گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخلیفه صاب سیأ”سی “خطبه !
دخلیفه صاب سیأ”سی “خطبه !

دخلیفه صاب سیأ”سی “خطبه !

د طالبانو د کورنیو چارو بی واکه خو له ټولو شتمن وزیر سراج الدین حقانی چی د طالبانو په  استخباراتی اداره کی د کورنیوچارو چارسنبالی وزیر ټاکل شوی دی او له ډیری مودی راپدی خوا د خلیفه صاب لقب پکاروی او ټول واک یی له کوټواله تر جنراله د نالیدلی مرشد مجهول امیر المؤمنین صاب ته سپارلی دی او یاهم تری آخستل شوی دی  تیره ورځ ناڅاپه د پکتیا ولایت د ځدراڼودګردی څیړی ولسوالی په سیمه کی چی ویل کیږی دخلیفه صاب پلرنۍ ټاټوبۍ دی یوی را بلل شوی غونډی ته په خپله ځدراڼ واله لهجه خطاب کی داسی وویل چی :

اول خو د خدای تعالی باید شکر ؤ باسو چی موږ ته یی خپلواکی او آزادی راکړی ده او په غیرت یی راکړی ده او موږ دی دهیچا محتاج نکړو . دچا تر احسان لاندی نه شوؤ او دا ازادی دی په خپلو مټو راکړه . که نن دچا ترسوال لاندی موږ دلته راغلی وای او زموږ خپله خپلواکی دبل چا په اختیار کی وه .دانن چی موږ ته رسمیت نه راکوی داخو په دی نه راکوی چی ددوی فرمائیشات اوغوښتنی  مو نه دی منلی تر آخیره مو هیڅ یوه خبره ورسره ونه منله ، قوم که زموږ څومره هم په عذاب شو ….موږ په دی پوهیدو چی که هرڅومره تاسو د څیړیو ونو لانی وویشتل شی او شهیدان مو کړی او تاسو ته ډیر زور در کوی ډیر تکلیف به درته وی خو ستاسو لپاره به د عزت سبب شی . او الحمد لله دا خپلواکی چی ده دا دټولو افغانانو لپاره یو عزت وګرځید . خو خلیفه صاب چی فرمائی ګنی نړۍ دوی له دی امله په رسمیت نه پیژنی چی هغوی د نړیوالو غوښتنو ته غاړه نه ده ایښی او خپلواک دی . دا داسی له خندا ډکه کیسه ده چی موږکان هم ورته په خندا راځی . خلیفه صاب ګمان کوی چی ګنی خلک او س هم د اسلام د لومړی دوری د مسلمانانو پخوا ژوند کوی او موږ چی هرڅه ورته ووایو نو هغه به هرو مرو منی .په داسی حال کی چی شل کاله یی ددغه بی کسه او بیوزلی اولسونو پرتحقیر اوډارولود هرډول  انسانی اواسلامی حقونو پرخلاف د پخوانۍ را پرځیدلی مافیأ سره یوځای له هیڅ شانی یرغل څخه ډډه نه ده کړی نوځکه خو را ټول شوی اوراغوښتل شوی بیوزله وګړی د ځدراڼو په سیمه کی چی خلیفه صاب هرڅه فرماېی هغه په ډیره لږه بیه رښتیا ګڼلای شی .

خو واقیعت دادی چی دوی یعنی طالبان هم دهم هغه پخوانی مافیا چی دافغانستان اسلامی جمهوریت په نوم یی چی نه اسلامی ؤ اونه هم جمهوری! د امریکا او نړی د میلیاردونو ډالرو افغانستان ته په راتلو یوازی خپلی خیټی اوجیبونه ډک کړل تکاملی اوخندنۍ پړاؤ دی .داځکه چی دوی یعنی زیاتره طالبانوهم نه یوازی د اولس رأیی اوغوښتنوته غوږ کینښود بلکه زیاتره هغه کسان یی هم چی په ډیر صداقت سره یی د بهرنیویرغلګرو په وړاندی قربانی ورکړی ده له دوی سرټکوی او تری برئت اعلانوی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا