گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دجـــــــرګـــــو خـــــبـــرې دی !
دجـــــــرګـــــو خـــــبـــرې دی !

دجـــــــرګـــــو خـــــبـــرې دی !

د لیکوال او شاعری یادونه : په خپل ملی ټولندو ،خپلو جرګو او په هیواد کی په سولې او صلاح مینو دوستانو خویند وروڼو خویندو ! درناوی می ومنئ .نن می دا دی بیا خپل یو پخوانی مات ګوډ نظم چی عنوان یی دی (دجرګو خبری دی  په ۲۰۰۱ کال کی چی په هیواد دسولې او صلاح دپاره دلوی جرګې خبری روانی وی دانظم په بهرکی د۲۴ساعته را ډیو او زما په خپل اخبار (لمر) کی خپور او نشرشوی دی ، په دی هیله چی دوستان په هیواد کی دروان حالت په هکله پرتله او خپله ادبی تنده پری ماته کړی

افغان غیور ملت سره دننـــــــګ او جـــــــــرګو خبری دی

دښی او چپ ډلګې سره ، خرڅلاو او دپیسو خبری دی

په تمعه مه اوسیږۍ افغان ځلمیانو ویښ شــــــــــــــــئ

نن ستاسی هر حرکت کی د تصمیم اوفیصلو خبری دی

جوړ شوی محفلونه دی ، دسولې او ملی وحدت دپآره

افغانان پرې قانع شــــــوی ، مـــــــرکو خـــــــــــبری دی

افغان چی را جرګه شی ،افغانیت یی هم تکمیل شــی

جګ شوی هرې خواته ، اوازې دلوی جرګـــــو خبرې دی

افـــــــــــــــغا ن سره دننــــــــــــګ او دغیرت تــــــــــل وی

خپل منځ کی جرګه شوی دسولی دننګـــــــو خبری دی

یو لاس شۍ هیواد والو ، همت وکړی رابیدار شـــــــــئ

به حق او حقیقت کـــــــی د رښتیا او رښتیانو خپری دی

هیڅ تمعه دملی وحدت ونکړی لــــه خاین اوله غــــــداره

په خپلو کی یو لاس شئ، دغیرت او همــــــتو خبرې دی

ښی او چپ دی تښتیدلی دملت لویې جرګې نـــــــــــــه

دا ځکه چی د ددواړو ، په مغزو کی د پردو خــــــــبرې دی

همت وکړی را ګډ شئ ، لـــــوی میدان ته دعمل نـــــــــن

میرویس او احمد خان څخه راپاتې تاریخو خبــــــــــرې دی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا