د افغانستان په زړه کابل ښار کې چی د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون دوه مهم غړی دحقانی شبکی له لوری تښتول شوی ؤ له تعمیدی غسل وروسته بېرته خوشي شوي دي. لطف الله نجفي زاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د طلوع نیوز خبري څانګې مشر خپلواک ساپی اود ټلویزیون حقوقي سلاکارله مختصر ی تنبیه وروسته بېرته خوشي شوي، خوویاند بهرام امان لاهم له طالبانو سره بندي دی
طالبانو د حقانی شبکی ددغه فتح المبین په اړه تراوسه څه نه دی ویلی او ددوی دنیول کېدو د لاملونه یی هم په ډاګه کړی نه دی یوې باوري سرچینې له دې مخکې تایید کړه چې حقانی شبکی د طلوع نیوز درې کارکوونکي نیولي او “نامالوم ځای ته یې لېږدولي دي حقانی شبکه چی د پاکستانی استخباراتو په ځانګړی توګه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په امر د طالبانولخوا دکابل دنیولو په لومړنیوشپو اوورځو کی د یوی نصف لی او نصف لک د معاملی له مخی پر کورنیوچارو وزارت یرغل وکړ او د خلیفه سراج الدین حقانی په مشری یی ددغه وزارت کنترول په خپل لاس کی واخیست نو په کابل کی دطالبانو د اقتداردیوی لوی اوخونړۍ جزیری په توګه یی د کابل پر بی ګناه ښاریانو خونړۍ ناتارجوړکړ .دویلو ده چی په تیر کی هم د دغه تلویزیونی شبکی اومووی گروپ پرلیږدونکی موټر خونړی برید ترسره شوی ؤ چی په ترځ کی یی ددغه تلویزیونی شبکی اوه تنه ځوان ژورنالیستان او کارکونکی په بی رحمی سره په شهادت رسولی ؤ.