گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخلیلزاد صاب ټویټری راګونه؟
دخلیلزاد صاب ټویټری راګونه؟

دخلیلزاد صاب ټویټری راګونه؟

نن مو دیوه افغان ټباره امریکائی عٌرف زلمی خان خلیلزاد  په  ایکس پاڼه کی چی پخوابه یی ټویټر باله او نن سبا په مجازی نړي کی د هریوه لوستونکی او اوریدونکی د هویت داسی پاڼه بللی شی چی  کله خو بنیادم له ځمکی تر آسمانه او له آسمانه ترځمکی رسوی . په هرحال دغه افغان ټباره امریکائی چی د امریکا د متحدو ایالاتو په تاریخ کی ترټولو زیات یو بهرنی وګړی دی چی خپل د عمر زیاته برخه یی د خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان په ورانولو کی تیره شوی ده .په دی وروستیو کی په پاکستان هیواد کی د تروریستی بریدونو پر زیاتیدواندیښنه ښودلی ده او لیکلی دی چی افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ روان دی. اسلام اباد پر طالبانوتور پورې کوي، چې یوه ډله یې د امریکا، ایتلافي او افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال د پاکستاني طالبانو (TTP) ملاتړ کوي او د هغوی لپاره یې پټنځایونه برابر کړي، چې د خپلو ځواکونو په وړاندې جګړه کوي.د طالبانو حکومت په داسې حال کې چې د پاکستان څرګندونې ردوي، پر اسلام اباد تور لګوي چې داعش یا داعش خراسان ته پناه ورکوي اوملاتړیې کوي چې د طالبانو پرامنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.پاکستان دغه ادعاوې ردوي.پاکستان دافغانانو پروړاندې د خپلې جبري ډیپلوماسۍ د یوې برخې په توګه څوسوه زره افغان کډوال له هېواده شړلي دي.د مستقیمې جګړې په شمول دلا زیاتې شخړې د مخنیوي لپاره،اسلام آباد اوکابل باید د یوې داسې موافقې په اړه خبرې وکړي چې د”تضمین اوپلي کولو میکانیزم” چمتو کوي چې د TTP اوداعش خراسان په ګډون د کومې ډلې یا فرد لخوا د پاکستان اوافغانستان خاورې د کارولو مخه ونیسي. یوبل.د دوحې تړون په مستقیمه توګه د هر هیواد له خاورې څخه د تروریزم ګواښونوننګونې سره معامله نه کوي. دا معلومه شوه چې دواړه هیوادونه به په دې حساسه مسله دوه اړخیزه خبرې اترې وکړي. دا د پروسې پیل کولو وخت دی.

اوس پوښتنه داده چی ولی او د کومو موخو او غرضونو پربنسټ زلمی خان خلیلزاد د سیمی او په ځانګړی توګه د افغانستان سره ځانګړی داسی مینه لری چی هرچا او هر افغان وګړی ته دپوښتنی وړ ده  په داسی حال کی چی په لویدیځو هیوادونو کی ټول هغه وګړی چی له نورو هیوادونو په ځانګړی توګه له افغانستان څخه را کډه شوی دی او یا هم په کډوالی مجبور شوی دی که د دغه هیوادونو په هره یوه برخه کی دندی ترسره کوی نو ددغه هیوادونو د قوانینو سره سم دعمر پر زیاتوالی سره د تقاعد شپی اوورځی تیروی خو د تقاعد د  قواعدو او قوانینو پرخلاف او یاهم ددغه شانی قوانینو سره سره زلمی خان خلیلزاد له هم له هغه مهاله چی په اویا یمه لسیزه کی افغانستان دپخوانی شوروی اتحاد دسرولښکروپه ؤلکه کی راغلونود نوموړی کورنۍ هم کډوالی ته اړایستل شوه او دامریکا په متحد و ایالاتو کی یی  د کډوالی ژوند پیل کړ اوزلمی خلیلزاد چی خپلی زده کړی یی د بیروت په امریکائی پوهنتون کی سرته رسولی وی د امریکا په خارجه وزارت کی د پاکستان اود  جنوب غربی آسیا د میز مسؤل وټاکل شو .هم هغه مهال چی افغانانو د روسی ښکیلاک پر وړاندی د جګړی ترڅنګ په پاکستانی چاپیریال کی د پاکستانی فرهنګ او کلتور تر آغیزی لاندی شپی  سبا کولی نو دپاکستان په تلویزیونونو کی به د اسمعیل شاهد او سید رحمن شینو له خندا ډکی ډرامی خپریدی چی د افغان ټباره امریکائی  خلیزاد صاب د اوسنی ټویټری اوتو بوتو لوی ثبوت ګڼلای شی او ددی تر څنګ نوموړۍ چی د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کی یوازینۍ چارواکی ؤ چی د خپل پلرنی ټاټوبی په ړنګولو پسی یی پښی را لوڅی کړی وی او د نړیوالی  پانګوالی مافیا چی د یونو کال د نفتو او ګازو په شرکت کی یی په لومړی ځل پانګونه وکړه او د خپلی اطریشی الاصله میرمنی  Cheryl Benard چیری بنارد په مرسته چی هغه هم له زلمی خان سره د بیروت له وخته اړیکی درلودی او د امریکا د باندنیو چارو له وزارت سره تړلی د رن په تحقیقاتی موسسه کی یی کار درلود لومړی د یونوکال UNOCAL  د نفتو اوګازو په بین المللی شرکت کی د ونډو په آخیستو د هغه شرکت له لاری د امریکا په باندنیو چارو وزارت کی د جنوبی آسیا د میز

دنده ورپه غاړه شوه چی په نویمه لسیزه کی دهم هغه نړیوال شرکت په مرسته د طالبانو له واکمنی سره تړلی  یو شمیر محصلین د نفتو او ګازو په برخه کی د امریکا دمتحدوایالاتو کی د نبراسکا په نوم په  یوه وتلی پوهنتون کی په زده کړو بوخت ؤ چی ویل کیږی د زلمی خان خلیلزاد اړیکی له طالبانو سره د هم هغو ګټو پر بنسټ  ولاړی وی چی د پخوانی یونوکال UNOCAL   او اوسنی شیورون Chevron  چی وروسته یونوکال UNOCAL    شرکت  د شیورون Chevron   لخوا په میلیاردونو ډالرو را نیول شو او دیونو کال نفتی کمپنی ټول پانګه وال هم د خپلو ټولو امتیازاتو سره په نوی شرکت کی ځای پرځای شول او خلیلزاد هم دخپلی میرمنی Cheryl Benard چیری بنارد له پانګی سره یوځای دنوی شرکت د یوی برخی په توګه کارونه پیل کړل .

نو ځکه خو کاملأ طبیعی ده چی د زلمی خان خلیلزاد لپاره مادی ګټی ارزښت لری او دهغه شرکتونو په استازیتوب یی د ژوند ټوله سیاسی برخه په معامله کی تیره شوی ده او د همدغو اقتصادی او تجارتی ګټو په تقاضا یی په جنوبی او مرکزی  آسیا کی چی د نفتو او ګازو له طبیعی زیرمو څخه برخمن هیوادونه ګڼلای شی د خپل مأموریت یوه لویه برخه ګرځولی ده .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا