گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کابل نننۍ برید طالبانو اوهم افغان چارواکو په کلکه غندلې خو…!
د کابل نننۍ برید طالبانو اوهم افغان چارواکو په کلکه غندلې خو…!

د کابل نننۍ برید طالبانو اوهم افغان چارواکو په کلکه غندلې خو…!

لکه څنګه چی خبر یاست نن دوشنبه غرمه مهال دیولسو بجو په شاوخوا کی څوتنووسله په لاس بریدکونکی چی ګمان یی کاوه د جنت حورو ته درسیدو نږدی لار له کابل  پوهنتون څخه تیریږی په داسی حال کی چی دایران دجمهوری اسلامی حکومت په مرسته  د کتاب نندارتون پرانیستل  شوی او د ننداری په حال کی ؤ پر پوهنتون وسله وال او ځان وژونکۍ برید وکړچی په نتیجه کی د دریو بریدګرو په ګډون چی د جنتی حورو په آرمان په نیمه لاره کی له پښو وغورځیدل ټول ۱۹ تنه وګړی شهیدان او لږترلږه د ۲۲ تنو پر زخمی کیدو پای ته ورسیده .

بل لورته دچارو څارونکی واېی چه د طالبانو لخوا د اوربند سره مخالفت کیدای شی د نوروزیاتو لاملونو ترڅنګ یو هم یو پریواو بل دباور دنه درلودو لامل وی چی افغان حکومت او طالبان دواړه  دخپل ژوند دبقا او د خبرو پرمیز د یوه ننګین بری په موخه دافغانستان د مظلوم اولس په وړاندی ټول خونړی جنایات که د هرچا اوهرلوری لخوا ترسره شوی وی مسؤلیت او پړه یی پر مقابل لوری ورآچوی .واقیعت دادی چی  که چیری یو عمل کرغیړن او په بشری ټولنه کی د کرکی او ډار پاشوؤنکې ثابت شی  نو که د هرچا لخوا او په هر نامه ترسره شی د اجرأ کونکو په تشو  سوګندونو او شعارونو یی په عامه اذهانواو افکارو کی  سپیناوی او تقدس نا ممکن دی . وژل او وینی تویول هغه کرغیړن جنایت دی چی له آزله تر دی مزله د لوی خدای ج له لوری دانسان او کائیناتود خالق په حیث دبشری تاریخ په ټول اوږده بهیر کی دیوه ننګین او خونړی جنایت  په توګه په نښه شوی دی . خو ددی سره سره بشری تاریخ له وژنو او وینه تویونو ډک دی .که څه هم دلمرپه څیر جوته ده چی داځل هم د ددغو په وینولړلیو عملیاتو په ترځ کی دری تنه وسله وال ځان وژونکی او دجنتی حورو عاشقان ووژل شول چی طبیعی ده دوژونکو او قاتلانو جسدونه د کابل امنیتی ځواکونو په لاس کی لویدلی دی چی دغه ځواکونه کولای شی د هغوی هویت او دتګ راتګ ځایونه او د برید پخوا حرکات د هغوی د وینی  او DNA   له لاری تشخیص او څرګند کړی چی ننی جنائی تکنولوژی او د جرم پیژنده په دغه میتود ولاړه ده چی د مجرمینو پیژندګلوې یی آسانه کړیده خوبیاهم داسلامی دولت جنګیالیو چی ځانونه داعش یا د عراق او شام اسلامی دولت بولی دتل په څیر ددغه کرغیړن جنایت پړه پر غاړه واخیسته خو ددی سره سره امرالله خان صالح په خپل ټویټرپاڼه کی ددغه برید ملامتی پر طالبانو آچولی ده او د خپل ټویټر پاڼی په یوه برخه  کی دغه برید دطالبانو کار بللی دی او لیکلی دی چی دغه پیښه یوه استخباراتی ماتی اودطالبانو لپاره یوه  وجدانی کرغیړنتیا ! ده . خو زیات شمیر کتونکی په دی باوردی چی یوازی د مخالف وژل که په هرډول شرائطو کی دهر چا لخوا او په هرنوم ترسره کیږی  یو تاریخی جنایت بللی شی چی پکارده دغه حرفوی قاتلان او وحشی جنایتکاران که هرڅوګ او په هره جامه کی وی تر عدلی تعقیب لاندی ونیول شی  چی په توګه کیدای شی وویل شی چی زیاتره مذهبی ډلی چی پر مذهبی فتوی د مخالف وژل روا بولی اویاهم د دموکراسۍ او ولسواکی په سیورو کی د مخالف دوژلو او ځورولو کرغیړن جنایت ترسره کوی  ددغه عملیاتو د مینځ ټکۍ جوړکړای شی .          

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا