گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داســلام دسترپیغمبـرسیرت اوداشرف غنی کوچیانی غیرت !
داســلام دسترپیغمبـرسیرت   اوداشرف غنی کوچیانی غیرت !

داســلام دسترپیغمبـرسیرت اوداشرف غنی کوچیانی غیرت !

بس زموږ دغمونواو ویرونوکمپله به خدای می دی غاړی نه بندوی دتل لپاره ورټوله شی !  که څنګه سادو خانه ؟ هو والله نن خو می په ارګ کی د اسلام د ستراو متبحر متفکر او فیلسوف ، حضرت محمد اشرف خان غنی احمدزی چی په دغه نوم بل فیلسوف او متفکر نړۍ ته نه راغلی د اسلام د نومیالی پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم د مبارک میلاد په مناسبت خپله د اتمام حجت کوچیانی غیرتی  خطبه او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم  د مبارک سیرت په هکله د مرغلرو په شانی وینا اوریدل په خپلو ګناهګار سترګو وکاته !

هو کوران ! دا د شاه پسند خان کوچی زوی خو بلا کتابونه لوستی دی ! هو پردلیه دا یی لا څه کوی ! هغه مبارک خو لا دا هم وویل چی ما پوره یو کال د اسلام د ستر پیغمبر سیرت مبارک لوستی دی چی زما او دټول بشریت د دائمی ژوند لپاره بسینه کوی . هو په کوران !

دا دشاه پسند خان آکا لیونۍ زوی خو بلا کوی ! پردلیه تاته دی وویل شی په دی اعتبارکوه په ما ګنهګار یی مه کوه هغه په دی کوچیانۍ خطبه کی دا هم په اثبات ورسوله چی ګنی که څوګ یو کال  سیرت النبی ولولی  دپنجاب او کراچی په  مدرسو کی د سیرت زده کړه وکړی نو واردی واره متفکر او نابغه تری جوړیږی ! !! څه پوه شوی ؟

یاره پائنده خانه دا سیرت النبی  څه شی دی چی د ټولو دردونو دعلاج  نسخه او د مفتیانو د فتوی تیزه او تیره  نوکه ده ؟ پردلی آکا ! بس د خدای په کارونو  کی به ګوتی نه وهی ! توبه اوباسه توبه ، چی متفکر صاب د کراچی او لاهور په مدرسو کی پوره یوکال د اْلماؤ او مرتاضانو لاسونه وینځلی او د کراماتو دی عالیه  درجی ته رسیدلی او له مرشد المرشدین  صدیق افغان وروسته

د نړی دوهم نابغه او فیلسوف شمیرلی شی بیا خو د ا شانی مغرضانه او دشریعت ضد سوالونه او پوښتنی را پورته کول داسلام د سپیڅلی دین په حکم کبیره ګناه ګڼلای شی ! څه پوه شوی پردلیه ! هو په کوران ښه شو چی پوه دی کړم ! ما خو دا فکر کاوه چی ګنی  د پیغمبرانو د سیرت او ژوند مطالعه به هغه هم په یوه نا معلوم کال کی  یوازی په جزیره العرب کی د هغوی د ژوند پر څرنګوالی را څرخیږی د اوسنی بنیادم د اقتصادی ، فرهنګی او نورو راز رازستونزو د حل لپاره  به د هری ټولنی د تاریخی او جغرافیوی مؤقیعت ته په کتو د اسلامی تفکر نوری څانګی اوبرخی  د اجتهاد د میکانیزم پر بنسټ راسپړل کیږی !!    دا خو باید چی حضرت اشرف خان غنی دامت برکاته یوازی دوم لمبر متفکر نه بلکه دبشریت په تاریخ کی دداسی نسخی کاشف هم وګڼل شی چی د ملتونود پرمختګ او تکامل  لپاره یوازی یو کال  سیره النبی ته لنډه شانی کتنه د نړی پر مخ د ټولو نسلونو ، پیړیو او زمانو د ژوند لپاره دلاری باوری نقشه ګڼلای شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا