گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د جګړې پای او سولې ته رسیدو لپاره ســـترګې چـــاته اوړی؟!!
د جګړې پای او سولې ته رسیدو   لپاره ســـترګې چـــاته اوړی؟!!

د جګړې پای او سولې ته رسیدو لپاره ســـترګې چـــاته اوړی؟!!

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د اګسټ پر ۲۸مه ۲۰۱۸ وویل: دوی نه غواړی په افغانستان کې د افغان – امریکا جګړې لپاره د شخصی امریکایې کمپنۍ(بلاک واټر) سره هوکړه لیک وکړی، او افغان – امریکا جګړه شخصی امریکایې امنیتی کمپنیو ته وسپاری.

په ورته وخت کې د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ وویل: موږ په افغانستان کې خپل سیاسی او ډیپلوماټیک شتون قوی کوو، او په افغانستان کې اوږدمهاله پوځی حضور نه غواړو، بلکې شرایطو ته په پام سره په افغانستان کې د خپل پوځی شتون موده ټاکو.په تیرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې لوړ پوړی امریکایې جنرالان دغه ډول نرمې، رغنده، تمه پیداکوونکی څرګندونې او د افغان – امریکا جګړې د ختم اړوند کوی.

امریکایې چارواکو څرګنده کړی چې دوی به خپلې ډیپلوماټې او سیاسی هڅې په افغانستان کې د امریکا د سفارت د لاری مخکې یوسی، او په افغانستان کې به قوی او پیاوړی سفارت ولری.همدارنګه امریکایې چارواکې د لنډ مهاله حکومت خبرې هم په غیر رسمی ډول کوی، وایې چې افغان سیاستوال فکر کوی چې لنډ مهاله حکومت د حل لاره کیدای شی.تمه ده چې د سیپټمر میاشتې په لومړۍ لسیزه کې به امریکایې چارواکې یو ځل بیا په دوحه – قطر کې له طالب استازو سره وګوری، او دا ځل به په ځینو اساسی او مهمو مسایلو بحث ولری.امریکا لا هم هڅه کوی چې د خپلو پوځیانو د وتلو د مهالویش په اړه ښکاره خبرې ونه کړی، او د سولې په نوم ځینې مقدماتی ناستې له طالبانو سره ولری، که وکولای شی د طالبانو نظریات په یو ډول د راتلونکې افغان حکومت د جوړښت اړوند واخلی، او بیا د طالبانو د نظریاتو او غوښتنو اړوند د خپلو ګټو سره سم که وکولای شی، داسی طرحې وړاندی کړی، چې بیا هم امریکا په کې ګټندویه، او په نړیواله کچه، او خپل امریکایې ولس ته ووایې چې افغان – امریکا جګړه یوه بین الافغانی ستونزه او کشاله وه، او موږ هڅه وکړه چې د افغانانو تر منځ جوړجاړی او حل لاره پیداکړو.لا هم امریکا په رسمې ډول څرګندونې کوی چې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو غوښتونکې او په ناستو کې به دوی هم ګډون کوی، ولی د جګړې د اصلی اړخ په ډول په رسمی او ښکاره ډول نه دی چمتو شوې چې له طالبانو سره د جګړې پر ختمېدو ژور بحث ته ننوځی.

اسانه هم نه ده، چې امریکا به په بیړه او مخامخ داسی ژور بحث ته ننوځی چې د دوی د پوځیانو د وتلو خبره پکې لومړۍ او اخری خبره وی، اوس نو چې د امریکا دفاع وزیر، د امریکا لوی درستیز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او امریکایې جنرالان په ښکاره څرګندونې کوی چې افغان جګړه نظامی حل نه، بلکې سیاسی حل لری، په کار ده چې طالبان همدا درک کړی، په دی مهم او حساس وخت کې د افغان ولس، نړۍ او سیمې سترګې طالب ته اوړی، چې طالب کوم ډول سیاست غوره کوی، کولای شی چې افغان جګړه د خبرو د لاری پای ته ورسوی، او که به بیا ځل طالب هم د پخوانی مجاهد په څیر په سیاسی ډګر کې ماتې خوری، د امریکا په شتون او یا نه شتون کې به جګړه لا اوږدیږی، او قربانی به یې افغان ولس وی.که زلمی خلیلزاد بیا ځل افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د ځانګړې استازی په توګه راځی، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر استعفی ورکوی،

چین، اندونیزیا او ازبکستان طالبانو ته په خپلو هیوادونو کې تود هرکلی کوی، د ماسکو غونډه کې طالبانو ته د ګډون لپاره بلنه ورکول کیږی، په جوزجان کې د اسلامی دولت / داعش په وړاندی جګړه د طالبانو په ګټه تمامیږی، دا ټولې هغه نښې نښانې دی چې امریکا په خپلو تګلارو کې د بدلون په حالت کې ده.په افغانستان کې د امریکایې/ ناټو قواوو عمومی قومندان جان نیکولسن چې له نظامی پلوه یې دامریکا په پوځ کې خپلې وړتیاوی ښودلی وی،

او  دا ډول تر ډیره په سیاسی برخه کې یې هم پوهاوی درلود، د سولې او جګړې ګډه تګلاره یې په افغانستان کې همهاله مخکې وړله، له ډیرو هلو ځلو سره سره، نه په جګړه او نه هم سولې اړوند مسایلو کې یې ځانګړې لاسته راوړنه درلوده، د هغه ځای به دا ځل تر هغه قوی امریکایې جنرال ونه نیسی، بلکی فکر کیږی چې جنرال سکاټ میلر به د امریکا په ۱۷ کلن پوځی ماموریت کې تر ټولو پخوانیو قومندانانو کمزوری قومندان وی چې د افغان جګړې د مشرې لپاره د امریکا لخوا ګمارل کیږی.

دا په دی معنی ده چې امریکا نور  په افغانستان کې د جګړې شدت ته د پخوا په څیر لیواله نه ده، او په افغانستان جګړه او د طالبانو ځپل ورته لومړیتوب نه، بلکې سیاسی حل لارې لټوی.داچې د ناټو د ملکی برخې د مشر کاری موده هم په پوره کېدو ده، فکر کیږی چې دا ځل به امریکا/ناټو په ملکی برخه کې د پخوا په پرتله قوی شخص را وړاندی کړی، د ناټو د ملکی برخې  مشری ته به قوی شخص راولیږی، تر څو له سیاسی او ډیپلوماټیکو لارو د افغان – امریکا+ناټو جګړې دحل /پای لپاره کار وکړی.

افغان ولس،افغان حکومت، طالبانو، افغان  سیاسی ډلو، سیمئیزو هیوادونو ته په کار ده چې دا درک کړی، که د قوی نظامی امریکایې قومندان جان نیکولسن په ځای کمزوری نوی قومندان میلر راځی، او بل خوا د ناټودملکی برخې”پریکنده ماموریت”داوسنی کمزوری مشر، سفیرکورنیلوس زیمرمن پر ځای تر ده قوی کس افغانستان ته رالیږل کیږی، په دی معنی چې امریکا/ناټو، کاملاً دی نتیجې ته رسیدلی چې افغان، امریکا جګړه نظامی حل نه لری، او باید له سیاسی او ډیپلوماټیکو لارو دا کشاله حل شی، نو په کارده چې افغان ډلې هم نورد جګړې د اوږدیدو چانس بهرنیانو ته په لوی لاس ور نه کړی،اوپه یوه سالمه او رغنده سولې ته رسیدو لاره باندی فکر وکړی.ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان چې د نفت، ګاز، بریښنا پراخه زیرمې لری، دا ډول ځینې کانونه لری، اوله نوری نړۍ سره د نښلولو لاره یې پر افغانستان ده، دوی هم غواړی چې اقتصاد یې وده وکړی، او اقتصادی وده یې د افغانستان سولې او امن کی ده،

په کار ده چې طالبان او افغان سیاستوال د منځنۍ اسیا د اقتصادی لارې تړل او د هغوی اوسنی حالت درک کړی.بل خوا چین، هند، ایران او پاکستان هم غواړی چې د منځنۍ اسیا د لاری له اروپا سره د راکړې ورکړې دروازه یې خلاصه وی، چې بیا هم د همدې دروازی مانع افغانستان دی.

زه یو ځل بیا پر طالبانو، افغان حکومت، افغان سیاستوالو ږغ کوم چې د سولی اړوند اوسنۍ موقع د لاسه ورنه کړی، سیمئیز هیوادونه، نړیوال، د لوی ځواک او قوت لرونکی هیوادونه دی نتیجې ته رسېدلی چې افغان کشاله د تفاهم، سیاسی او ډیپلوماټیکو لارو حل کړی، که بیا هم پر جګړو ټینګار کیږی، بیا هم د سولې اړوند نړیوالو او کورنیو هڅومخنیوی کیږی، اوبیاهم د سولې اړوند ښکاره تګلاره ونه لرو، تاریخ به موږ ملامت کړی، بیاهم سترګې طالب ته اوړی،چې سولې ته رسیدو لپاره هغه څه وکړی چې افغان ولس یې تمه لری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا