د افغان حکومت د خپلواکو ارګانونو اداری په یوه اعلامیه کی چی همدا نن رسنیو ترلاسه کړی ویلی دی چی روح الله خان زاده د کندهار ولایت نوی والی وټاکل شو.روح الله خان زاده د عبدالمجید خان زوی، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوری ریاست عالی مقام د ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ نیټې د ۲۸۱۴ ګڼې حکم په منظورۍ، د حیات الله حیات پر ځای، د کندهارولایت نوی والی په توګه وګمارل شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم نن له رسنیو سره تایید کړه، چې ښاغلی خانزاده نن د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس ټاکل شوی دی.تر دې دمخه حیات الله حیات د کندهار والی و.روح الله خان زاده تر دې مخکې په ولسی جرګه کې د کندهار د خلکو استازی و.بل لورته شنونکی وایی چی په اوسنی ورَسته اوپر میعاد تیره مافیائی اداره کی ګمارنی او ټاکنی چی د ځانګړیو اقتصادی او سیاسی موخو پر بنسټ ترسره کیږی د چارواکو د بدلون او مجازاتو خبره هسی یوه خندنۍ ډرامه ده چی د خوارانو او فساد پر وړاندی د یوه مسخره هوډ څرګندونه کوی . او په دغه مافیاېی او پر مفتخوارۍ د روږدی کیدو سیستم کی زیاتره هغه چارواکی چی نه شی کولای د حاکمی وضعی مافیائی فشار وزغمی نو لکه د لاس تسبو په څیرد امتیازاتو په ساتنه لاندی باندی کیږی. لکه څنګه چی لیدل کیږی په تیرو نولسو شا وخوا کالونو کی هم زیاتره ځینی د رژیم لوړ پوړی چارواکی چی د پخوانیو څوکیو او مقاماتو په نوم سره یادیږی د حاکم نظام په لومه نښلی . نو ځکه خو لیری نه ده چی د کندهار والی حیات الله حیات په هر مقام او دنده چی وی د ټولو مادی امتیازاتو په ساتنه له دندی ګوښه شوی وی .