د سه شنبی په شپه دخیبر پښتونخواه سره تړلی نوښار کی دمرګ یوی ګولی یا کارتوس د یوی مهاجری پښتنی سندرغاړی چی په پاکستان کی زیږیدلی وه ژوند پای ته ورساوه ،
د خیبر نیوز د خبرله مخی پولیسو ته په ورکړل شوی بیان کی ویل شوی دی چی نوموړی د هغی د میړه فایده خان له لوری چی په عربوکی اوسیده او وطن ته په رخصتیو راغلی ؤ خپله میرمن په دی بهانه چی ورسره خبری کوی د پلار له کوره بیولی وه او بیایی د سه شنبی په شپه ووژله چی نن یی د آګست په لومړی نیټه مړی په نوښار کی پیدا شوی او فایده خان دهغی میړه په تیښته بریالۍ شوی دی . ریشم د فایده خان څلورمه میرمن وه .
ویل کیږی چی ریشم د یوی غریبی کورنی وه او دخپلی کورنی پالنه به یی په خپل هنر سره کوله .نواندیشی د مظلومیت د منبرپه توگه په داسی حال کی چی دغه وژنه د یوه ښکاره جنایت په توګه غندی دا ډول کرغیړنی وژنی اوجنایات د ریأ کارۍ او منافقت د ظالمانه فرهنګ زیږنده بولو .