانزیتی بندرونه دی د غلام خان بندر  هم یوازی د خوږو په ویشلو اوتش په نوم  پټیوپه پری کولودهغوی  په څیر یوی لوی رسمی ترانزیتی بندر دی خو تیر تاریخ ته په کتنه او بشری تجربو  ویلی شو چی لا تر رسمی کیدو مو ډیره او اوږده لاره تر مخ ده .که څه هم په کابل کی د پاکستان پخوانی سفیر محمد صداق خان چی اوس د سولی په چارو د هغه هیواد ځانګړی استازی دی په انګریزی ژبه په خپل ټویټر پاڼه کی ددغه اقدام مبارکی ویلی او زیاته کړی یی ده چی : منځنۍ اسیا ته د ترانزیت لومړۍ وسیله د غلام خان بندر له لاری  د یکشنبې په ورځ ورسیده . دا لاره د پاکستان د ساحل او افغانستان او هاخوا سیمو مینځ ترټولو لنډه لار ده. د خوست ولایت اوسیدونکو دغه پرمختګ ونمانځه دا ځکه چې په خوست او شمالی  وزیرستان کې به دندې رامینځته کړی. خو ددی سره سره یی زموږ دخوست میشتوغیرتی اولسونو په وړاندی هغه تیری تراخی تجربی بیا راژوندی کړی چی په لومړی ځل د پاکستانی جنرال نصیر الله بابر په مشری د خوراکی موادود ډکه د لاریو قافله د کند هارولایت دسپین بولدک له لاری  د ترکمنستان هیواد ته چی تازه د شوروی اتحاد څخه آزاد شوی ؤ ورروانه وه چی په لاره کی د مجاهدینو لخوا تالان شوی وه او پر هغه بهانه د ملا محمد عمر په مشرۍ دطالبانو اسلامی تحریک را پورته شوی ؤ . که څه هم د هغه حادثی څخه څه دپاسه شل کاله تیر شوی دی او هغه کاروان د ترکمنستان په لور روان ؤخو دمال څښتن هویت ته په کتو ( پاکستان )  اوس چی د ۲۰۲۱ کال د فبروری په ۱۲ مه نیټه هم هغه شانی پر خوراکی توکو بار د لاریو کاروان د تاجکستان په نوم د غلام خان د یوی غیر رسمی دروازی څخه راوتلی  اوواټن وهی نو طبیعی ده چی د هریوه په هیواد مین په زړه کی به جدی اندیښنه را ؤپاروی . ددغه یادونی ترڅنګ باید وویل شی چی ددغه خبر سرلیک چی د تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل له خوا « خوست ته د غلام خان پر لارې تاجکستان لپاره لومړنۍ ټرانزیټی محموله ورسېده » غوره شوی ؤ د نواندیشی له لوری د « د غلام خان له لارې دپاکستان لومړنۍ محموله که د تیرو تراخو یادونو تکرار!» همدا شانی له خوست څخه دخپریدونکی غرغښت تلویزیونی شبکی څخه هم مننه کوو چی ددغه خبر په غنی کیدو کی یی مرسته کړیده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د جمعې په ورځ د پاکستان څخه په څو لویو موټرو کې د بېلابېیلو توکو لومړنۍ ټرانزیټی محموله د غلام خان له لارې خوست ته راورسېده.د توکو یاده محموله چې غلام خان په لاره یې د ټرانزیټ ټول قانونی مراحل بشپړ شوی تمه ده، د افغانستان له لارې تاجکستان ته بېلابېل پاکستانی توکی ولېږدوی.د یادو ټرانزیټی توکو د محمولې د هرکلی په خاطر غلام خان سیمې ته د خوست ولایت سلګونه خلک، په ولسی جرګه کې د دې ولایت استازی، د خوست او پکتیا والیان او د ځایی حکومتی ادارو ملکی او پوځی مسوولین ورغلی وو.

ملی سوداګر انور افغان چې د لومړنۍ ټرانزیټی محمولې توکی یې وارد کړی ازادی راډیو ته وویل، د لارې په ټرانزیټ کېدو سره دوی کولی شی، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسی.افغان سوداګر وایی ددې لارې په ټرانزیټ کېدو سره دوی کولی شی، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسی.افغان سوداګر وایی ددې لارې په ټرانزیټ کېدو سره دوی کولی شی، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسی.دی وایی، د دې لارې په ټرانزیټ کېدو سره د لارې په دې مسیر کې به ډېرو خلکو ته کاری فرصتونه برابر شی.انور افغان زیاتوی:“زموږ لاره اوس نړیواله شوه، مخکې زموږ مالونه خوست، پکتیا او تر لوګره راتلل، اوس کولی شو، د تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو له سوداګرو سره ګډ کار وکړو، په دې کې د ټولنې هرې طبقې خلکو ته ګټه ده، په زرګونو خلکو ته به دلته د کار زمینه برابره شی.”د احمد زاهد شورش په نوم د ګمرک یو تن مسوول وویل، د ګمرک دا سیستم چې په غلام خان کې دی، تقریباً د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې پلی شوی او سټنډرډ ګمرکی سیسټم دی.دده په وینا چې د جنوبی اسیا او منځنۍ اسیا هېوادونه د دې لارې په واسطه سره وصلېږی او دې سیستم څخه په دې ځای کې عملاً استفاده کېږی، له دې سربېره د افغانستان ۹۵ سلنه ګمرکونه په دې سیستم کې شامل دی.د ګربزو ولسوالۍ قومی مشران هم په دې لاره د ټرانزیټی محمولې لېږدولو ته خوشاله دی او وایی، خلک به د تل په شان د دې لارې د امن په تامینولو کې خپلې مرستې ونه سپموی.قومی مشر حفیظ الله جان وویل، دا لاره ډېر لرغونتوب لری او ده هغه وختونه هم په یاد دی چې په دې لاره به د څارویو په واسطه مالونه وړل او راوړل کېدل.دی وایی، په دې خوشاله دی چې اوس په دې لاره منځنۍ اسیا هېوادونو ته د مالونو لېږد رالېږد پیل شو.ملی سوداګر حاجی شهبار ګربز که څه هم د غلام خان

په لاره د ټرانزیټی محمولې وړل، یو ښه پرمختګ ګڼی خو زیاتوی چې تراوسه هم ستونزې او نیمګړتیاوې په کې موجودې دی.نوموړی زیاته کړه، د دې لارې سړک تنګ دی او د ټرانزیټ لپاره په کافی اندازه تاسیسات نه دی جوړ شوی.په دې پار جوړې شوې غونډې ته د پکتیا والی محمدحلیم فدایی وویل، که د دې سیمې ولسونه یو بل سره وصل شی، نو په سیمه کې به فقر، غربت او نا امنۍ په خپله له منځه ولاړې شی: “ټولو ګاونډیانو ته چې غواړی، دوی هم د عزت څښتنان شی او هلته هم مشکلات نه وی او د فقر او بیچاره ګۍ نه وژغورل شو، هغوی دې پریږدی چې دغه ولسونه سره وصل شی، تجاران سره وصل شی او بالاخره افغانستان د سیمې لپاره د یو پُل حیثیت خپل کړی.”د کارپوهانو په وینا چې غلام خان لاره کراچۍ څخه د نورو لارو پرتله کابل ته ۴۶۱ کیلومتره نږدې ده او په دې لاره سوداګری تجارو ته په ګټه تمامیږی.د خوست او لویې پکتیا اوسیدونکو په وروستیو دوه لسیزو کې په پرله پسې توګه د غلام خان لارې د ټرانزیټ کېدو غوښتنې کړی دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا