گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داستنبــول غــونـډه دروانـــی میاشتی په ۲۴ مــه جــوړیـــږی !
داستنبــول غــونـډه دروانـــی میاشتی په ۲۴ مــه جــوړیـــږی !

داستنبــول غــونـډه دروانـــی میاشتی په ۲۴ مــه جــوړیـــږی !

د ترکی ، قطر او ملګرو ملتونو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان کړی چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه به د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیلېږی او د می میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام کوی.په ګډه اعلامیه کې راغلی چې د افغانستان اسلامی جمهوریت او د طالبانو استازی به په دې ناسته کې ګډون کوی.اعلامیه همدا راز زیاتوی چې د دې ناستې ګډ سمبالوونکې یو خپلواکه او یو موټی افغانستان ته ژمن دی.په اعلامیه کې راغلی، د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډې موخه په دوحه کې د بین الافغانی مذاکراتو بهیر چټکول، دې بهیر سره مرسته کول او په افغانستان کې یو منصفانه او دوامدارهسیاسی جوړجاړی ته رسېدل دی.ترکیې قطر او ملګرو ملتونو خپله ګډه اعلامیه کې ویلی: “دې کنفرانس کې ګډون او د اجنډا په اړه یې له افغان لوریو سره مفصلې خبرې شوې دی. کنفرانس کې به پر دې غور کېږی چې ښکېلو غاړو سره د افغانستان راتلونکی، د جګړې د ختمېدو او سیاسی جوړجاړی ته د رسېدو برخه کې مرسته وشی “.سمبالوونکی وایی، تمه لری چې دا ناسته به ټولو لوریو ته یو مهم فرصت ورکړی چې د یو ټولشموله سولې، ثبات او هوساینې لپاره افغانانو سره مرسته وکړی.لکه څنګه چی په خپره شوی اعلامیه کی د ترکی هیواد او ملګرو ملتونو تر څنګ د قطر هیواد نوم هم راغلی دی چی په ډاګه تری څرګندیږی داستنبول غونډی وروسته به وروستنی فیصله په قطر هیواد کی د هغه ګډ مرکز له لخوا توثیق او پر مخ  بوتلل شی کوم  چی له طالبانو سره د امریکا دمتحدو ایالاتو د خبرو اترو له هغه لومړنیو شیبو له څخه په افغانستان کی د نړیوال ائتلاف ګډ هیوادونه چی له افغانستان سره یی په سلګونه میلیارده ډالره پوځی او مالی مرسته کړی ده

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا