گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د هلمنــــــد فاجعـــــه او زمونـــــــږ ورکــــه شـــــوې ســــولـــه!
د هلمنــــــد فاجعـــــه او زمونـــــــږ ورکــــه شـــــوې ســــولـــه!

د هلمنــــــد فاجعـــــه او زمونـــــــږ ورکــــه شـــــوې ســــولـــه!

د هلمند په جګړه کې ترسره شویړ ناخوالو راڅخه د لیکلو وړتیا سلب کړې ده. د مورکئ په نس کې په مرمئ ویشتل شوئ ماشوم مې خوب ترى تم کړئ ده. یوه وړوکی ماشوم ته د خپل وژل شوی پلار د تابوت سپارلو راسره په سلګونو پوښتنې پیدا کړی دی. ښه به وی چې هغه هلمندئ مورکئ یې هم وژل شوی وی، ځکه چې که ژوندئ واى ټول انسانیت به ورته د خپل نامولود بچی قاتل ښکاریده او له هر چا به یې پوښتنه کوله چې ماشوم یې شهید ده که مردار؟ قاتل یې غازی ده که خونکار؟ د دین پتنګانو او که د وطن مینانو وواژه؟ مونږ عادتاً ډیر وخت د خپلو ګناهونو پړه پر بهرنیانو باندې اچوو، یا هم د ارزښتونو ترسیوری لاندی ځانونه پټوو او خپل ځان ته په همدغه بانه برائت ورکوو، خو په بل باندې د پړې اچول نه، بلکې د خپلو نیمګړتیاو لټون او سمون شهامت ده. د د منازعاتو د حل کمیسیون جوړ شوئ ده، د تحکیم صلح کمیسیون لاهم امتیازات اخلی، د سولې عالی شورا لاهم روانه او دوانه ده، د سولې لپاره وزارت جوړ شو، کرزی د سولې راوړلو قسمونه وکړه او غنی خو یې اوس هم کوی. طالبانو ته د قطر دفتر پرانستل شو، ملا برادر را خلاص شو، د ګوانتانامو بندیان ازاد شول، د امریکا او طالبانو سوله وشوه او بین الافغانی مذاکرات پیل شو، خو زمونږ بیچاره ولس لاهم د جګړو په تنور کې سوځی او سوله مو لاهم د عنقا مرغه ده چې لاهم ورکه ده. په هلمند کې څه روان دی؟ ورور بل ورور وژنې، د ورور مېرمن کونډه کړی، د ورور بچیان یتیمان کړی، خپل کور ونړوی، بیا وایی دښمن یې وواژه. ملی شتمنئ چور شوې. پنځه زره کورنئ بې سرپناه شوې او جګړه لاهم روانه ده، خو ښکیل اړخونه لاهم د شهامت خبرې کوی.  داسې ښکاری چې وجدانونه ویده دی. څوک هم که ایمان او وجدان ولری د خپلو وژل شویو وروڼو د مور او پلار د چیغو او واویلاو د کونډو شویو خویندو د آهونو او فریادونو  او د یتیم شویو کوچنیانو په اسویلو کې څنګه ویلاى شی چې دغه جګړه سپیڅلی او د مشرانو مجبوری ده.  څنګه خپلو مظلومو ولسونو ته ووایی چې د قطر په مذاکراتو کې اوسنى بن‌بست د توجیه وړ ده؟ اوس چې مونږ د تاریخ په یوه بل حساس پړاو کې قرار لرو، په قطر کې بین الافغانی مذاکرات دوام لری، خو د پرمختګ څرک نه لګیږی.  د ولسی توقعاتو برعکس د سولې د خبرو له پیل سره په هیواد کې جګړو شدت وموند او په مذاکراتو کې یوازې دومره پرمختګ شته چې خبرې به جاری ساتی. د قطر په مذاکراتو کې طالبان له ډیرو مثبتو ځانګړتیاو درلودلو سره سره په غوښتنو کې د وضاحت نه ورکولو، له مقابل لوری سره د خشن چلن او د رغنده دریز نه خپلولو له امله  غلطیانې کوی. په شف شف باندې هیڅ کار نه کیږی. شفتالو ویل اړین دی چې ولس پوه شی چې هغوى دقیقاً څه غواړی. له امریکا سره د طالبانو د لاسلیک شوی هوکړه لیک پربنسټ د مذاکراتو پرمخ بیولو باندې د زور اچول، په خپله طالبانو ته زیان ورساوه. که حکومتی لورئ د قرأن او سنت پربنسټ د خبرو لړئ پرمخ وړلو وړاندیز کوی، نو طالبان خو باید هیڅ ستونځه ونلری. د داسې تذبذب او تزلزل پرځاى به ښه واى چې طالبانو خپلې غوښتنې په زغرده مطرح کړې واى. پوښتنه  داده چې ایا طالبان د افغانستان قومی جوړښت،  په سیمه ییزو او نړئ کې جیوپولیتیکی بدلونونو  ته په کتو په اوسنی افغانستان باندې په یوازې سر د حکومت کولو وړتیا لری؟ که احیاناً د کابل په نیولو باندی بریالی هم شی، جګړه ختمیږی؟ ایا طالبان اوس هم په همدغه فکر دی چې له خپل پخوانی سخت چلن سره بیا په افغانستان حاکم شی؟ یقیناً ځواب نه ده. له طالبانو څخه مې غوښتنه داده چې زمونږ مذهبی دودیزه ټولنه کې له هر ټولنیز اړخ سره اختلاف عیب نه ده، خو له نیکه مرغه د محراب او منبر له ټریبیون سره اختلاف قطعاً هیچا ته د توجیه وړ نه ده. د جګړو له امله اوس هم د محراب او منبر سپیڅلتیا ته زیان رسیدلئ ده. راځئ دغه تقدس نور وساتو، د خپلو او پردیو لخوا ورته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زیان رسولو مخه ونیسو. له مختلفو اشخاصو احزابو او ولسونو سره د ولسمشر غنی د ژمنو شړیدلئ ریکارډ، له ولس سره د حکومتی واټن د زیاتوالی، مالی او اخلاقی فساد او نورو خورا زیاتو نیمګړتیاو ته په کتو په یقینی توګه ویلاى شو چې ولس او طالبان اوس په دغه مورد کې په یوه صفحه کې قرار لری چې د غنی تر مشری لاندې په نوموړی باندی د سولې د پیچلی هوکړې د عملی کېدو باور نه کوی. راځئ لږ نور هم په زغرده خبره وکړو. هغه دا چې د جګړې په ډګر طالبان برلاسی دی. سولې ته د طالبانو په پرتله د حکومت د اړتیا کچه لوړه ده او امریکا لوبه کوی.  پاکستان بریتونه تاووی او امریکا قلقلې کوی چې طالبان یې له حکومت سره خبرو ته تیار کړل. د ستونځو بنسټ واک ده، چې د حکومت په اختیار کې ده او مسئولیت هم د حکومت زیات ده. طبعی خبره ده چې توقعات هم له حکومت څخه زیات وی. سیاسی او امنیتی حالات په تیزی سره د حکومت له کنتروله وزی. راځئ د واک په سر یې هغې کچې ته مه رسوئ چې بیا یې د مدیریت وړتیا ونلرئ. 
د لوستونکو د حوصلې د نشتوالی له امله تفصیل ته نه ځو. په خلص ډول وایو چې؛ 

۱په مذاکراتو کې له پرتو خنډونو څخه د خلاصون او له تکرار څخه یې د نجات لپاره له افغانستان سره د سترو مرسته کونکو هیوادونو او نړیوالو ادارو په حمایت او څارنې لاندې دې بې پرې دریمګړئ پلاوی جوړ شی. د اجندا په هره ماده باندې د بحث لپاره وخت وټاکل شی. 

۲که مذاکراتی پلاوی په ټاکلی وخت کې هوکړې ته په رسیدو کې پاتی راځی، نو همدغه متنازعه ماده دریمګړی پلاوی ته ځی او پریکړه یې نهایی او لازم الاجرأ ګرزی. 

۳–  د مخالف لوری د باور ترلاسه کولو، د سولې په پیچلی تړون باندی په اغیزمنه توګه د عمل کولو، په ټاکنیز سیستم کې د اړین سمون او بدلون راوستلو و بالاخره ټاکنو ته د لارې هوارولو لپاره د مذاکراتی ټیمونو په توافق او نړیوالې ټولنې په کره حمایت د موقتې ادارې جوړیدل د وخت اړتیا ده. 

۴د سولې د پروسې په پایله کې راتلونکئ نظام که هر نوم ولری، باک یې نشته خو زعیم او د قوانینو د تصویب لپاره پارلمان باید د عامو ولسی ټاکنو له لارې وټاکل شی.

۵- له هغو دینی عالمانو، ملی شخصیتونو او تیکنوکراتانو چې له دین او هیواد سره ژمنتیا یې مشکوکه نه وی واکمنه شورا جوړه شی ترڅو  د دولت د مشرتابه او د پارلمان لپاره د نوماندانو شالید ته له کره کتنې وروسته وړ اشخاص د نوماندئ  مستحق وګرزوی. په همدغه کمیسیون کې د دینی علماو ساده اکثریت پرځاى او معقول نظر ده، خو د اهلیت او نه اهلیت پریکړه به په مطلق اکثریت کیږی. 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا