گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د جواد ظــریف څرګنــــدونـــوته لـــه یـــوه بېــل لیــــده غبــــرګون!
د جواد ظــریف څرګنــــدونـــوته  لـــه یـــوه بېــل لیــــده غبــــرګون!

د جواد ظــریف څرګنــــدونـــوته لـــه یـــوه بېــل لیــــده غبــــرګون!

دنواندیشی ضروری یادونه : که څه هم دغه لیکنه چی ستاسو په درانه حضور کی وړاندی کیږی دافغانستان یوه ځوان په هیواد مین  لیکوال ښاغلی نجیب الله جامع لیکلی او ترموږه را رسولی ده چی ورڅخه مننه کوو خو داچی زموږ د ټولنی دغه ځوان او د غښتلی ارادی محترم لیکوال چی دغه لیکنه یی کښلی ده  د ایران د واکمن رژیم د بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړتیاؤ په باب ځینی ټکی کارولی دی د تأمل وړ یی بولو . داچی محترم لیکوال د خپلی لیکنی په یوه برخه کی داسی لیکی : « نو په داسی یوه حالت کې پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیی پرځای ښه دی چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټی او واکمنان دا وطن خپل وګڼی، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، ماسکو او خلیج کې د عیش نوش پرځای پدې خاوره کې ځانته د کور، اور او ګور فکر وکړې، هغوی چې لکه جواد ظریف د لویدېځ په ښیښه ای ښارونو کې زدکړو غربی نه کړو، سیکولار یې نه کړو، خپل اولادونه یې خپل وطن ته یووړل او نن د ایران د یوه داسی نظام له دریځ څخه د خپلو وطنی ګټو په دفاع کې مبارزه کړې چې زما او ستا هېوادوال د خپلو ګټو په پاره د کرایی ملېشو په توګه د یمن له صنعا، د عراق تر موصله، او د لبنان له بیروت او صیدا څخه د سوریی د جولان تر لوړو د خپلو نیابتی جګړو په پاره جنګوی او بیا په وروستی سپین سترګۍ د هغوی هرچاته په اجرت او کرایه ورکولو ټټر دربوی».

لومړې او ترټولو مهمه پوښتنه داده چی آخیر ولی دهغه تاریخی خاوری افغان بچۍ چی لږ  مهال وړاندی یی بهرملکونو ته کډه کول او له اړتیا زیاته استوګنه شرم او عار باله او دهیواد غیږه یی دنورو هیوادونو محصلینو ته پرانیستی وه اوزیاتره  دسیمی د هیوادونو زده کوونکی او محصلینو به د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کی لازمی  زده کړی بشپړولی او د زده کړو وروسته به خپلو هیوادونو ته ستنیدل  ، همداشان زموږ دهیواد بچیانو به هم په نورو هیوادونو کی لوړی زده کړی ترسره کولی اود زده کړو وروسته به هیواد ته په د پوهی څخه په ډک موټی راستنیدل . دا هغه مهال ؤ چی د افغانستان د پرمختګ دروازی دنړی دواړو ( ختیځو او لویدیځو ) بلاکونو په لوری پرانیستل وی او افغانانو که څه هم اقتصادی او سیاسی راز راز ستونځی درلودی خو ددی سره ، سره یی هم د وطن پالنی احساس پر یوه داسی فریضه بدل شوی ؤ چی دهغی په لاره کی هر ډول سرښندنه او قربانی یی دسر په بیه هم بدلیدای شوه .وطن ددی هیواد هروګړی ته دیوی مهربانه مور حیثیت درلود او د هیواد دمور زامنو هم د پر وطن مینه ننګ باله . خو له بده مرغه لومړې په افغانستان کی دروسی سرولښکرو او دهغوی داخلی بړیڅو وروسته د مذهب ، جهاد او دین تر پاکی سیوری لاندی پټو دجالانواو ټوپکسالارانو اودادی اوس هم دهغوی ددواړو په ګډکار او هڅو دافغانستان ګلالۍ خاوره په داسی تنور بدله شوی ده چی نه یوازی هغوی چی پخوا په بهرنیوهیوادونو ته په کډه شوی ؤ د بیرته ورستنیدو  زمینه برابره نه شوه بلکه هغوی چی دهیواد په دننه کی پراته اولسونه هم چی په تیرو څه کم شلو کالونو کی په  یوی داسی قرنطین شوی جغرا فیا آؤښتی او بدله شوی ده تیښتی او هیواد پریښودلو ته اړباسلی دی بی له شکه چی د ایران د دیکتاتورانه نظام سره چی  له بده مرغه هغه هم پریوه مذهبی استبداد ولاړ دی هیڅوک نه شی کولای دخپل فکر او خوښی سره ژوند وکړی . رابه شو د ایران د ولایت فقیه رژیم د بهرنیو اړیکو چارواکی جواد ظریف داستان ته چی ګنی په امریکا کی یی زده کړی ترسره کړی او د لیکوال په قول جواد ظریف دیوه داسی مستبد رژیم چارواکی دی چی نور خوڅه خپل بی آزاره ګاونډیان هم د خپلویا دلیکوال په قول د « وطنی ګټو!! »په موخه او دفاع کی زموږ هیواد وال دکرائی ملیشو په توګه تر یمن او جولانه د جګړی ډګر ته آستوی . کیدای شی محترم لیکوال د جواد ظریف لویه توره ؤبولی او په داسی حال کی چی ګنی « پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیی پرځای ښه دی چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټی او واکمنان دا وطن خپل وګڼی، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، ماسکو او خلیج کې د عیش نوش پرځای پدې خاوره کې ځانته د کور، اور او ګور فکر وکړې » دښاغلی لیکوال د معلوماتو په خاطر باید وویل شی چی زموږ دټولنی ټول په فرهنګ سمبال ځواکونه  باید د استعمار د تاکتیکونو دهربدلون په وړاندی مناسب ، علمی او اکادمیک چلند خپل کړی . ځکه اوسنی نوی استعمارد لبرال او آزاد بازار په بڼه د ملتونو سرنوشت په خپل لاس کی آخلی که څه هم په بهرنیو په ځانګړی توګه د همدغو لویو پانګوالو هیوادونو کی زموږ اودزیاتره اسلامی هیوادونو اولادونه له زده کړووروسته بیرته د مورهیواد غیږی ته راستانه شوی دی خو په خواشینی سره د خپلو هیوادونو د مستبدو او ظالمو چارواکو چی زیاتره یی دداخلی اوبومی هویت درلودونکی ؤپه لاسونو په شهادت رسول شوی دی . زموږ په خواره ټولنه کی یی هم بیلګی ترسترګوکیدای شی اوشهیدمحمد هاشم میوندوال، شهید محمد موسی شفیق ، خدای بښلی عبدالرحمن پژواک او نور په لسګونو شهیدان چی ټولو په بهرنیو هیوادونو کی لوړی زده کړی ترسره کړی وی او دهیواد دمور په لمن کی یی د یوه سمسوراو پرمختللی افغانستان په هیله شپی سبا کولی د سره او توراستعمار په خونړیو پنجو کی وزبیښل شول او د ځینو خویی تر اوسه هم د مړې یا ژوندی برخلیک نا څرګند دی . عجیبه یی داهم ده چی زموږ ددغه په پوهه سمبالو  شهیدانو وینی دهغو جلادانو په لاسونو توی شوی دی چی زیاتره یی د تعصب اوکرکی په داسی ناروغې آخته دی چی خپل کلیوال هم پردی بولی اوورسره جګړی او وژنی ته یی شرعی او مذهبی توجیهات پیداکوی .

خو باید وویل شی چی په بهرنیو هیوادونو کی استوګنه که په هره بڼه او موخه چی وی دیوی ټولنی د ارتقأ عامل نه شی بلل کیدای . کنه نو له ۲۰۰۱ کال وروسته چی په افغانستان کی د دموکراسۍ او آزاد بازارنوم جوړشویوحکومتونو کی چی ګران هیواد افغانستان ته له غربی هیوادونو ورغلیو میلمنو، کار پوهانو ، متفکرینو اود یپلوم په لاس ځوانانوکوم لښکر تللی دی د بل هرهیواد په پرتله یی شمیر زیات دی خو له بده مرغه له هغه ځایه چی په بنیادی توګه یی د نړی لید اړیکی د مور وطن پر ځای د ډالرو پر میږوی تړلی دی د هیواد د پرمختګ څرک نه لګیږی . دیادولو ده چی همدا د افغانستان د اسلامی جمهوریت  جمهور رئیس ښاغلی محمد اشرف غنی او ورسره په ارګ کی د ناست ټیم زیاتره سیاسی څیری هغه څوګ دی چی څولسیزی یی په غربی نړې کی استوګنه کړی ده او دادی پوره شل کاله شاو خوا یی د هیواد په چوپړ کی تیریږی . خو خیرما خیر شما !ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټوله مرکه او د ایران د اخوندی رژیم دریځونه یوې خواته، هغه څه چې ماته د یوه افغان په توګه د ملتپالنې او افغان ګټو له دریځه مهم وو، هغه دا یوه جمله وه چې وویل ( هېڅ ځای لکه خپله خاوره او هېواد نشی کېدای ) موږ په خوږه پښتو ژبه کې پدې اړوند ډېرې ژورې بېلګی لرو، داچې وایی پردی کټ تر نیمو شپو دی، تر پردې زوی خپله لور هم ښه ده، هر چاته خپل وطن کشمیر دی، ‏پردی خواړه یا پور دى یا پیغور او تر پردی ګل خپل اغزی هم ښه دی.نو په داسی یوه حالت کې پر ایران، پنجاب، فرنګ او مغل د تکیی پرځای ښه دی چې زموږ سیاستوال، رهبرګوټی او واکمنان دا وطن خپل وګڼی، د نیویارک د ساتلو، په تهران، سویس، ماسکو او خلیج کې د عیش نوش پرځای پدې خاوره کې ځانته د کور، اور او ګور فکر وکړې، هغوی چې لکه جواد ظریف د لویدېځ په ښیښه ای ښارونو کې زدکړو غربی نه کړو، سیکولار یې نه کړو، خپل اولادونه یې خپل وطن ته یووړل او نن د ایران د یوه داسی نظام له دریځ څخه د خپلو وطنی ګټو په دفاع کې مبارزه کړې چې زما او ستا هېوادوال د خپلو ګټو په پاره د کرایی ملېشو په توګه د یمن له صنعا، د عراق تر موصله، او د لبنان له بیروت او صیدا څخه د سوریی د جولان تر لوړو د خپلو نیابتی جګړو په پاره جنګوی او بیا په وروستی سپین سترګۍ د هغوی هرچاته په اجرت او کرایه ورکولو ټټر دربوی.د کارګری انقلابونو لوی مبارز چیګواراه وایی: چې یوه ژورنالېست راڅخه وپوښتل: چې هېوادپالان او د بلواکۍ ضد مبارزان ولې په روحی لحاظ ځانونه دومره شتمن ښیی چې په سترګو کې یې د لوږې څرک هم نه موندل کیږی؟

وایی ورته ومې ویل: چې هېوادپالان او په خپل تاریخ او ارزښتونو تکیه کوونکی د مالکیت احساس لری، دوی فکر کوی چې هېواد یې، ملکیتونه، معدنونه، شتمنۍ، کروندې، فابریکې او هر څه زموږ یانې ولس دی.ځکه نو هېڅوک له خپله ماله له خپلو خلکو او له خپل وطنه غلا نه کوی.هېواد پلورونکی بیا د دې خلاف یوه بنسټیزه او ستره ستونزه لری، هغوی هېواد او ولس د ځان نه بولی او پردې یې ګڼی، نو ځکه غلا ترې کوی او بیا له غلا سره د پردیو غیږې ته پناه وړی.پر همدې بنسټ ښه به دا وی چې موږ موږ شو، د پردو رنګینو غلامیو او ډالرو ته شاه کړو، یو بل وزغمو، له سویلی کوریا بغیر هېځ ملت پردو نه دی سیال کړې، چین وروسته له هغه صنعتی شو، امریکا ته بلاه شو او ډېرو ته د سترګو خار شو چې کله چینی رهبر ماوتڅه تونګ د کنفسیوسیزم د ښوونو او لارښوونو پر بنسټ چې پر اصیلو چینی ارزښتونو ولاړ وو د خپل انقلاب سروکی وټاکل، د اپارټایډ پر ضد د لوترګینګ او نیلسن مانډیلا د آزادۍ د لاری اوږد مزل پرته له دې چې پرخپل ولس یې تکیه کړې نور هېځ هم نه دی، ګاندی هغه څېره چې د انګلیستان څخه یې په فلسفه کې ډاکټری راوړه ولی د انکرېز د فکر او جلال غلام نه شو، بلکی لنګ یې ووهل او د خپل ولس منځ ته ورغی، د بودیزم خندونکی او د عقلانی فسلفی ضد عبادتونه یې تر سره کړل تر څو چې هند یې د انګرېز د پیړیو له تاړاک، یرغل او نیواک څخه خپل اختیاره کړل او په پای کې زموږ د پولی او پټی دښمن، د فرنګ وارث او د سویلی اسیا د آزادو قامونو زیندان مصنوعی پنجاب، پاکستان د خپل پېداېښت د تاریخ په خلاف او زموږ د پوپولیستی او پولیسپی واکمنانو د عوام فریبانه څرګندونو پر خلاف، وروسته له هغه د هند پر ضد د اټوم څښتن شول، کله چې ذوالفقار علی بوټو خپل ولس ته په ویناه کې وویل: که اړتیا شی نو ریشکه به وخورو ولی د اټومی وسلو له جوړولو به لاس وانخلو.دا د ټولو سیالو، پرمختللو، د عزت څښتنانو او هغو ځواکمنو ملتونو د عزت، راج او غټ سترګی راز دی چې نن لوی اقتصادونه، په پرمختللو وسلو سمبال پوځونه، په نړېوال سیاست او لوبو کې د خبرې دریځونه او په ټوله کې د سکون، آمن او هیلو څخه د ډکی نن او سبا څښتانان دی.زه وړمه شپه د ظریف خبرو د سپېڅلی افغانیت له دریځه خوراه خواشینی کړم، دهغه څرګندونو او له مکر او تکبر ډکو اشارو مې وجود په لړزه راوست، ولی د افغان ژورنالېست نجفی زاده اورژبو او د ملی ګټو له دریځه د نوموړی په سترګو کې د سترګو ننویستلو به مې د دې هېواد پر راتلونکی بیا، بیا باور را ژوندی کاوه، او ویل به مې که متعال رب په موږ سوله ولوروله، نو د هوتکی راج، ابدالی عزت او امانی غرور څښتنان به شو، او هغه ورځ به بیا وګورو چې د محمود هوتکی لښکرو د میرویس نیکه له سپارښتنې سره سم اصفهان ونیو او د ابدالی بابا اسونو به په ګنګاه اوبه څښلی او غازیانو به یې له فرغانی او سمرقنده نیولی تر ډهیلی او نیمی اسیا د سردرو ګران وطن په پاره د وطن ګشایی تورې وهلی.ولی دا ټول څه یوازی پدې بنسټ دی چې موږ پرخپل ولس او تاریخ تکیه وکړو، د بایډن بریاه ته خوښ نه شو، پنجاب او تهران څخه مو خپله سیاسی قبله د وطن لویو او ارمانی ګټو ته واړو او د سولې له لارې د امریکا او ۴۸ هېوادونو سره د حکومت او نظام جوړولو پرځای له طالب، حکمتیار او بل هر هغه څوک چې په ژبه ګویا وی بس افغان سره ګډ افغانستان وزغمو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا