گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخلیفه صاحب کولکوړاخانی شعارونه او صبــری مـــریدان!
دخلیفه صاحب کولکوړاخانی شعارونه او صبــری مـــریدان!

دخلیفه صاحب کولکوړاخانی شعارونه او صبــری مـــریدان!

په خوست ولایت پوری تړلی دصبریوولسوالی یوه له هغه شمیرسیمو شمیرل کیږی چی د خدای بښلی  سناتوراود قوم مخور مشرعلی جان صبری اود قوم دیوه بل غیرتی میړه الحاج ملک عید خان صبری او نورو لسګونو محورو مشرانو په مړینه دصبریو قوم یتیم شو! نوځکه خود صبریوغیرتی قوم هم د مذهبی افراط او مادی تفریط ښکار شو تردی چی ځمکه او جغرافیایی هم دجګړی په سره ډګر بدله شوه او په پای کی یی زیان یوازی د صبریودغیرتی اولس پر اوږو پریوؤت . دصبریوولسوالی هغه سیمه ده چی یووختی به دهغی په نرمه اوله زغم څخه ډکه اوګرمه غیږ اولیری پرتو کلیواوبانډو کی هم هندوانو ، سیکانو اونورومذهبی لږکیوځانونه دکلیوڅښتنان شمیرل، دا دهغه وخت د نورو په وړاندی د زغم اوتحمل دبرج د ملائیم باد انګازې وی چی پرقوم اواولس مینو مشرانو له سپیڅلیو ستونواوخولو را پورته کیدی اود طواف په څیر به د خوست پر شنه آسمان را څرخیدی . خود خوست په ځانګړی توګه دصبریو دغیرتی اولس دغه د نوروپه وړاندی دزغم او تحمل بړبوکې که له یوی خواد قومی جوړښتنونوبنسټ جوړاوه خو بل لورته د قومی مشرانواو مخورو په مړینه همدغه د زغم او تحمل د فرهنګ پاڼی هم ژیړی او ورو په ورو په رژیدو اووچیدوشوی چی په پای کی دصبریوغیرتی اولس له تحمل اوزغم څخه بی برخی یوی داسی جغرافیا خاوند شو چی د ډار او ویری نکلونه او کیسې به یی د خوست ګوټ ، ګوټ ته رسیدی .

په هر حال خبر شوو چی د طالبانو د امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقانی تیره ورځ همدغه د صبریو ولسوالی ته ورغلو او له نړیوالو په ځانګړی توګه امریکا څخه یی په کوړکوړا خانی ډول وغوښتل چی افغانستان دی په رسمیت ؤپیژنی کنه نو بیا افغانان لکه څنګه چی یی تیر شل کاله یی په تش لاس جګړه وکړه او افغانستان موآزاد کړاوس هم ددی وړتیا لری چی له امریکا او بهرنیانو سره په تش لاس مقابله وکړي !!ترټولو جالبه خویی داوه چی خلیفه صاحب هڅه وکړه ترڅوپه دی هکله دخپل ځان په خاطرد خواروصبریونظرپه غیر واقعی بڼه د بیعت په څیر ترلاسه کړی هغه داسی چی کله هم د خپلو خبروپه ترځ کی وویل :

احترامانه خواهش کوم  له دنیا والو څخه ! چی زورخوموسره وآزمایه !ګوری افغانانو یوه ژمنه وکړه ..په ټوله دنیا کی دی یو مثال موږته وښائی چی افغانی سړی خارج ته په یو چا پسی ورغلی وی . دچاپه کور دی تعرض ورکړی وی ، د چا په ناموس باندی یی تعرض کړی وی ؟ هیڅ چیرته هم افغانی سړی دا تعرض نه دی کړی !حتی موږ تاسو د محکومیت ژوند تیروو افغانې سړې چی څومره د ذلت ژوند په خارجی دنیا کی تیروی ..چی په خپلو حقوقو کی بی وسه شی حتی مظاهره هم نه شی کولای ،

خلیفه صاحب له خلکو پوښتی چی آیا کولایی شی ؟ …..شل کاله مقابله دی وکړه اوس ته نه میلیارده پیسی زما هلته کنګل کوی بیا یی د یولسم د سپتمبر قربانیانو ته ورکوی تا دا عدالت او فیصله چیرته وکړه ؟ ……خو زه دا وایم چی ددغو خلکو سره دی مزید ظلم نه کوی ددنیا یوه حصه او یوه ټوټه دی دوی هم وبولی . دنړیوالو قوانینو له مخی زمو او تاسو د عنعناتو له مخی دی دغه ملک په رسمیت ؤ پیژنی خوکه په رسمیت می نه پیژنی زه داخپل ملت او هیواد والو ته دا ډاډ ورکوم چی افغانی سړی دومره بی همته او بی غیرته هم نه دی دا شل کاله مقابله یی چی د خارجی امکاناتو ونه کړه بلکه په خپل ایمان او غیرت یی وکړه انشأ الله ددغی فساد سره مقابله په خپلو مټو وکړوکه نه ؟ خلیفه صاحب چی ناست مخاطبین ؤپوښتل نوهغوی هم په لوړ اواوچت آواز وویل چی هو بالکل یی کولای شو !!!                                                                                             

   دلته نو د پښتو هغه ډرامه چی لوبغاړې پکی د کولکوړا خان رول لوبوی او ځان بدمعاش بولی دبنیاد ذهن ته راځی چی څنګه خلیفه صاحب د کولکوړاخان نخری کوی .هغه داسی چی کله هم کوړکوړاخان وسله په لاس په یوه هدیره کی مړو ته وینا کوی او وایی چی تاسو ته ښه پته وه په دی علاقه ( سیمه ) کی صرف اوصرف زما بدمعاشی چلیږی نو بیا هم را ته نیغ ، نیغ کیدی او دادی اوس په قبرستان کی پراته یاست!په دغه ډرامه کی یو بل بدمعاش چی راغلی دی هغه کولکوړا خان ته ټوپک نیسی اوکولکوړا خان بدمعاش  وروته وایی چی ډز ونکړی ما ته نه یی یاد کړی ما خو دامړی یاد کړی دی او پورته کیږی له ځان سره وایی : چی تښته کولکولاخانه ، ځکه چی تیښته هم نیمه بهادری ده !!اوکله چی په ځغلیدو پیل کوی نو یوه ښځه ورته مخی ته راځی او کوړکوړه خان د هغی په لیدو وایی . دالله فضل دی او کرم دی اوس می هم په خیټه کی پوره پینځه پراته دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا