گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » گرانو هیوادوالو اودخوست دشریف ؤلس په نوم سرخلاصۍ لیک!
گرانو هیوادوالو اودخوست دشریف ؤلس په نوم سرخلاصۍ لیک!

گرانو هیوادوالو اودخوست دشریف ؤلس په نوم سرخلاصۍ لیک!

درنو هیوادوالو ، دوستانو او په ځانګړی ډول د خوست شریفو ولسونو !

زمونږ د دوسیې په رابطه له مونږ سره لاندې بلا سوالونه دی ، کله چه الله تعالی مونږ د دنیا له دی عادی زندان څخه په عزت خلاص کړی ، نو په یوه لویه ولسی غونډه او خبری ناسته کې به په لاندې مهمو ټکو بحث کوو او له مسؤلو چارواکو به د لاندې پوښتنو ځوابونه غواړو:

۱- داچه زمونږ دوسیه د درنوجرمونو په ضد ادارې په وظیفوی صلاحیتونوکې نه وه ٬ولې یې مونږ تقریبا تیردرې کاله کابل ته د تحقیق لپاره راغوښتلو ؟۲- که د خـــوست او کابــــل په دی ناامنـه لاره کې مونږ وژل شــــوی وای ، مسـولیت بـــه یې د چــا په غــاړه وو؟۳- ددی دوسیې په جریان کې داسې میاشت راغلی ده چه مونږ کابل ته دری یا څلور ځلې راغلی یو ، په دی ټول جریان کې په ښاروالۍ کې ادارې خلا رامنځته شوی ده ,د ښاروالۍ په عوایدواود خدماتو په عرضه کې ځنډ رامنځته شوی دی ، ددی مسولیت د چا په غاړه دی ؟

۴-ددی دوسیې د تزویر برخې مجموعی قیمت  ۶۲۵۰۰ افغانۍ ادعا شوی ده چه تر اوسه یې تخنیکی  پارونه نه دی طی کړی او ما پورې هیڅ اړه نه لری ولې په کابل څیړل کیده او ولې ددې دوسیې د ځینو پایین رتبه مشترکینو دوسیه  بیله او خوست ته ولیږل شوه؟۵- که له خپلې وظیفې څخه په سواستفاده مجرم ګڼل کیږو، نوددی قضیې اصلی مجرم دخوست پخوانی والی حکم خان حبیبی  چه له خوست څخه یې په لکونو ډالر غلا کړی دی ولې برئت واخیست؟۶- ددی دوسیې په ټول دری کلن جریان کې زمونږ تقریبا ټول مصارف یعنی د مدافع وکیلانو فیس ، د لاری کرایه ، دهوټل مصارف او داسې نور د شل لکه افغانیو څخه زیات دی ، زمونږ ددی مصارفو جبــــران  به څــــوک کــــوی ؟۷- د ملی امنیت د وخت دوه مسؤلینو چه ددی دوسې اصلی تحریک کونکی وو او په خوست کې یې

د ښاروالۍ دوه نمرې غصب کړی دی چه د هرې نمرې دځمکې قیمت یې درې لکه ډالر دی ، ولې نه محاکمه کیږی ، په داسې حال کې چه مربوطه ادارو او جرایم سنګین ته مو څو ځله اسناد په رسمی ډول په اختیار کې ورکړی دی؟۸- د درنو جرمونو د استناف محکمې په خپله پریـــکړه کې ولې زموږ ســــرنوشت  معلـــــوم او څــــــرګند نه کــــړ؟۹-ولې تر پرون ورځې پورې چه تقریبا ۱۲ ورځې کیږې مونږ په غیرې قانـونی ډول  په بنـــــد‌کې ســـاتل کیــــږو؟۱۰ د افغانستان د یوه اوسیدونکی اود خوست ښار د‌ېو خادم په حیث مې د جزایې اجراتود قانون د ۱۰۵ مادی په اساس دا حق دی چه په یو معتبر ضمانت خلاص شم ، ددی  لپاره مو څو ځلې د رسمی عریضو په واسطه له قاضی القضات ، لوی څارنوال او د‌درنو جرمونو په ضد ادارې غوښتنه کړی ده ، دا حق ولې رانه کړی شو ؟دی ته ورته په لسګونو نورې پوښتنې هم شتون لری.

د افغانستان او خاصتا د ګلالی خوست لپاره مې تیر ولس کاله په پوره ایماندارۍ ، اسلامی او وطنی مینه د خپلې ګیری ویښتان سپین کرل ، زه چلینج ورکوم چه زما منقول او غیری منقول جایداد د وپلټل شی ، که د بیت المال یوه نامشرع افغانۍ پکې پیدا شی ، زه هر ډول سزا ته تیار یم  او همډارنګه زما په دی ټول کاری دور کې به هیڅوک پیدا  نه شی چه مونږ ترې مستقیم او یا غیری مستقیم د ېوې افغانۍ غوښتنه کړی وی ،

خو خبر نه وو چه د وخت د ځینو بې تجربې ،ناپوهه ( په لومړی محکمه کې ما په خپله د فاع کې په خپله مورنۍ ژبه پښتو خبری کولې خو زمونږ  قاضی په پوره باورسره دپښتوپه یوه ټکی هم نه پوهیدو﴾اودحق په لیدلو دړندوڅارنوالانواوقاضیانوله خوا به دپلچرخی زندان ته راځو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا