گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دجمهوریت او ســولی لاریـــون!
دجمهوریت او ســولی لاریـــون!

دجمهوریت او ســولی لاریـــون!

دنواندیشی یادونه : کله چی د خوست  نوم آخیستل کیږی نو دافغانستان د ویاړلی او له برمه ډک تاریخ کارنامې او د افغانستان په ګوټ ، ګوټ کی د میشته وروڼو قومونو پر هیواد مینه او د هغوی  میړانه یی تر سترګو کیږ ی او ورسره جوخت یی د غازی اتل ببرک خان ځدراڼ او نورو غازیانو پر افغان خاوره او افغان ننګ سرښندنی او قربانۍ تر سترګوکیږی تر دی چی د هغوی د مبارزی او وطن پالنی انګازی د انګریز په لاس جوړ شوی پاکستان هیواد کی ځلیدی ، ویل کیږی چی د آسیا په جنوب لویدیځه څنډه کی د فتنو دځالی پاکستان لومړنی صدراعظم لیاقت علی خان چی د محمد علی جناح نږدی ملګری او دوست ؤ افغانانو ته د سپکو سپورو ویلو په تور د غازی سید اکبر ځدراڼ له لوری د توپانچۍ په ډزو ووژل شو که څه هم غازی سید اکبر ځدراڼ د اتل ببرک خان ځدراڼ  زوی  هیڅکله هم د پاکستان د صدراعظم دوژلو نیت نه درلوده خو کله یی چی د پاکستانی صدراعظم لیاقت علی خان له لوری افغانان  په ناوړه او ادب څخه په لیری الفاظو یاد کړای شول نو دداسی له اهانت  څخه د ډکو الفاظو په اوریدو یی دصبر کاسه لبریزه او په داسی حال کی چی ماشوم زویی یی د ننداری لپاره له ځان سره راوستی ؤ خپله توفنګچه چی تل به یی له ځانه سره ګرځوله را واایسته او پر لیاقت علی خان یی د تفنګچی دری ډزی وکړی چی وروسته لیاقت علی خان روغتون ته پر لاره ساه ورکړه او غازی سید اکبر ځدراڼ هم د پاکستانی پولیسو لخوا په شهادت ورسول شو .اوس پوښتنه داده چی څنګه  د هم هغه په خپلواکۍ مین ببرک خان ځدراڼ وارثان چی د عدالت او ولسواکی په لاره کی یی هغه چاته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ چی د ګران افغانستان اولس ته یی په سپکه سترګه کتلی ؤ او مرګ ته یی تن ورکړ خو ذلت یی قبول نه کړ ، نن ورځ د نړیوالو استخباراتی کړیو په لومه کی لویږی او دیوی ګولۍ ډوډی او یاهم څو ډالرو په ترلاسه کولو نه یوازی چوپه خوله نه پاته کیږی بلکه د نوروپه ځانګړی توګه د حکومت دچارواکو  ناغیړی د جمهوریت او دموکراسی په نوم توجیه کوی .

دا سمه ده چی طالبانو زموږ د تاریخ ډیر خونړی باب پرانیستې ؤ خو آیا همدا د خوست شریف او غیرتی اولس نه ؤ چی طالبان یی په ډولونو او د الله اکبر پر نارو سورو بدرګه کول او تر لیری لیری به یی ورته لاری څارلی ؟ دابه هم پریږدو خو رابه شو دی ته چی آیا په دی تیرو شلو کالونو کی چی دجمهوریت او دموکراسی د ودی او همدا شان د اقتصادی پراختیا په نوم یی سلګونه میلیارده ډالره له خاورو سره خاوری کړل په دی ټولو کی د خوست د بیا رغونی او پراختیا ونډه څومره وه ؟ که نه هغه څه مو چی درلودل په تشو نارو او سورو مو له لاسه ورکړل ؟ موږ تل ویلی او دادی بیاهم په زغرده سره وایو چی افغانانو پنځوس کاله پخوا هغه وخت چی دقدرت او نتقام  تږو د قدرت خونړۍ غریزه  دپردیوپر اوبو او وسلو خړوبه کړه موږ د خپل برخلیک د ټاکلو حق هم د څوډالرواوروبلوپه بدل کی د اغیارجولۍ ورډکه کړه .چی زموږ د ملی غرور ، ولسواکۍ او آزادی مرغلری هم د وخت د ټولو جابرو ځواکونو چی دسره او تور استعمار پر مږویو تړلی ؤ اودادی  ترننه دا خونړې ډرامه زموږ د ګلالی او وران هیواد پر مات ستیژ ښودل کیږی . پوره باور لرو چی زموږ زیاتره د خوست شاه ځلمیان چی دد موکراسی ، جمهور نظام او د تل پاتی سولی په پلوۍ غږ اوچت کړی دی ددغو مفاهیمو له علمی تعبیر او تفسیر څخه عاجزدی .  هغه د پاړسو متل دی چی واېی « پهلوان زنده خوش است » 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د یکشنبې (د سلواغې ۱۲مه) ورځې ناوخته د خوست سلګونو اوسیدونکو او مدنی فعالانو د یو سوله ییز لاریون په واسطه د جمهوری نظام او تلپاتې سولې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.د دې لاریون ویناوالو وویل، افغان ولس ویښ شوی او نه غواړی چې د پردیو په لمسون د دې هېواد د زرګونو کسانو د ژوند په بیه د هېواد رغیدلی بنسټونه یو ځل بیا ونړیږی.دوی زیاتوله، د افغانستان د مسالې او اوږدې جګړې حل په روسیه، چین، ایران، قطر او نورو هېوادونو کې نه دی، بلکې افغانان کولی شی او د دې صلاحیت لری چې تېر تاریخ ته په کتو خپلې مسالې په خپلو کې د خبرو اترو له لارې حل کړی.د بدلون او یووالی کاروان مشر عبدالولی واحدزی لاریونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: “موږ هغه څوک چې دا نظام ړنګوی، هغوی نه غواړو، موږ هغه څوک چې په دې نظام کې غلا کوی، هغوی نه غواړو، هغه سوله چې زموږ د لکونو شهیدانو په قیمت وی، موږ یې نه غواړو، دا د افغانستان د ولس غږ ده، دا د افغانستان د ملت غږ ده، دا د افغانستان د کونډې او بورې غږ ده.

“د لاریون ګډونوال چې د خوست ښار په کوڅو او لارو وګرځېدل، دا شعاونه یې له ځانه سره لېږدول: “هغه سوله نه غواړو چې د نظام په قیمت راځی، موږ د غښتلی جمهوری نظام او تلپاتې سولې غوښتونکی یو، د پردیو په اشاره نه غواړو، زموږ ملی بنسټونه بیا ونړیږی.”مدنی فعال فریدالله قربان وویل، د افغانستان خلکو د نظام د نشتون درد لیدلی او بیا نه غواړی چې له هغه تېر برخلیک سره بیا مخامخ شی: “دا ولس به د خپل جمهوریت سره وی او خپل حکومت سره به وی، موږ د حکومتونو او جمهوریتونو د ردولو ډېرې ترخې تجربې لرو، له طالبه مو هم غوښتنه دا ده که ته رښتینی د ولس دعوه ګېر یې، راشه په مسکو، ایران او قطر کې د دې مسئلې حل نشته، کله چې د وحشت خبره وی، بیا زما ځوانان وژنې، خو کله چې زما د سرنوشت خبره وی، بیا مسکو ته منډه کړې، کله چې زما په سرنوشت سودا کېږی، هغه بیا په ایران کې کېږی، کله چې زما د سرنوشت خبره وی، په اسلام اباد او قطر کې یې کوې.”د خوست مظاهره چیانو ویل د افغانستان خلکو د نظام د نشتون درد لیدلیقومی مشر سمین خان ځدراڼ بیا د جګړو بدمرغیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دې جګړې دلاسه د دې خلکو جنازې او ښادۍ خوندی پاتې نه شوې، مشران مو ووژل شول، نور په سترګو کې اوښکې وچې شوی او خلک د جنګ او غم زغم نه لری.نوموړی زیاته کړه، افغانان هغه سوله غواړی چې په هغه کې یې ابرو، عزت او ارزښتونه خوندی وی. و بل خوستی ځوان کمال خان کمال په خپلو خبرو کې خلک بیدارۍ او هوښیارتیا ته راوبلل او له دوی یې وغوښتل چې که د ولسونو په غږ او لاریون دې وطن ته ګټه رسېږی،

نو بیا هر افغان دې قربانۍ تیار شی. وموړی زیاته کړه: “ملته څلوېښت کاله کېږی چې وژل کېږی، د وژلو علت یې نه دی مالوم، موږ باید هوښیار واوسو، مبارز اوسو، خپل حالت په خپله بدل کړو، نور د افغانیت هغه غرور چې په تاریخ کې مو لرلی هغه باید راژوندی کړو، اوس چې زموږ او ستاسو په مظاهره، په غږ سوله راځی باید رایې ولو او غږ پورته کړو.”د خوست په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له هغې وروسته د لاریونو په واسطه ښارونو ته راوځی چې د شنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر سیاسی مرستیال عباس ستانکزی په مسکو کې د ولسمشرغنی د استعفا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې چارې دې یوه بل نوی لنډمهالی حکومت ته وسپاری.یاده دې وی، له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې دوه اړخېزې ناستې دوام لری چې تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده څرګنده شوې.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا