گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د جمـــهوری ریاست لــه کانـــدیدانـو د خوستیانو ژوره ګیله!
د جمـــهوری ریاست لــه کانـــدیدانـو  د خوستیانو  ژوره ګیله!

د جمـــهوری ریاست لــه کانـــدیدانـو د خوستیانو ژوره ګیله!

دا دی د کاندیدانو کمپاین پای ته ورسید.په ډیر تاسف سره وایم او د زړه له تله پرې خفه یم چې خوست ولایت ته د ولسمشرۍ یوه کاندید هم تشریف را نه ووړ.خوست لا هم د تېر تاریخ په شان د افغانستان مهمه دروازه ده، خوست لا هم د برم، جلال او عظمت څښتن دی، د خوست جید دینی عالمان او درانه مخور مشران لا هم په خپل تدبر او عمیق فکر سره د هیواد په برخلیک ټاکلو او مهمو ملی پریکړو کې د پام وړ ونډه لرلی شی.د خوست پتمنې او میړنۍ ښځې لا هم په خپلو غېږو کې داسې بچیان روزلی شی چې په تش لاس یې هم د تېری کوونکو سره د غزا لپاره ګګو غره ته ور ولیږی چې د غازیانو مورچلونو ته ډوډۍ او اوبه ور وخیږوی.خوست کې لا هم داسې ځوانان شته چې د علم، هنر، سپورټ او نورو برخو کې د نړۍ په کچه ځلیدلی شی.

خوست اوس هم هماغه خوست دی چې مشرانو او ځوانانو یې خوست ته پوهنتون راوړ خو خویندو او میندو یې د هګیو، چرګانو، زیوراتو او لاسی ګنډنو د خرڅانه په پیسو و چلاوه.خوست اوس هغه خوست دی چې درې نیم لکه بچیان یې په ښوونځیو، دینی مدرسو او تر لسو زرو پورې بچیان یې په پوهنتونو کې زده کړې کوی.خوست همدا اوس تر ۷۰ پورې فعال مدنی بنسټونه، شوراګانې او اتحادیې لری، خوا وشا ۳۰ غږیزی، تصویری او چاپی رسنۍ پکې فعالیت کوی او ..

موږ خوست د افغانستان له نورو ولایتونو څخه لوړ نه ګڼو خو له نورو ولایتونو څخه یې دومره ټیټ هم نه ګنو لکه د ولسمشرۍ کاندیدانو چې په کومه سترکه ورته وکتل.د شکر ځای دی چې خوستی ولس اوس د ملی، سیاسی او معنوی شعور هغې کچې ته رسیدلی چې که خپله ځان ور غلط نه کړی څوک یې نه شی تېر ایستلی.

ټیټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه کړه

زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

نظر دادن بسته است.

بالا