گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داستنجأدشیخ بصیرطالبی خوب!
داستنجأدشیخ بصیرطالبی خوب!

داستنجأدشیخ بصیرطالبی خوب!

وایی د وخت د پاچا د پاچهې ساتل د هر مسلمان دنده ده نو ځکه خو یی که خلیفه صاب سراج الدین د  ځوانانو په وینو او تنکیو ځوانیو خړوبوی اووایی چی ګنی داسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم  د کابل د کانټی ننټل هوټل پر برید د عملیاتو مشری کوله لکه څنګه چی یی یوځل ویلی ؤ کله چی د کابل پر کانټی ننټل هوټل عملیات ترسره کیدل او جګړه پر مخ تله او حافظ کریم الله او نورو عملیات شروع کړی ؤ او ښه پر خوند جنګ روان ؤ په همدی وخت کی حافظ بدرالدین له ما سره په تلفن خبری کولی اوماته یی وویل چی خلیفه صاحب یوه نهایی درنده غوښتنه ده او زما په وس پوره نه ده ځکه چی دژوند آخیری مرحله ده او جهادیانو یوه غوښتنه وکوله چی خلیفه صاحب زموږ سره په تلفن خبری وکړی . که څه هم په هغه وخت کی زه په تلیفون کی نه غږیدم …

غالبأ دا مولوی صاحب بدرالدین به هم زما سره په هغه وخت کی ناست ؤ ما ویل چی خیر دی پنځه منټه ( دقیقی ) یا نیم ساعت وروسته شهیدان کیږی او دالله ددین په خاطرچی دوی له ځانونو تیرشوی دی او  یوارمان دی چی له ما سره خبری وکړی بس نو که هرڅه خطر جوړیږی زه دتلفن ځای ته ورته برابر شوم چی څنګه می د حافظ کلیم الله سره سلام واچوه …..نو حافظ کلیم الله راته وویل چی خلیفه صاحب په الله می دی قسم وی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ دعملیاتو مشر دی هلته په دروازه کی راته ولاړ دی ……موږ دخپل زړه ارمان پوره کړی دی دومره کفار مو وژلی دی چی اوس صرف دشهادت انتظار باسو … له دی وروسته کله چی هغوی شهیدان کیږی زموږ دیوه ملګری خوب دی او هغه وائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم  د یوه مسجد پرسرباندی ناست دی د انټرکانتی ننټل هوټل استشهادیانو ته د جنت سند ونه لیکی .هغه مشهور متل دی چی وائی  وینځه چی له وینځی پاته شی غوږ یی د لنډیدو دی نو ځکه خو هم څو میاشتی وروسته کله چی د افغانستان په ګلالې خاوره کی د خرافاتو کښت په حاصل راغی او هرچاد خیرنو جامو په آغوستو او اوږدی ږیري په  پریښودو  ځانونه د طالبانو مرشدان او مفتیان بللی شول  او په زرګونو بدمعاشان او چرسیان د تیر حکومت په ښائیسته موټرونو کی سپاره او فتوی په لاس ګرځیدل نو څوګ چی ځان  شیخ مولوی بصیر بولی او ؤلس یی د استنجأ کندهارۍ شیخ په نوم پیژنی  او د طالبانو کړه وړه په ځانګړی طالبی لهجه توجیه کوی دخپلی یوی خرافاتی خطبی په ترځ کی وویل : په الله قسم دی هغه بله په راروان وم ستړی هم وم لاس بس شناخته دی ګرد سره مجاهدین( طالبان )  شناخته دی زه تر اوسه داسی ځای ته نه یم ورغلی اونه هم داسی ولایت ته ورغلی یم چی هلته شناخته نه وی …ما ورته وویل چی بس درښکته کیږم لمونځ به هم له تاسو سره وکړم ورشیوه (ورکوز) شوم لمونځ می ورسره وکړ له لمانځه وروسته یو مجاهد راسره په بغل شو ویل یی زه په دی چــــک پاینټ ( دتلاشی مرکز)ولاړیم نو بس وایم دغه خلک در څخه زهیر نه شی ….ګوره څومره ښه نیتونه دی ؟ زما سره په  ذهن کی دا وی چی دا مسلمانان درڅخه زهیر نه شی .

زه چی په موټر کی وګورم ورته وایم چی خفه نه شۍ ګوره ماته بښنه کوی .بیامی ذهن کی راوګرځیدل بیامی ویل چی کیدای شی یوه ورځ څوګ درڅخه خفه شی ولاړم سبق می شروع کړ ، سبق چی می شروع کړ پنځلس ورځی په مسجد کی په دائره کی وم پنځلسمه شپه می نبی علیه صلوة وسلم په خوب کی ولید په کوم ځای چی په چک پائینټ ( دتلاشی مرکز) دریدم …په الله قسم په هم هغه ځای رسول الله ولاړ ؤ کلاشینکوف یی په لاس کی ؤ چانټه یی تړلی وه . ….وایی پیغمبر علیه وسلم ته راغلم روغبړ می ورسره وکړ او سمدلاسه نبی علیه وسلم راته وویل چی طالبه چیری وی چی په چک پائینټ ( دتلاشی مرکز) نه معلومیږی ؟ ستا وظیفه ما ونیوه ! ما ورته وویل چی یا رسول الله زه خو داسی تللی وم هلته ! ده راته وویل چی مخکی شه لمونځ راکړه ( امامت وکړه ) ما ورته وویل چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خو فخر رسول یی زه څنګه مخکی شم ؟ ده راته وویل چی بس په دغه چک پائینټ ( دتلاشی مرکز) باندی دریږه داکار مه پریږده .  ….ګورې پیغمبر علیه السلام یی تشویقوی ….له دی داڅرګندیږی کله هم چی په یوه سنتی ټولنه کی  خرافات د شایعاتو او آوازو په تارونو وتړل شی په  هغه ټولنه کی د اولس د برخلیک او سرنوشت به څه حال وی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا