د طالبانو د امارت دائیم انلائین ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل چی د کابل ښار په ۸ مه ناحیه کې د خوارجو (داعشیانو) يو پټن ځای کشف شوی چې عملیات پرې روان دي د کابل ښاریان دې تشویش نه کوي.نن جمعه د شپې نېږدې لس بجې طالب ځواکونو د کابل اتمې حوزې اړوند هېوادوال بلاکونو ته نېږدې يو بلاک کې پر ځای پر ځای شويو داعشيانو بريد کړی. له بريد وروسته هغوی په يوه خامه کور ته ولاړل, چې ويل کېږي وروسته طالبانو هغه کور پر بوشکه يي بمونو والوځولو. تر ډېره د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل
شنونکی وائی چی هسی خو داعش او طالب دیوی سِکی دوه استخباراتی هغه مخونه دی چی د انسان وژنی له یوه ماشین څخه راوتی دی خو د پردیود استخباراتی موخو او ګټو په موقته توګه سره جلا کړی دی او د وسله والو طالبان د پرله پسی غلطیو او خونړیو اعمالو په نتیجه کی یی سر راپورته کړی دی . دا دواړه وژونکی ډلو یعنی طالبانو او داعشیانو دګران هیواد افغانستان د بیوزلی اولس پر یرغمال کیدواو وژلوسره ښکرونه ورته کړی دی .