گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کرزی صاب پریوه سینه چاک مرید معتصم آغا صوفیانه چاپه !
د کرزی صاب پریوه سینه چاک مرید معتصم آغا صوفیانه چاپه !

د کرزی صاب پریوه سینه چاک مرید معتصم آغا صوفیانه چاپه !

وائی له یوچا چی کوهی ته لویدلی سراو لاسونه یی مات ؤؤپوښتل چی څنګه یاستی ؟ سړی په ډیر جرئت سره وویل چی الحمد لله ښه یم او زه نېکمرغه وم چې  څاه سوري نه وه، که نه نو معلومه نه وه چې زه به اوس چیرته وم !دغه نکل کټ مټ پر معتصم آغا جان انځوریږی چی وایی نن ورځ د سهار اته بجې د کابل په وزير محمد اکبر خان مېنه کې زما ملا آغاجان معتصم پر کور د افغانستان د امارت اسلامي د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا چاپه ووهل سول چې پنځه ساعته يې دوام درلودی، د چاپې په عملياتو کې ښځينه او نارينه ځواکونه ګډ وه، په لومړی سر کې یې زما د زامنو او موټروانانو څخه موبائل ټلفونونه واخيستل او بيا يې د کور په تلاشي شروع وکړه، چې په نتيجه کې يې زما يو زري لنډکروزر شخصي موټر او يوه اندازه شخصي اسلحه او نور وسائل ځواکونو له ځانه سره يوړل، نور نو الحمدالله چاپه په خیر سره تېره او پای ته ورسېده او زه د امارت اسلامي د ځواکونو شکر اداء کوم .  بنیادم په ځانګړی توګه افغانستان میشته وګړی  چی هر څومره د کندهاری حامد خان کرزی  سره د معتصم آغاجان په مشترکاتو فکر کوی یوازی ددواړومرید اومرشد ترمینځ د ژبنی او  قبیلوی ګډو ارزشونو نورڅه نه شی موندلای. خو پوښتنه داده چی څرنګه معتصم آغا جان  دغه په کندهار کی زیږیدلی مرید د ارباب کرزی په دربار کی له بل هریوه غوړه مال ډیر وځلید او د جاسوسی داسی مقام ته ورسید چی کالونه کالونه وروسته هم د طالب جنګیالیو لخوا پر هغه کورچی د وزیر اکبر خان په دیپلماتیکه سیمه کی د ارباب کرزی له لوری هغه وربښل شوی ؤ برید وشی او له دغه کور څخه یی د زری موټرو په ګډون راز راز وسلی ترلاسه کړی .    د سینه چاک مرید معتصم آغا چی د ارباب کرزی سره یی خپلی اړیکی نه یوازی په ژبنی او قبیلوی تارونو تړلی دی بلکه ترټولو زیات د ارباب کرزی په څیر استخباراتی او عوام فریبانه ستنو ولاړی دی . دمعتصم آغا جان دغه څیره تاسو هغه وخت لیدلی شی چی د هغه تلویزیونی ویناوی او کړه وړه په پوره ځیرکې سره واوری او وګوری .

د کرزی صاب د خانقاه پخوانی مرید معتصم آغا جان  چی له کابل څخه  خپریږی د خبریال دیوی پوښتنی په ځواب کی چی په افغانستان کییی دحاکم نظام او په ځانګړی توګه د هغه د ولی نعمت حامد خان کرزی د ارګ د خانقاه پخوانی متولی په باب داسی وویل : کله چی خبریال تری وپوښتل چی څوارلس کاله دکرزی صاحب په وخت کی دا هیواد اشغال نه ؤ ، د ارګ د خانقاه پخوانی مرید داسی غبرګون وښود . با لکل دا نظام یا هیواد اشغال ؤ صرف کرزی غلام نه ؤ !! خبریال وایی چی دا څنګه کیدای شی چی یو هیواد اشغال وی او مشر یی غلام نه وی ځکه نه ؤ غلام چی همیشه د امریکایانو سره په جګړه کی ؤ .

   همیشه یی د ملت حمایت کړی دی . دامریکایانو په مقابل کی همیشه ولاړ ؤ …د تلیویزیون ویاند وائی چی یعنی ستاسو له نظره هغه څوګ چی امریکایان راولی او کینوی غلام نه دی ؟ د خانقاه مرید داسی ځواب وائی : یو په جانبینو کی توافق دی کرزی صاحب توافق د امریکایانو سره کړی ؤ …. خبریال واېی چه هو امریکایانو را ؤست او پر تخت یی کیناوه داسی چی دده باډی ګاردان هم امریکایان!! خو د خانقاه پخوانی مرید معتصم آغا جان  وایی : چی نه امریکایانو نه دی راوستی  نړیوالی ټولنی راوستو . دا درسته ده چی د یو څه وخت لپاره به امریکایانو له ده سره څه مرسته کړی وی په امنیتی چارو کی او په نورو کی به یی کړی وی اما کرزی او دکرزی صاب شخصیت دومره دیوه اصیل افغان شخصیت دی چی تر آخیره پوری امریکایانو ته تابع نه شو …….

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا