گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دهوا په نیلی سپور اودخیالونو ټال!
دهوا په نیلی سپور اودخیالونو ټال!

دهوا په نیلی سپور اودخیالونو ټال!

د هیلو او امیدونو په نیلی سپور شوم. د پامیر هسکې څوکې ته وختم. د پامیر له څوکې څخه مې په هیواد کې د پرتو پرګنو له تنوع، په هر کور کې د پخو خوړو له زړه راښکونکو وږمو، د مېشتو ولسونو له سپینو ګلابی او غنمرنګو مخونو ، د خلکو په خبرو کې د مختلفو لهجو او د مختلفو قومونو د لباس د مختلفو رنګونو له ښکلی امتزاج څخه خوند واخیست،  خو د خپلو هغو ولسونو تشو دسترخوانونو په لیدلو وژړیدم چې یوه مشر شپږ کال وړاندې پکې د بدلون راوړلو ژمنه کړی وه.په پامیر کې وګرزیدم.

د پامیر لمن څیرې وه.  واى یو ځلی لیوانو او بیا سپیو  په وینو ولړلم. و مې رغاوه، ځمکه مې زرغونه کړه، هوا مې رنګینه کړه، فضا مې یې ګلورینه کړه، د هیواد ځوانان مې نڅا ته را وپارول، خو ځوانان ستړی وه، ستومانه وه، په خوله کې یې د خندا نښې نه وې. له هدیرې راغلی وه. په جګړه کې د خپلو وژل شویو همزولو تابوتونه یې هدیرې ته وړی وه، قبرونه یې ورته کینلی وه او ډیرې خاورې یې په خپلو ملګرو اړولې وې.د لیلا دښتې ته راغلم. لیلا ناروغه وه، لیلا زخمی زخمی او ماتمی وه، زګرویده او ژړیده. په مرمیو سوری شوی او لاس تړلی وژل شوی زرګونه بچیان یې په سینه کې پراته وه.  د چیغو ژړاګانو، فریادونو ځوږ وه، وږمې غږیدې او ترنم اوریدل کیده، خو خبرې مې یې نشواى سره بیلولاى. لیلا د کابل د بچیانو په وینو تویېدو خفه وه او په سلګو سلګو یې راته وویل، د جګړو له ناخوالو څخه د زده کړو لپاره یوازې زما په سینه باندې پراته زما د بچیانو هډوکو بسنه نه کوله چې کابل هم په وینو سور شو؟ د خبرو تاب او د پوښتنو ځواب مې نه درلوده. بیا مې حوصله لوړه کړه، زړه مې غټ کړ او همت مې وکاراوه. د لیلا د مخ اوښکې مې پاکې کړې. د خپلو بچیانو په وینو لړلې خاورې مې د لیلا له مخ څخه لرې کړې. لیلا مې سینګار کړه. په ښایسته سینه باندې مې یې ترسره شوې د انسانی وحشت نښې پریمینځلې، لیلا مسکئ شوه، په خپله سینه باندې یې د غاټول ګلان ولګول، له ول ول زلفو څخه یې د وحشی ځناورو د بربریت داغونه او چټلی پاکه کړه او د سمبل ګلان یې پکې وټومبل. د خوښئ سپیڅلې انسانی احساساتی اوښکې مې له سترګو وڅڅېدې، لاس مې ورته پورته کړل او په بل لوری والوتم.

د کوچیانو کیږدئ  خپل تور رنګ نه درلوده. د زړو خیمو له ټوټو جوړه شوې خیمې ته ورننوتم خو هغوى ورته کیږدئ ویل. د کیږدیو پیڅولونه د وزو له اوزغنو جوړ نه وه ، ټیمبک او کمچې یې نه درلودې . یو سپین ږیرئ کوچى را ته په خبرو کې وویل؛ “دلته یو وخت وه، چې شپونکی به خپله کوچئ په اوږه کړه او شپیلئ به یې واخیسته. په تور شپه کې به یې د تورغر لمنې ته خپله رمه بوتله. غل نه وه، غدوى نه وه، بم نه وه، بمبارد نه وه، انفجار نه وه، انتحار نه وه. شپونکی به د سپوږمئ د سپین مخ په ننداره شو، چې کله به یې خپل مخ په وورو کې پټ او کله به یې خپل حسن نندارې ته وړاندې کړ. شپونکی به په واښه ایلبند کې د خپلو میږو د شخوند له ځوږ څخه خوند اخیست او د میږو د مخکښ په غاړه کې د شرنګیدونکی ګونګړی شرنګهار ورته د خپل سر او مال د خوندیتوب زیرئ ورکاوه، خو شپونکى نه پوهیده چې نا امنی څه وی او ګواښ څه وی. شپونکی سر او مال ته ګواښ کله حس کړئ نه وه. هغه ټول ژوند په خوندی چاپیریال کې را لوى شوئ وه. هغه یوازې لیوه د خپل مال دښمن باله چې د همدغه ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره یې خپل سپى ساتلئ وه، خو اوس مو هر څه له لاسه ورکړل”د سپین غر ننداره مې هم وکړه. څو ځله د خپلو او پردیو له لاسه د اور په لمبو سوځېدلئ وه. په سینه او لمن یې نښتر زڼغوزی او لمنځه څو ځله د اور د لمبو خوراک شوې وه او څو کاله خپلو بچیانو د خیټې ډکولو هوس لولپه کړې وه. لمن یې پراخه، تندى یې ورین او د غاټول سپړلو ته یې سینګار کاوه.د هندوکش ناوونو اوبه کړې وې او په سینه کې یې شپونکی خپله شپیلئ غږوله. هندوکش ته یې داسې سندره زمزمه کوله ؛غوټئ غوټئ اوبه دې څاڅی له اوربله ، ګلئ! ګلئ!نه پوهیدم چې څوک وه خو یو بل چا هم غږ کاوه چې؛ما نه د کابل ګلونه مه غواړه. وینې وینې خاورې به راټولې کړمخداى به مې سپرلى په وطن راولی. سپینې سپینې واورې به راټولې کړم.

د یوه خیالی بټن په کیکاږلو د هوا په خپل نیلی سپور په هلمند راوګرزیدم. دهلمند جنتی خاوره د جګړو په اور سوځېدلی وه. باغونه پالیزونه او د بلبلو چغهار شتون نه درلوده، د هلمندی وروڼو او خویندو په تندی کې ورینتوب او په خوله کې خندا ځاى نه درلوده، خو تریاک او معتادان ښه ډیر وه. باروت او وسلې دلئ دلئ پرتې وې. د نورو شهیدانو ترڅنګ د هلمندئ مورکئ په نس کې په مرمئ وژل شوئ ماشوم زیارت مې هم وکړ. له ټولو انسانانو څخه یې پوښتنه درلوده چې هغه خو لا نړئ ته راغلئ هم نه وه، نه یې پنجاب لیدلئ او نه یې هم د امریکایی عسکر مخ لیدلئ وه، نو څنګه د پنجاب او یا هم د امریکا د غلام لپاره په جوړه شوې مرمئ ولګیده؟ مورکئ یې لاهم ژوندئ وه. هغې هم د حال په ژبه د خپل وژل شوی بچی د قاتل د قصاص دیت او د جګړې له امله د یوې دردیدلې او ځوریدلی ښځې په توګه له غنی څخه حق غوښتلو خبره نه کوله. د ارګ میشتو لخوا د ښځو حقونه ورکول دروغ فریب دوکه او د خلکو غولول ګڼل. د جګړو له امله د لسګونو زره هلمندی بیځایه شویو ماشومانو په مظلومو او مجبورو سترګو کې پرتې سلګونه پوښتنې مې ولوستې. دا جګړه د چا ده؟
دا وژل شوی عسکر او وژل شوی طالبان څه دښمنی سره لری؟ د جرګو او مرکو په هیواد کې د جرګو او مرکو خلک ټول وژل شوی او که دغه دود مړ شوئ ده؟ مونږ چا ولې له خپلو کورونو وشړلو او ترڅو به په دغه بیابان پراته یو؟ هغه خلک څه شول چې ویل به یې، بهرنی ځواکونه دې ووزی، مونږ افغانان سره جوړیږو؟ هغه سیاستوال چیرته پټ دی چې د بین الافغانی مذاکراتو کچکول یې ګرزاوه؟ هغوى د څه لپاره دروغ ویل؟ ددغو سختو پوښتنود ځواب پرځاى د اوښکو څو څاڅکی راسره وه.هغه مې له سترګیو لاندی ژرژرپاکولې. نه مې غوښتل دغه مظلوم ولس ته زه هم محروم اومظلوم ښکاره شم.د خیالونو هوایی بیړئ مې د کابل په پوهنتون ښکته شوه. د علم او پوهې ځمکه د قابیل د پلویانو لخوا د هابیل د همفکرانو په وینو سره وه. فضا د ماتم وه. د سولې لپاره د هیلو ټولئ غوټئ رژیدلې وې.

د حقوقو د پوهنځی په ټولګیو کې توى شوې شهیده وینه حیرانه وه. د شهید شویو محصلینو ارواحو ته د نجات مسیحا ښکاریدم. ډیر شکایت یې وکړ، خو زه یې په ژبه پوهیدم. لکه د هیواد د ټولو شهیدانو په څیر خپل قاتل یې نه پیژانده. نه پوهیدل چې ولې او په کوم جنایت ووژل شول. وینه مقدسه وه ارمانونه سپیڅلی وه. آهونه وه واویلا وه، د دین، قانون او حقوقو د پرنسیپونو او بنسټونو په رڼا کې یې پوښتنې کولې،

واى کوم قاضی او کوم مفتی یې د وژلو امر کړئ وه؟ د کوم قانون له مخې ووژل شول؟ وژل یې عمداً شوی که سهواً، د قاتل حکم څه ده؟ غازی ده جنتی او که خالد فى النار ده؟ د حق العبدی د قانون په چوکاټ کې د قصاص او که ددیت غوښتلو مستحق دی؟ له ماسره د ځواب وړتیا او استدلال نه وه. په خپلو انسانی اسلامی او افغانی نیمګړتیاو خفه شوم. سترګې مې پټې کړې او را وتښتیدم.پامیر مې ورغاوه او لیلا هم لږ شان مسکئ شوه، خو هلمند او کابل لاهم د غمونو او ماتمونو له امله په کوما کې وه. کله د نا امیدی له امله له اوښکو ډکې سترګې او کله د یأس او امید ترمنځ له نرم تبسم سره ښکته را کوز شوم.  د خپل ولس لوړ همت ته مې وخندل، خو بی وسی او بې کسی یې وژړولم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا