گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د هېواد پرېښودل او جګړه نــه بلکه ســـوله ایــزجد وجهد او مبـــازره !
د هېواد پرېښودل او جګړه نــه بلکه ســـوله ایــزجد وجهد او مبـــازره !

د هېواد پرېښودل او جګړه نــه بلکه ســـوله ایــزجد وجهد او مبـــازره !

د مسلسلو شخړو  له امله موږ یوه ویشلې او پاشلی ټولنه یو، محرومیتونو، بې عدالتیو او تبلیغاتو په هره برخه کې د افراطیت خواته کش کړو.  یوه برخه مو د دیموکراسی په لومه کې ونښتل او د دیموکراسی له یونانی بنسټ ایښودونکو څخه هم ځانونه مخکې ګڼی. څوک د مذهبی احساساتو د پاروونکو تقریرونو ښکار شول افراطیت حل لاره ګڼی, څوک له دین سره د دښمنی په توپانی سمندر کې لاهو شول او څوک له خپلې خاورې څخه وتل د سمون لاره ګڼی.نظامونه ونړول شول، بنستونو ویجاړ شول، یرغلونه وشول، اشغالګر راغلل، خپلمنځی جګړه وشوه د نفرتونو  تخم وکرل شو. نتیجه داشوه چې موږ اوس د پردیو مرستو ته د اکسیجن غوندی اړتیا لرو. تر ټولو معیوب اړخ مو داده چې تر اوسه مو د مرستو ترلاسه کولو پرځاى په متبادلو لارو فکر کول هم نه دی پیل کړی.ملت د وروستیو سیاسی او نظامی تحولاتو په تناظر کې په اعتماد کې نه دى اخیستى شوى.هر څه چې پېښ شول ولس یې نه مستقیم  او نه هم په غیرمستقیم ډول مسئول ګڼل کیږی. موږ پخوا هم له عقیدوی او ملی ارزښتونو سره سم د سمون او بدلون لپاره مبارزه کوله، اوس یې هم کوو او تر څو چې ژوندی یو د امکان په کچه همدغه کمپاین ته دوام ورکوو.په انفرادی او ملی کچه د سترو زیانونو له ګاللو وروسته باید موږ له خپلو منفی کړنو څخه د دفاع پر ځاى د اخلاقو په چوکاټ کې د سمون هڅه کړې واى. موږ باید د پرون په پړ او وړ باندی د وخت تېرولو پرځاى سبا ته د ممکنه توپان د مخنیوی لپاره د  پلان په جوړولو تېر کړو.پرون مو د دیموکراسی ناانډوله شکل تجربه کړ، د واک ظالمانه ویش مو ولید، د ټاکنو اغیزمنتوب مو مشاهده کړ، د انسانی حقونو د له پښو لاندې کولو زرګونه بیلګی مو ولیدې، په وارده شوې دیموکراسی کې مو د لوړو امتیازاتو ترلاسه کولو سره سره د را وارد شویو اشخاصو د فساد لوړه کچه او په بده ورځ کې د هغوى د تېښتې ننداره وکړه، د بیکاری له امله د خپلو ځوانانو د هیواد د پریښودو او له غرب څخه د مالی او اخلاقی فساد د مخکښانو د راوستلو زیانونه مو ولیدل، تر ټولو مهم دا چې ډیرې لوړې او هسکې ژمنې راته دروغ ثابتې شوې.

په جمهوریت باندې د معاملو هوکړې هم راته یاد دی، د لوړ پوړ پوستونو د پلورلو کیسې مو هم واوریدې.د زورواکانو لخوا د ارګ محاصره کولو ګواښونه مو یاد دی، په دوه ساعته کې د ارګ د نیولو تهدیدونه مو ذهنونو کې ثبت شوی دی. د والیانو بیرته راشړل د وزارتونو فرمایشات او د غنی منل، د هیواد د تجزیې ګواښونه د سولې په وړاندې مختلف خنډونه او داسې نورې په سلګونو ناخوالې مو تجربه کړې چې زه به یې په لیکلو او تاسو په لوستلو باندی ستړی شئ.د اوسنیو حاکمانو له راتګ سره بدلونونه نوښتونه ګډوډی او بى نظمی هم وینو. د لوړ پوړو چارواکو د ګمارنې لپاره د اهلیت د معیارونو ننداره هم کوو. د خلکو  اندیښنې درک کولاى شو او د خپل ولس د درد احساس هم راسره شته. د مدیریت نیمګړتیاو باندې پټې سترګې تېرېږو، له ولس او نړیوالو سره د اړیکو په جوړولو کې ستونځې هم راته معلومې شوې. د چارواکو مثبت او منفی اړخونه مو وپیژندل او د ورځنی مصرفی توکو د قیمتونو د لوړوالی بار مو هره ورځ د ولس په اوږو زیاتیږی.اوس پوښتنه دا ده چې چې ایا د حل لاره داده چې لاس تر زنې کینو او چوپه خوله پاتې شو؟  که توپک را واخلو،  بیا واک ته د یوې فاسدې ډلې د رسولو لپاره شل کاله نوره جګړه وکړو؟ د مقاومت په نوم د واک لپاره د هیواد ورانوونکو سره مله شو؟  نه دا د حل لاره نه ده. پرون مو د پرونی حکومت په وړاندې وسله پورته کول حل لاره نه ګڼله؟  نن د نننی حکومت په وړاندې د زور کارول حل لاره نه ګڼو. له هیواد څخه تېښته هم د حل لاره نه ده، بلکې د امکان تر حده د سمون او بدلون لپاره په چارواکو باندې تعمیری نیوکه، دعوت او له هر ډول تاوتریخوالی پرته مبارزه به ښه د حل لاره ده.احساساتی څرګندونې د وارخطایی لاره نیول او د ناهیلی توب خبرې د هیڅ رنځ درملنه نکوی. هیروشیما او ناګاساکی ښارونه امریکا په اتوم بم ونړول خو جاپانیانو همت وکړ د جاپان پریښودل یې حل لاره نه ګڼله، بیرته یې تر پخوا ښکلی جوړ کړل. هلته امریکا اډې لری، خو جاپان د نړۍ دریم ستر اقتصادی زبرځواک پیاوړى او خپلواک هیواد دى.د مقاومت ټلوالګرو ته باید ووایو  چې که پرون مو د هغوى د حکومت په وړاندې وسله پورته کول حل لاره نه ګڼله، نو د اوسنی حکومت په وړاندې هم د توپک کارولو خبره سخته ردوو او جګړه د حل لاره نه ګڼو. هغوى باید د نننی صورتحال څخه د مخنیوی په هکله د بن په غونډه د طالبانو د ګډون خبره کړې واى او واک یې په یو اړخیز ډول د ځان او له غرب څخه راغلو ترمنځ نه واى ویشلى. موږ د هغوى لخوا د جګړو پیل “عذر بدتر ازګناه” او د انتقامی جګړو تسلسل  ګڼو. په طالبانو باندی هم غږ کوو چې بین الافغانی تفاهم او ملی اجماع ته د رسیدو په موخه پیاوړی او جرئت مندانه ګامونه واخلی.اړینه داده چې نفرتونو او تعصباتو ته د هوا ورکولو پرځاى د واقعیتونو په تړاو په ځانونو کې د درد او درک احساس پیدا کړو. دغه زخمی هیواد درملنې ته اړتیا لری. دغه غمونو ځپلى او جنګونو ځورولى ولس مسیحا غواړی.د بدیو په وړاندې مبارزې ته ادامه ورکوو خو د سمون او بدلون پروسه به له ځانه پیلوو. افراد او ټولنه باید په خپلو نیمګړتیاو فکر وکړی رسنئ خپلې خپرونې په خپله سانسور او ایډیټ کړئ، ملی ګټو ته د ژمنتیا تعهد له ځانه پیل کړئ او د ګواښونو په لهجه د خلکو د خولو بندولو پرځاى  خپلې نیمګړتیاوې ولټوئ. سیاسیون خپلې تشې ډکې کړې او حاکمه ډله بیا د فرد ټولنې خاورې او ملی بنسټونو د ساتنې او مصئونیت دنده ترسره کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا